Post Image

که څه هم په افغانستان کې په بدو کې د نجونو ورکولو نا رسمي شمېرې په مراتبو لوړې دي او لاهم دا  ناوړه دود له پېغلو او ماشوم نجونو قربانۍ اخلي، خو رسمي شمېرې په ډاګه کوي، په تېرو نهو کلونو کې د بدورکولو ۴۱ قضیې ثبت شوې چې له ډلې یې ۱۱هغه يوازې په ۲۰۲۰کال کې ثبت شوي دي.
په بدو کې د نجونو ورکړه د افغانانو ترمنځ یو پخوانی دود دی. د یاد دود له مخې کله چې د کورنۍ کوم غړی څوک ووژني او يا هم يو بل جرم ترسره کړي، نو د قاتل کورنۍ د قومي مشرانو په منځګړیتوب او پریکړه یوه يا څو نجونې د مقتول کورنۍ ته په بدو کې ورکوي، په دې باور چې وینه تویدینه بنده شي ، دښمني په دوستۍ واوړي، خو هېڅکله هم د بديو دښمنۍ په دوستۍ نه دي اوښتې، يوازې د جرم په بدل کې يو بل جرم تر سره شي.
د بشرحقونو کمیسیون د مطبوعاتو مشر ذبیح‌الله فرهنګ افغانیې ته وویل، له ۲۰۱۱ تر ۲۰۲۰کال پورې په افغانستان کې د بدورکولو ۳۰قضیې ثبت شوې دي، خو د بدو ورکولو غیررسمي شمېر له دې په بيا بيا لوړې دي، چې د نه ثبت لامل يې نرواکه ټولنه، ناسم باورونه، د ښځو محدوديت او ناپوهي ګڼل کېږي.
له دې ډلې۵۳کلنه فاطمه «مستعار نوم» د غور ولایت اوسیدونکې ده، هغه کابو ۴۰کاله وړاندې د پلار او ورور له خوا د یوې قومي جرګې له لارې په بدو کې ورکړل شوه. فاطمې هغې افغانیې ته د خپل ژوند کیسه داسې وکړه:
« زه ۱۳کلنه وم، چې تر ما مشر او درېیم ورور مې په یوې شخړه کې د ګاونډي زوی د چړو په ګزار وواژه. ورور مې وتښتیده د دواړو کورنیو ترمنځ هره ورځ شخړې روانې وې، له یوې اوونۍ وروسته د کلي سپين ږیري، مشران او ملایان سره کیناستل، پرېکړه وشوه، چې د جګړو ختمولو لپاره باید زما پلار خپله لور یعنی ما د وژل شوي هلک کورنۍ ته په بدو کې ورکړي. پلار مې هم د خپل زوی ژوندي ساتلو لپاره دا پرېکړه ومنله، له همدې ځایه مې د ژوند ترخې شیبې پیل شوې، که څه هم هغه وخت په ډېر څه نه پوهېدم.»
فاطمه « مستعارنوم» وایي، د سپین‌ږیرو له پرېکړې وروسته د مقتول کورنۍ يو څلوېښت کلن د پاخه عمر سړی د دوی په کور له یوه ملا سره ور دننه شو، په ۱۵دقيقو کې نکاح وتړل شوه، وروسته یې زه ( ماشومه نجلۍ) له ځان سره بیوتلم، له همغه ورځې وروسته مې له خپلې ټولې کورنۍ سره یې هر ډول اړیکې پرې شوه.
فاطمه چې هغه مهال په بن یوه ۴۰کلن سړي ته په نکاح شوه او اوس د پنځه ماشومانو مور ده، له خپلو هغو بدو ورځو پرده پورته کوي، چې اوس يې هم ذهن او ماغذه خوري. دې په ژړغوني غږ وویل:
« په هماغه اوله ورځ یې چې څنګه کور ته د ننه کړم، د کورنۍ ټولو غړو حق لرلو چې ما ووهي، ومې ترټي او پر وړاندې مې هر جنايت تر سره کړي، له هماغه ځایه راسره بد چلند پيل شو، ان ډېر داسې وختونه راغلل چې په روځو ورځو يې ډوډۍ نه ده راکړې، ان کله ناکله خو به يې په انګړ کې شپه تر سهار په ونه پورې تړلې وم. د فاطمې په وجود د لومړيو وختونو داسې ټپونه هم شته، چې د ۴۰کلونو په تېرطدو سره هم نه دي روغ شوي.»
 نوموړې وویل، وروسته له هغه چې ژوند یې ورځ تربلې مخ په تریخیدو و، درې ځلې یې د ځان وژنې او  په وار وار یې له کوره د تېښتې هڅه کړې، خو نه ده بریالۍ شوې. هغه وایي، د ۴۰کلونو په تېریدو نه یوازې چې د دې کورنۍ چلند ورسره نه دی ښه شوی، بلکې له اولادونو سره يې هم ناوړه چلند کېږي.
فاطمه «مستعار نوم»  د بدورکولو د قربانۍ یوه وړه بیلګه ده، دې ته ورته په سلګونه ښځې او نجونې شته چې د دې ناروا او ناوړه دود له کبله یې قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او کورنۍ ژوند ور تور تم کړی دی.
ښاغلي فرهنګ د بدورکولو دود په تړاو د اندیښنې په ښودلو سره وویل، د بد ورکولو ناوړه دود له کلونو راهیسې له نجونو قرباني اخلې او دوی اړ باسي چې، ځان وژنه او يا هم د ځان پر وړاندې داسې ګام پورته کړي چې زيان يې نه جبرانېدونکی وي.
بل لورته بيا د ښځو چارو وزارت مسوولین وايي، په ۲۰۲۰ کال کې د بد ورکولو ۱۱قضيې ور سره په ننگرهار، کندهار، فراه او غور  ولایتونو کې ثبت شوې. دوی وايي، په بدو کې د نجونو ورکول د قانون خلاف کار دی او له هغوی سره به قانوني چلند وشي او سراز به ورکړل شي، چې په دې عمل لاس پورې کوي.
ښځې په افغانستان کې تل له بېلابېلو تاوتریخوالو سره مخ شوي دي. دوی په ورستیو څو لسیزو کې له زیات سیاسي، اقتصادي او اجتماعي حقونو بې برخې پاتې شوي دي. سره له دې چې په تېرو ۱۵کلونو کې د ښځو چارو وزارت، د بشرحقونو کمیسیون او د ښځو د حقونو مدافع بنسټونو د ښځو د وضعیت د ښوالي لپاره هڅې کړې، په دې برخه کې د نړيوالو له لوري زياتې مرستې شوې، خو لاهم په افغانستان کې ښځې په نرواکه ټولنه کې له سلګونه ستونزو او تاوتریخوالو سره لاس او ګريوان دي.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب