Post Image

نړیوال بانک وایي، چې له افغانستان سره د ۸۵میلیون ډالرو وړیا مالي مرسته د یاد بانک رهبرۍ له خوا پرون چهارشنبه تصویب شوه.
د نړيوال بانک د مسوولینو په وینا، دغه بانک او د افغانستان بیارغونې صندوق  ۳۹۳میلیون ‌ډالر مرستې د کوويډ‌ـ‌۱۹ ويروس د منفي اغېزو د کموالو، پاکو اوبو ته لاسرسي، حفظ‌‌ الصحې او عامه خدمتونو د پیاوړتیا په برخو کې لګوي.
نړیوال بانک ویلي، چې له یادې مالي مرستې ۵۰ میلیونه به یې د څښاک پاکو اوبو، حفظ الصحې او ۳۵ میلیونه ډالر به د افغانستان ولسي تړون پروګرام کې ولګول شي.
د دوی مالوماتو له مخې یادې مرستې به په کابل، کندهار او هرات ولایتونو کې لګول کیږي.
نړیوال بانک ویلي، چې کوویډ-۱۹ ویروس خپرېدو او جګړې په افغانستان کې جدي اقتصادي او ټولنیزو ستونزې رامنځته کړې دي.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب