Post Image

سیاست او سیاسي مباحثې د افغانانو کابو د ټولو ټولنیزو ناستو او سیاحتي چکرونو د بحثونو غوښنه برخه وي او آن ډېری وخت ټول بحث یوازې په سیاسي چارو متمرکز وي. همدا راز، هغه ابزار چې د ساعتیرۍ، له ورځنیو چارو څخه د ذهن ارامه کولو او د ټوکو ټکالو د کارونې لپاره دي هم موږ په سیاست ککړ کړي او پکې په سیاسي بحثونو بوخت یو، که تلویزیون او راډیو تر ډېره د سیاسي خبرونو او پروګرامونو د کتلو او اوریدو لپاره کاروو، نو ټولنیزې رسنۍ لکه فیسبوک او ټویټر هم د سیاست او د سیاسي بحثونو او کیسو مرکز ګرځیدلی. داسې نه ده، چې نورو هېوادونو کې دا کار نه کیږي او خلک سیاست ته وخت نه ورکوي، یا د ټکنالوژۍ پر مټ برابر شوي د اړیکو ابزار د سیاست لپاره نه کاروي. ایتان هرش په خپل کتاب”سیاست د واک لپاره دی“ کې وايي، چې د امریکا هر دریم وګړی هره ورځ تر دوه ساعتونو وخت په سیاسي چارو کې په داسې حال کې تېروي چې د دې هېڅ احساس هم نه کوي چې په ټوله ورځ کې دې یې یوه دقیقه هم سیاسي کار کړی وي، خو که نورو ټولنو سره په پرتليز ډول وکتل شي، افغانان په دې برخه کې بیا په افراطي ډول ښکېل دي. ښايي یو لامل دا هم وي چې افغانستان په تېرو څلورو لسیزو کې په دوامداره توګه په کړکیچونو کې ښکیل پاتې شوي او دغه حالت په ولس ژور اغیز درلودلی، نو خلک هم ډېر زیات اندیښمن دي او د سیاسي بحثونو له لارې هڅه کوي خپلو پوښتنو او اندیښنو ته ځوابونه پیدا کړي.

سره له دې چې ټولنه مو له سیاسي اړخه خوځنده ده، پر سیاسي چارو ژور نظر ساتي او تل په دې تکل کې ده چې له چارو باخبره پاتې شي بیا هم د سیاسي جوړښتونو تر ویرونکي بریده کمښت سره مخامخ ده. سیاسي شخصیتونه مو اکثره حادثو زیږولي او هغه هم د ګوتو په شمار کورنۍ او خلک دي چې دا څلور لسیزې د افغانستان سیاسي محور څرخوي او د افغانستان په اړه ټولې پریکړې هم همدوی کوي. د دې حالت اساسي لامل دا دی چې موږ د ټولنې په توګه یوازې د خبرو تر بریده، په ناستو ولاړو او غونډو کې د سیاسي بحث محوریت کې د پاتې کیدو او یا د کور تر انګړه په سیاسي چارو کې برخه اخیستو ته چمتو یو. سیاست راته یو شوق ګرځیدلی، سیاسي بحث د وخت تېرولو لپاره کوو او که یو څوک ډېر فعال هم وي، نو سیاست ډېری وخت په ټولنه کې د شخص په توګه د ځان مطرح کولو لپاره کوي. د عملي سیاست په ځای شوقي سیاست ته لومړیتوب ورکوو او همدا لامل دی چې په سیاست کې د دومره ډېر وخت مصرفولو څخه وروسته هم د ریښتونیو سیاسي احزابو او ډلو د کمښت سره مخ یو، په معیار برابر سیاسي شخصیتونه نه لرو او په سیاسي چارو باندې مو اغیز له نشت سره برابر دی.

د سیاست یو آسانه تعریف د واک ترلاسه کولو هلې ځلې دي. د سیاسي خوځښتونو بنسټیزه موخه همدا ده چې واک ترلاسه کړي او بیا د واک له دریځه د خپلې ټولنې لپاره د خپلو ارمانونو د پاللو هڅه وکړي. په نړۍ کې ګوندونه او د هغوی پلویان چې کله غونډې جوړوي، کمپاینونه کوي او ولس هڅوي چې په سیاسي خوځښتونو او برنامو کې فعاله ګډون وکړي، نو موخه یې دا وي چې د هېواد واک ګدۍ خپله کړي. کله چې یو عادي وګړی دې ته چمتو کیږي چې پرته له کوم مادي امتیاز خلک وهڅوي چې د هغه د خوښې سیاسي ډلې یا شخص ملاتړ وکړي نو دی اصلاً هڅه کوي ترڅو واکمن شي. د ده د خوښې ډلې یا شخص واک ته رسیدل په حقیقت کې د دغه سیاسي رضا کار یا فعال د ارمان پالونکو واک ته رسیدل دي. کله چې موږ د واک ترلاسه کولو خبره کوو، نو دلته بحث د وګړو واک او دندو ته رسول نه دي، بلکې د هغه ارمان د پالنې خبره ده چې موږ یې د ځان او ټولنې لپاره لرو.

د دې لپاره چې خپل سیاسي ارمانونه وپيژنو، د خپلو ټولنیزو واقعیتونو په پام کې نيولو سره باید د دغو ارمانونو او لرلیدونو ارزونه وکړو او بیا د خپل سیاسي لرلید په ملاتړ خلک را ټول کړو نو اړینه ده چې په دوامداره توګه سیاسي فعالیت ولرو. له بده مرغه، زموږ په ټولنه کې تر ډېره بریده عملي سیاست په ټاکنو کې د سیاسي اشخاصو د کمښت له کبله را تپل شویو بد او بدتر ترمنځ ټاکنې او بیا وروسته نیوکو او شکایتونو پورې محدود وي. د ټاکنو پر مهال په پرتلیزه توګه موږ ته منلي کس لپاره تر هره بریده مبارزه کوو او له ټاکنو وروسته بیا له هماغې ډلې او که لږ حقیقت ته نږدې خبره وکړم، شخص څخه ګیلې او شکایتونه کوو. په دې برخه کې زموږ ستره ستونزه دا ده چې افراد مو په سیاست کې خورا ډېره انرژي په غیر منظم ډول مصرفوي. که تېرو دوو لسیزو ته ځیر شو، نو جوته به شي چې دا کیسه په وار وار تکرار شوې ده. د یادونې وړ ده چې کله د واک خبره کوو، نو دا تر اجرائیه ځواک یانې ولسمشرۍ پورې محدود بحث نه دی بلکې مقننې قوې یا ملي شورا پورې هم تړلې خبره ده او د څار ډلې لکه ولایتي شورا ګانې پکې هم د يادولو وړ دي.

که غواړو افغانستان هغه افغانستان شي چې موږ یې تصور لرو، په هېواد کې د هغه ژوند څښتنان شو چې موږ یې هیله لرو او د هېواد چارې مو زموږ د غوښتنو سره سمې تنظیم شي نو اړینه ده چې له مقطعه يي او شوقی سیاست څخه د عملي سیاست لور ته لاړ شو. عملي سیاست لپاره تر ټولو لومړنۍ اړتیا د سیاسي ادرسونو رامنځ ته کول دي، چې د سیاست په ډګر کې سیاسي احزاب دي. اړینه ده چې همفکره وګړي سره په یو ګډ محور را ټول او د خپلو سیاسي موخو د پاللو لپاره عملي سیاست وکړي.

د سیاسي ادرس پیدا کول لومړنی او اړین ګام دی، خو د سیاسي موخو د پالنې لپاره بسنه نه کوي. اصل کار د یو سیاسي حزب له ادرسه د ولسونو انسجام، تنظیم او په خپل سیاسي فکر را ټولول دي. دا دوامداره کار او منډو ترړو ته اړتیا لري. په سیاسي چارو کې ټولنه په دریو برخو ویشل کیږي. لومړۍ ډله سیاسي مشران دي چې په شمار اشخاص د یو سیاسي ادرس استازي، څیره او غږ وي. دویمه ډله د سیاسي فعالانو ده چې د مشرانو او ولس ترمنځ د پل دنده ترسره کوي او په ټولنه کې دوامداره فعالیت له لارې که یوه خوا د خپل سیاسي هدف په ملاتړ خلک منسجموي، نو بله خوا په سیاسي ډګر کې د یو فعال شخص څخه د مشرۍ ډګر ته د ارتقا هلې ځلې کوي. دریمه ډله، او ستره ډله ولس دی، رایه کارونکي دي او همدا ډله ده چې د واک سرچینه ده او چې چاته یې خوښه وي ورته د واک ګدۍ سپاري. سیاسي رهبران اړ دي چې د ولس غږ ته په ورځنیو سیاسي چارو کې انعکاس ورکړي، سیاسي فعالین یوه خوا مشرانو او ولس ترمنځ اړیکه پیاوړې وساتي او بله خوا د ولس پوهاوي ورځنۍ دنده مخ ته یوسي.

سیاسي هلې ځلې دوامداره چاره ده چې په مقطعه يي بڼه مطلوبې پایلې، د واک ترلاسه کول او  خپلو ارمانونو ته رسیدل، نه شي ورکولی. سیاسي مشران باید ولس ته د هغوی د ارمانونه په رڼا کې برنامه وړاندې کړي، سیاسي فعال د دغه برنامو په اړه ولس ته پوهاوی ورکړي او ولس د انسجام له لارې د هغه ډلې واک ته د رسولو هڅه وکړي چې د دوی غوښتنې پرځای کوي. دا چاره دوامداره کار، ناستو ولاړو، د غونډو او سیمنارونو، مطبوعاتي بحثونو له لارې شونی ده. حقیقي سیاسي قدرت ترلاسه کول اوږد مهاله مبارزې، دوامداره کار او خوځنده سیاسي فعالیت ته اړتیا لري.

که د افغانستان د تېرو دوه لسیزو سیاست ته وګورو نو آن هغه خلک چې د پیاوړو ډلو استازي وو هم د فرد په توګه واک ته ننوتي او همدا لامل دی چې هغه ستر ارمانونه چې د دوی ډلو له لسیزو او کلونو پاللي، د هغې د تحقق ارمان ته نه دي رسیدلي. بله خوا که د نوي نسل استازي ځوانان مو سیاسي ډګر ته راغلي، هغوی هم د فرد په توګه مطرح پاتې شوي او له همدې کبله نه دي توانیدلي چې د هغه بدلون چې ترې تمه کیده لامل وګرځي. د حالاتو په خپل حال پاتې کیدل، یا هم له هرې ورځې په تیریدو له بد څخه بد تر لوري ته تګ د دې لامل شوی چې ولس هم ستړی دی، سیاسي فعال د ارمان په ځای تر دندې فکر کوي او سیاسي مشران ولس یوازې تر هغې پیژني چې واک ترلاسه کړي. د خلاصون لار مو دا ده چې شوقی سیاست پر ځای عملي سیاست ته را ودانګو، په ملي چارو کې د ځان مطرح کولو لپاره ولسونه د ځان سره ملګري کړو او د ریښتني بدلون لپاره اوږد مهاله زیار او زحمت ته ملا وتړو. د سیاسي فعال په توګه دا خپله دنده وګرځوو چې ولس په ملي مسایلو پوه کړو، سیاسي مشران د ولس له زړه خبر کړو او د واک خاوندان دې ته اړ کړو چې د حساب ورکولو اصل ته درناوی ولري.

 

یادونه: دا مقاله د امریکايي پروفیسور ایتن هارش (Eitan Hersh) کتاب سیاست د قدرت لپاره دی (Politics is for Power)  څخه په الهام اخيستو لیکل شوی ده.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب