Post Image

ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې د ملي دفاع وزارت مسوولین وایي، د تېر یو کال پر مهال د هېواد په ډېری سیمو کې جګړې روانې وې، چې له کبله یې ۱۸ زره طالبان وژل شوي،۱۰ زره نور ټپیان شوي او ۲۹۵۹ کسان د ملي اردو ځواکونو لخوا نیول شوي دي.

د ملي دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخیل وویل، د ۱۳۹۹ کال پر مهال د طالبانو ۸ ټنه چاودېدونکي توکي، ۵۲ موټر او موټر سایکل بمونه هم له‌منځه وړل شوي دي:

 د تېر یو کال پر مهال د طالبانو ۵۷۵۱۵ کیلو ګرامه نشه‌يي توکي له‌منځه وړل شوي او د دې ډلې ۳۱۸ قرارګاه وې ویجاړې شوي دي.

د ملي دفاع وزارت د مالوماتو پر بنسټ، تېر کال د هیواد په اوو ولایتونو او ۱۳۲ ولسوالیو کې طالبانو ډله ییز بریدونه وکړل او غوښتل یې چې یادې ولسوالۍ سقوط کړي، خو ونه توانېدل، اوس مهال افغان ځواکونه ۹۷ سلنه عملیات خپله پلانوي او عملي کوي.

د ملي دفاع وزارت مسولینو زیاته کړه ، تېر کال د دفاعي ځواکونو په لیکو کې ۳۹۰ مېرمنې جذب شوي دي، چې له ډلې یې ۸۰ تنه اماراتو او هند ته د نظامي زدکړو لپاره لېږل شوي دي، همدا راز ۳۸۲۷۹ سرتېرو نظامي زده کړې تر لاسه کړي دي.

ښاغلي میاخېل وویل، اوس مهال په نظامي پوهنتون کې ۱۳۹۳ افسران په زده کړو بوخت دی  او ۱۰۰۱ نور بهرنیو هېوادنو ته زده‌کړو په موخه لېږل شوي دي:

 افغان امنیتي ځواکونه اوس مهال په پراخو نظامي تجهیزاتو سمبال او په دې برخه کې کومه ستونزه نلري، د میاخېل په وینا افغان ځواکونه اوس مهال ۲۴۰ سترې او کوچنۍ طیارې، وسلې، مهمات او نور اړین وسایل په واک کې لري.

ملي دفاع وزارت په خپل کلني راپور کې دا هم ویلي، چې تېر کال یې ۱۰۰۰۰ محلي پولیس چې ۱۰۳ ټولیه کېږي په خپله اډانه کې شامل کړي دي او همدا راز یې د ۲۹۸ کسانو ۱۲۸ دوسیې لویې څارنوالي ته لېږلي دي.

د یاد وزارت مسولینو طالبان د جګړې پر زیاتېدو تورن کړل او زیاته یې کړه، چې خلک دې ویره نه لري، ځکه افغان ځواکونه د ترهګرو ځواب ته بشپړ چمتوالی لري.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب