Post Image

یوناما او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د خپاره شوي راپور پر بنسټ د سولې د خبرو له پیل وروسته په افغانستان کې د ملکیانو په مرګ ژوبله کې زیاتوالی راغلی دي. د یاد راپور له مخې  په ۲۰۲۰ کال کې د ملکي تلفاتو شمېر۸۸۲۰ تنه دی، چې له دې ډلې ۳۰۳۵ وژل شوي او ۵۷۸۵ ټپیان شوي دي.
په داسې حال کې چې په ټولیز ډول په۲۰۲۰ ميلادي کال کې د ملکي تلفاتو کچه د کال په لومړیو کې د کمو تلفاتو له کبله ټیټه وه، خو  د۲۰۲۰ کال له اکټوبر میاشتې وروسته د مذاکراتو له پیل څخه تر نورو میاشتو ډېر ملکي تلفات رامنځ ته شوي دي.
په راپور کې ویل شوي، حکومت ضد عناصر په ۲۰۲۰ کال کې ۶۲ سلنه د ملکي تلفاتو لامل شوي، چې له دغو ډلو څخه طالبان د ډېرو تلفاتو (۴۶ سلنه) مسوول دي او د داعش خراسان ډله د ۸ سلنه تلفاتو مسووله ده: 
د ملکي تلفاتو د څلورمې برخې پړه د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو ته ور ګرځي،  یانې د ۲۲۳۱ تلفاتو سبب شوي، چې له دې ډلې ۸۴۱ ملکیان وژل شوي او ۱۳۹۰  نور ټپیان شوي دي. همدا ډول د نړیوالو نظامي ځواکونو لخوا د ملکي تلفاتو په کچه کې د پام وړ کموالی رامنځ ته شوی دی. په ۲۰۲۰ کال کې دغه شمېره ۱۲۰ تنه دی، چې د ۲۰۱۹ کال د ۷۸۶ پرتله ۸۵ سلنه کموالی ښيي.
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز د ملکیانو د خوندیتوب ترټولو غوره لاره اوربند رامنځ ته کېدل بولي او زیاتوي، ددغه مهم راپور اصلي هدف مسوولو خواوو ته د واقیعیتونو او سپارښتنو وړاندې کول دي، چې هغوی ملکیانو ته د زیان رسیدو د مخنیوي په برخه کې مشخص او فوري ګامونه پورته کړي:
زه له هغوی څخه غوښتنه کوم، چې د فوري اقداماتو په ترسره کولو کې د لا زیاتو رنځونو د مخنیوي لپاره ان یوه ورځ ضایع نه‌کړي.
د یاد راپور د مالوماتو له مخې، په ۲۰۲۰ کال په جګړو کې ۱۱۵۰ ښځې او ماشومان وژل شوي، چې له دې ډلې  ۳۹۰ ښځې او ۷۶۰ يې ماشومان دي.
 د یوناما موندې ښيي، له ۲۰۱۳ کال راهیسې په لومړي ځل د ملکي وګړو  شمیره تر ۱۰ زرو ټیټه ده او د ۲۰۱۹ کال په پرتله ۱۵ سلنه کموالی ښيي.
راپور کې راغلي، د افغانستان د سولې خبرې اترې، چې د افغانستان دولت او د طالبانو د استازو ترمنځ د سپټمبر په ۱۲ مه په دوحه کې پیل شوې او د تاوتریخوالي د کچې ښه شاخص دی، ونه توانیدې چې ملکي وګړو ته د زیان اوښتو کچه راټیټه کړي.
یوناما په ۲۰۲۰ کال کې د ملکي تلفاتو د کموالي لامل د حکومت ضد عناصرو لخوا په ښاري سیمو کې د ځانمرګو بریدونو کموالی بولي، چې د ډېر شمېر ملکي تلفاتو سبب کیږي.
یوناما  د حکومت ضد عناصرو لخوا په قصدي ډول پرملکیانو د بریدونو دوام او د هغوی په نښه کولو له کبله اندیښنه څرګنده وي او وايي، په دغه ډله کې د عدلي ادارو پر غړو، د رسنیو او مدني فعالانو او همدارنګه د مذهبي لږکیو، په ځانګړي ډول پر شیعیه مسلمانان چې ډېری یې په هزاره ټبر او سکانو پورې اړه لري، هدفي بریدونه شامل دي.
دغه راپور کې ویل شوي، په ۲۰۲۰ کال کې د ملکي تلفاتو عامل، ۳۶ سلنه ځمکنۍ نښتې وې، چې د ۲۰۱۹ کال پرتله یوڅه زیاتوالی ښيي. ورپسې ۳۴.۵سلنه د حکومت ضد عناصرو لخوا ځانمرګي او غیر ځانمرګي بریدونه دي، چې تعبیه شوي چاودیدونکي توکي په‌کې کاريږي. په  راپور کې د حکومت ضد عناصرو لخوا هدفي وژنې ۱۴ سلنه ښودل شوې، چې په ټوليز ډول ۴۵ سلنه زیاتوالی په‌کې راغلی او بیا د حکومت پلوو ځواکونو لخوا هوايي بریدونه ۸ سلنه دي چې ۳۴ سلنه کم شوي دي.
همداراز د یاد راپور افغانستان په نړۍ کې د ملکیانو لپاره د مرګونو ځایونو له ډلې ياد کړی دی.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب