Post Image

افغانیې ته رسیدلي مالومات ښیي، چې د افغانستان په یو شمېر ښوونځيو کې لاهم له ۶۵کلنو پورته عمرلرونکي ښوونکي د قانون خلاف دندې ترسره کوي او تر اووسه نه دي تقاعد شوي.

د مالوماتو له مخې، یاد ښوونکي  د وزارت له خوا نه تقاعد کیږي او یا هم  یو شمېر یې بیا د اړيکو پر بنسټ خپلو دندو ته دوام ورکوي.

شکیب‌ شریف‌زی د ننګرهار ولایت مدني فعال وایي، دوی په ښوونځيو کې د لوړ عمرلرونکو ښوونکي د تدریس کولو شاهدان و، په ځانګړي ډول په لرو پرتو سيمو کې:

« داسې ښوونکي د ښار په ښوونځيو کې شته، خو د لرو پرتو سيمو په ښوونځيو کې  يې شمېر  زيات دی. دوی که څه هم قانوني سن پوره کړی وي، خو بیا هم درس ورکوي او څوک یې پوښتنه نه‌کوي.»

ښاغلي شریف‌زی ټینګار کوي، چې حکومت دې په دې اړه جدي اقدامات وکړي، نويو ځوانانو ته دې د کار او تدریس زمینه برابره کړي، ځکه د دوی په اند ډېر عمرلروونکي ښوونکي که څه هم  ډېره تجربه لري، خو له نوي نصاب او ټکنالوژۍ سره ځان نه شي برابرولی.

ننګرهار د افغانستان په کچه یوه وړوکې بېلګه ده، د هېواد بېلابېلو ولایتونه په ځانګړې ډول هغه ښوونځي چې په ناامنه سيمو کې دي، داسې ښوونکي په‌کې لاهم تدرير کوي، چې عمرونه یې له ۶۵پورته دي او د تدریس کولو توان نه‌لري.

په ولسي جرګه کې د پوهنې، دیني او فرهنګي چارو کمیسیون مشر عبدالرزاق هاشمي وايي، په لرو پرتو سيمو کې داسې ښوونکي ممکن وي، دا د جګړې او ناامنیو له کبله چې ځوان نسل هلته نه‌شي تلای، نو د ناچاراۍ له مخې وزارت اړوځي، له شته کسانو ګټه واخلي.

د پوهنې وزارت مسوولین بیا په دندو کې له ۶۵کلونو پورته عمرلرونکو ښوونکو موجوديت ردوي او وایي، په تېرو لسو کلونو کې یې له ۴۰۰۰زیات ښوونکي چې تقاعد ته برابر وو، د افغانستان له ښوونځيو تقاعد کړي دي.

د یاد وزارت سلاکار منیر دستګیر افغانیې ته وویل، ټول هغه کسان چې عمرونه یې له ۶۵زیات وي او يا يې هم ۴۰کاله کار کړی وي، تقاعد ته برابر کسان دي او هر کال تقاعدېږي.

د ښاغلي منیر په وینا په ۱۳۹۹کال کې هم ۱۹۰۰ښوونکي چې تقاعد ته برابر و، تقاعد شوي او پرځای یې نوي کسان ګمارل شوي دي:

« موږ د هر تعلیمي کال له پيل درې میاشتې مخکې د ډیټا بیس ارزونه کوو او هر هغه ښوونکی چې له ۶۵کلونو زیات عمر ولري او ۴۰کاله خدمت یې کړی وي، تقاعد کوو.»

د سرچنې د مالوماتو له مخې، په ښوونځيو که داسې ښوونکي هم شته چې عمرونه یې له ۶۵کم او ۴۰کاله خدمتي دوره یې هم نه ده پوره کړې، خو دوی بیا د کار توان نه لري، په همدې اړه دوی ولسمشر او اداري اصلاحاتو کميسيون ته د قانون د تعدیل طرحه وړاندې کړې ده.

اوس مهال هغه کسان تقاعد ته برابر دي چې يا يې عمر ۶۵کاله وي او يا يې هم ۴۰کاله دنده تر سره کړې وي.

ښاغلی منیر وايي:

« د طرحې له مخې هغه کسان هم بايد تقاعد شي، چې عمرونه یې کم، ۴۰کاله خدمت یې هم نه وي پوره شوی، خو د کار کولو توان نه لري، کمزوري شوي. دا ډول کسان بايد په کور کېنول شي. دا طرحه مو ولسمشر ومنله، خو اداري اصلاحاتو کميسيون بيا رد کړه او ویل يې، دا کار باید له نورو ادارو سره په ګډه ترسره شي، چې لا هم په دې اړه بل اقدام نه دی شوی.»

د افغانستان د کار قانون ۱۳۴مادې له مخې ټول هغه کسان چې عمرونه یې له ۶۵ زیات او یا هم د خدمت ۴۰کاله یې پوره کړي وي تقاعد ته برابر کسان دې او دوی ته یاد تقاعد ورکړل شي.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب