Post Image

د پښتونخوا عوامي نشنل پارټۍ مسوولین وايي، له افغانستان سره پر کرښه یې د سوادګریزو لارو بندېدو او پراخو بندیزونو لګېدو له کبله لاریون پیل کړی، د تورخم پر لور روان شوي، تر څو د پخوا په شان تګ راتګ ته زمینه برابره شي.
د عوامي نشل پارټۍ فرهنګي مسوول خادم حسین پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، د پاچاخان مرکز کې له راټولېدو وروسته دتورخم په لور خوځېدلي او په دې تړاو تېره ورځ هم د پېښور په ځینو سیمو کې غونډې شوې دي.
لاریون کونکي وایي، له دې وړاندې د کرښې دواړو غاوړ اوسېدونکو کولای شول، د کډوالۍ کارت، د روغتونونو لیک او د محصلینو په کارتونو تګ راتګ وکړي، خو اوس پاکستان پر دې چاره بندیز لګولکی، پاسپورت او ویزه یې ضروري کړې، چې له امله یې خلک له خورا ستونزو سره مخ شوي دي.
د دوی په وینا یادو بندیزونو د کرښې دواړو غاړو ته د نږدې ۸۰ سلنه خلکو کارونه زیانمن کړي او خلکو ته یې پراخ مالي او فرهنګي زیانونه اړولي دي.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب