Post Image

د سپټمبر ۲۸مه اطلاعاتو او معلوماتو ته د لاس‌رسي نړيواله ورځ ده، ددې ورځې بنسټ پنځه کاله د مخه ملګرو ملتونو لخوا ایښودل شوی او هدف یې معلوماتو ته د لاس‌رسي له حق څخه ملاتړ بلل کېږي.
د افغانستان د اساسي قانون له مخې اطلاعاتو ته لاس‌رسی د هر افغان حق دی، تر څو د حکومت او نورو ارګانونو له کړنو او کارونو خلک خبر شي، خو ځينې هغه مالومات بايد خوندي پاتې شي، چې خورا محرم دي او يا هم ملي ګټو ته زيان رسوي.
اطلاعاتو ته لاس‌رسی د خلکو اساسي حق او د مدني ټولنې د فعالیتونو بنسټ دی. مدني ټولنه د شفافیت، حساب‌ورکونې او قانون حاکمیت په برخه کې اساسي رول لري او د ترسره کولو په برخه کې یې له دولت سره همکاري کوي، نو ځکه خو بايد پر همدې بنياد ډېر څه د دوی له سترګو الونيا نه وي.
موږ په داسې ځمکه اوسيږو، چې د خبريالانو او ولس لاس‌رسی معلوماتو او اطلاعاتو ته خورا ستونزمن دی او په ډېر کړاو مالومات تر لاسه کېږي.
د افغانستان د تېره دوو لسيزو لاسته راوړنو له ډلې يو هم د بيان او مطبوعاتو ازادي ده، خو له دې سره سره اوس هم د خلکو حق (اطلاعاتو او مالوماتو) ته لاس‌رسی نه دی عملي شوی، پر وخت له هرڅه نه خبريږي، ډېر عادي مسايل پټ ساتل کېږي، چې دې چارې فساد ته لار پرانستې ده.
خبريالان د مالوماتو او اطلاعاتو د رسولو د پل بڼه لري، خو نه يوازې دا چې مسوولين ورته پر وخت مالومات نه ورکوي، د ډېريو له لوري ګواښل کېږي، ان همدا مالومات راسپړل خو يې د سر په بيه هم تماميږي.
وروستي مالومات په ډاګه کوي، چې په تېرو کلونو کې ۱۳۲ خبريالان وژل شوي دي. د حکومت له لوري څېړل شوې چې د ۶۷ وژل شويو خبريالانو دوسيو په طالبانو پورې تړلې، يانې دوی وژلي دي.
په دې برخه کې د رسنيو له کارکوونکو او خبريالانو سره د مسوولينو سربېره طالبان هم ناوړه چلند کوي، ان د خبريالانو د ګڼو مرموزو وژنو او د هغوی د ترورولو شاهدان پاتې شوي يو. 
په افغانستان کې اطلاعاتو ته د لاس‌رسي قانون:
د لومړي ځل لپاره اطلاعاتو ته د لاس‌رسي قانون د ۱۳۹۳ کال د وږي مياشتې په ۲۶مه نېټه د ملي شورا د دواړو جرګو له لوري له ځينو زياتونو او کمونو سره تصويب شو او د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني د حکم پر بنسټ اطلاعاتو ته د لاس‌رسي قانون توشیح شو. دغه قانون په شپږ فصلونو او ۳۲ مادو کې د ۱۳۹۴ کال په مرغومي مياشت کې د عدليې وزارت په رسمي جريده کې خپور شو. د قانون لا هر اړخیزتوب لپاره بیا په ۱۳۹۶ لمريز کال کې تعدیل شو. د وروستي ځل لپاره اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د ۱۳۹۸کال د ملي شورا له لوري تصویب او د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني د حکم پر بنسټ توشیح او په رسمي جریده کې بيا خپور شو.
مالومات بايد څه ډول تر ولس پورې ورسول شي:
رسنۍ ددې مسووليت لري، چې له مسوولينو مالومات راټول کړي او تر خپلو لوسوتونکو، اورېدونکو او کتونوکو پورې يې ورسوي، دا مالومات بايد، کره، پر وخت او بې پرې وي، خو افغان چارواکو بېغوري ددې لامل شوې، چې په ورځو ورځو خبريالان د عادي مالوماتو لپاره خپل راپورونه، خبرونه، سټوريانې او نور څه منتظر کړي، ترڅو مالومات ترې تر لاسه کړي. ډېری وخت مالومات نه ورکول کېږي، کله خو بيا  نيمګړي او ناسم مالومات ليک کېږي، چې دا څه هم په حکومت باور زيانمنوي او هم د رسنۍ او خبريال پرسټج  ته زيان اړوي، په ټوله کې داسې کړنه د غلط فهمۍ لامل کېږي او د مالوماتو په تشه کې د ولس ساتل فساد او د دوښمن ناسم تبليغ ته لار هواروي.
د افغانستان د حکومتي دستګا هر ارګان ځانګړې رسنيزه يا اطلاعاتي برخه لري، خو له بده مرغه چې له دې ټولو سره سره بيا هم نه توانيږي، کره او پر وخت مالومات له رسنيو، خبريالانو او ولس سره شريک شي. د هر دولتي ارګان شنلې هڅې او ناسم مالومات ددې لامل کېږي، چې ان دښمن هم ګټه پورته کړي، تر حکومت يې په ښه ډول په کمو امکاناتو تبليغاتي دستګاګانې فعالې کړي او د ولس باور ورخپلوي.
که مالومات پر وخت، دقيق او کره ډول تر ولس پورې ورسيږي، يوه لويه برخه ستونزه ور سره هواريږي، د ولس او حکومت ترمنځ د واټن مخه نيسي. کله چې حکومت مالومات ورنه‌کړي، د مالوماتو په تشه کې ولس د مخالف جهت په تبليغاتو باور کوي او غوليږي، دا غلط فهمي د لوی درځ سبب ګرځي.
 بارونه دا دي، چې لا هم اطلاعاتو ته د لاس‌رسي قانون د ښه پلي کولو او هېوادوالو ته د دوی د دې حق اسانتیاوو برابرولو په پار لا ډېر کار ته اړتیا شته چې باید تر سره شي. 
د روڼتیا ایجادولو او فساد سره د مبارزې د مهم عنصر په توګه اطلاعاتو ته د لاس‌رسي پرحق باوري کېدل ددې لامل کېږي، چې د بنسټونو فساد او نه‌کړنې به تر ټولو ټېټې کچې ته ورسیږي او يوه بريالۍ مبارزه به تر سره شوې وي.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب