Post Image

د ملي دفاع وزارت وایي، امنیتي ځواکونو د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال په کندهار، فاریاب، بلخ او ارزګان ولایتونو کې ۵۱ طالبان وژلي او ۲۱ نور يې ټپیان کړي دي. همدا راز بیا په ننګرهار کې د استیناف محکمې یو کارکونکی وژل شوی او یو بل ټپي دی.
د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د وژل شویو طالبانو له ډلې ۱۲ په بلخ، ۸ په فاریاب، ۱۹ په ارزګان او ۱۲ نور په کندهار ولایت کې وژل شوي دي.
همدا راز ۱۱ په بلخ، ۵ کندهار او ۵ نور په ارزګان ولایت کې ټپیان شوي دي.
 بل‌خوا کورنیو چارو وزارت بیا وایي، د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد  ښار کې د عملیاتو پر مهال د داعش ډلې درې غړي له‌منځه وړي او د یو لوی ترهګریز برید مخنیوی یې کړی.
 د ننګرهار ځایي چارواکي وایي، نامالو وسله‌والو په جلال اباد ښار کې د استیناف محکمې پر دوو کارکونکو برید کړی چې له کبله یې یو تن وژل شوی او یو بل ټپي دی.
فراه ولایت کې هم د ملي امنیت ځواکونو پر موټر مقناطسي ماین چاودنه شوې، خو مرګ ژوبله نه‌لري.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب