Post Image

په ایران کې له مېشت افغان کډوالو سره وخت ناوخت د ناسم  او ان غیر انساني چلند په تړاو اندېښنې راپورته شوې، خو د ايراني لوري د کرکې اور هغه ورخت لا زبغړاند شي، چې افغانستان په کور د ننه ښې خواته قدم پورته کړي، د سولې څرکونه ولګېږي، له نړيوالو سره د نويو تعملاتو په برخه کې مثبت لور ته حرکت وشي. ايران هېڅ کله خپل ګاونډی افغانستان دومره ښاد نه‌شي ليدلای.  د ايران د ناسم چلند دا داستان له څلوېښتو کلونو روان دی، خو افغان لوری په دې برخه کې اوبه تر پلاله لاندې تېروي او په جدي ډول د خپل ټپ په درملنه پسې نه ګرځي.

په هغه هېواد کې مېشت افغان کډوال هر وخت د افغانستان لپاره په يوه زولن او ناسو ټپ بدل شوي، چې هر وخت د ايران له لوري پرې سياسي فشار او زور راوړل کېږي.

نېږدې پنځه مياشتې دمخه چې کله په ايران د کويډ۱۹ څپه راغله، نو يې تر ډېره ددې څپې زور په هغه هېواد کې تر مېشتو افغان کډوالو وايست. دې کار د ايران او افغانستان تر منځ اړيکې ترينګلې کړې، ان ايران خو ځينې ډيپلوماټيک نزاکتونه هم تر پښو لاندې کړل او دا کار يې په ډېرې سپين سترګۍ سره تر سره کړ.

ایران په افغانستان کې د کووېډ۱۹ ویروس د پېښو په زیاتوالي سره ډېری شمېر افغان کډوال په زور له خپل هېواد څخه وشړل. د وروستیو مالوماتو پر بنسټ ایران د کرونا ویروس خورېدو په درشل کې تر دې دمه شاوخوا ۳۰۰ زره افغان کډوال له خپل هېواد څخه په زور شړلي او د کډوالۍ ټول اصول يې مات کړي دي.

روغتیاپالانو په هغه وخت کې اندېښنه ښودلې وه، چې د ایران  دا چاره افغانستان ته د کرونا ويروس د لېږدولو اصلي لامل کېدای شي، چې همداسې شول. له ايران سره څېرمه ولايتونه د راشړل کېدونکو افغان کډوالو د هجوم شاهدان و او دې چارې د په افغانستان کې په بې ساري ډول د کرونا پېښې زیاتې کړې، ځکه چې په ورځني ډول به تر ۱۰زرو زيات کډوال را شړل کېدل.

که څه هم افغان حکومت هڅه کړې چې د څه مودې لپاره د افغان کډوالو پاتې کېدو په اړه دې هېواد ته د قناعت ورکړي، خو لا هم نه دي بریالي شوي. دوی له ایران څخه غوښتي چې په دې هېواد کې مېشتو افغان کډوالو ته وخت ورکړي، څو په خپله خوښه بېرته افغانستان ته ستانه شي.

افغان حکومت د خپلو کډوالو د تنظیم په برخه کې ناتواني ښودلې، که افغان حکومت وکولی شي خپل کډوال په منظم ډول بېرته ستانه کړي، په خپل کور او خاوره ورته د کار زمینه برابره کړي، نو له داسې ستونزو سره به کله هم نه مخ  کېږي.

د همدې ناخوالو او ترینګلو اړیکو په دوام د روان کال ثور میاشتې پر ۱۲ مه نېټه د ایران امنیتي ځواکونو ځینې افغان کډوال چې د کار په لټه ایران ته اوښتل له ایران سر پر پوله د هرات د ګلران ولسوالۍ څېرمه د ايران په خاوره کې ونیول، له وهلو ټکولو وروسته یې هریرورد سیند ته واچول. د کره مالوماتو پر بنسټ په دې پېښه کې شاوخوا ۱۵ افغانان ووژل او ۱۷ نور تري تم شول.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت که څه هم سیند ته د افغان کډوالو د اچولو ادعاوې رد کړې، خو ویلي یې وو چې د دې ادعا د څېړلو لپاره همکارۍ ته چمتو دي.

 د یادې پېښې په تړاو په کور د ننه او بهر ګڼ شمېر غبرګونونه راوپارېدل، خلکو له حکومت وغوښتل، چې دا پېښه په جدي توګه وڅېړي.  د یادو جدي غبرګونونو وروسته افغان حکومت او ایران د دې پېښې د څېړنې په موخه پلاوی وټاکه، خو د دې پلاوي د څېړنو پایلې تر اوسه هم له خلکو او رسنیو سره نه دي شریک شوي.

د پېښې په تړاو د افغان حکومت لخوا ګومارل شوي پلاوي د پېښې اړوند ټول اسناد، شواهد، وېډیوګانې او انځورونه له تخنیکي، مسلکي او حقوقي پلوه ارزول شوي او ایراني چارواکو سره شریک شوي دي. ایراني چارواکو بیا دا خبره رد کړې او ویلي يې دي چې داسې کوم شواهد او ثبوتونه ورسره نه دي شریک شوي.

له دې پېښې څو ورځې وروسته د  جون په درېیمه د ایران په یزد کې د دې هېواد پولیسو په یوه موټر ډزې کړې، موټر اور اخستی او پکې له سپارو ۱۳ سوارلیو درې‌ افغانان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي. دې پېښې هم په کور دننه او بهر توند غبرګونونه راوپارول.

له پېښې وروسته افغان حکومت یو ځل بیا د یادې غمیزې څېړلو لپاره يو پلاوی وټاکه، چې ایران ته لاړ شي او د وروستیو پېښو په اړه د یاد هېواد سره له ډيپلوماټیکو لار چارو ستونزه حل کړي.

د یاد پلاوي مشري چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر کوي، چې پرون د جون په ۲۱مه  ایران ته رسېدلی او هلته یې د ایراني چارواکو سره کتلي دي. په دې لیدنه کې هوکړه شوې چې تر راتلونکو دریو میاشتو به د ایران او افغانستان ترمنځ د افغان کډوالو د قانوني حضور او د بشري حقونو د خوندیتوب په موخه یو استراتیژیک سند لاسلیک شي.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغان کډوالو پر وړاندې د تاوتریخوالي د وروستېو پېښو په اړه  خبرې کړي او د یادو پېښو د بیا تکرارېدو مخنیوي په موخه د دواړو هېوادونو پر پولو په زیات څار ټینګار شوی.

تمې دا دي چې دا ځل یادو ستونزو او پېښو ته د حل لارې پیدا شي، څو هلته مېشت افغان کډوال وکولای شي په ارامه ژوند وکړي، له خپلو انساني حقونو بې برخې نه شي، خو بيا هم په ايران غوندې شرير ګاونډي باور نه دی پکار.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب