Post Image

 لیکنه:  د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رییس ډاکټر محمد اشرف غني

ژباړه: بیت الله حمیدی

افغانان سوله غواړي. دا د څلورو لسیزو راهیسې زموږ تر ټولو مهمه غوښتنه او لومړیتوب دی، څلور لسیزې چې زموږ  د ډېرو د پاره پوره عمردی. د ۲۰۱۸ کال په جون کې افغان حکومت او زموږ خلکو تر ۲۰۰۱ کال ورسته د لومړني اوربند د عملي کولو له لارې د سولې لپاره لومړی خطر په غاړه واخیست. په دې ډول موږ د دریو ورځو لپاره نه یوازې دا چې سوله وغوښته بلکې په سوله کې مو ژوند وکړ. په تېرو دوو کلنو کې موږ د سولې د لاسته راوړلو په موخه ګڼ خطرونه ځکه په ځان ومنل، چې نور موږ په دې لار کې د ماتې خوړولو توان نه لرو.    

تېره اونۍ موږ پرېکړه وکړه تر څو د سولې لپاره  بل خطر ته غاړه کېږدو. د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه د امریکا او طالبانو تر منځ د شوې هوکړې د ځینو برخو د تسهیل په موخه د ۴۶۰۰ طالب زندانیانو تر پرېښودلو ورسته موږ د بلې نویې سختې ستونزې سره مخ شو، دا ستونزه د ۴۰۰ هغو بندیانو خلاصول و، کوم چې د افغانانو او نړیوالې ټولنې د وګړو د وژلو په څېر په جدي جرمونو محکوم شوي وو. موږ ته ډاډ راکړل شوی و، چې د دغو کسانو خلاصول به زموږ سره د خبرو میز ته د کیناستو د پاره د طالبانو وروستۍ غوښتنه پوره کړي.

د اساسي قانون او اخلاقو له مخې دا داسې خطر نه و چې د افغان ولس سره له مشورې پرته ما په غاړه اخیستی وای. تېره اونۍ د افغانستان له ټولو ولایتونو او ټولو قشرونو څخه ۳۴۰۰ ښځې او نارینه  افغانستان د سیاسي رهبرۍ په حضور کې په مشورتي لویه جرګه کې سره را ټول شول تر څو په دې اړه بحث او پریکړه وکړي. دوی د زندانیانو د پرېښودو پرېکړه وکړه او ما یې په سبا د پرېښودو امر امضا کړ. دا د سولې لپاره د افغانانو تر ټولو لوی او وروستی خطر و.       

  په ۲۰۱۸ کې موږ پوهېدو چې د سولې بیه به لوړه وي، خو موږ نه پوهېدو چې دا بیه به څه وي. خو موږ اوس پوهیږو او دا درنده بیه مو پرې کړې ده. د دغو ۵۰۰۰ زندانیانو د پرېښودو بیه د نورو شیانو تر منځ د هغو کسانو کورنیو ته، چې دوی وژلي دي، د عدالت د نه  تامین او د هغوی  زخمونو د نه رغولو په مانا هم ده. همدارنګه د مارچ میاشتې راهیسې موږ د طالبانو د شدید خشونت قیمت هم پرې کوو. زموږ د شمېرو له مخې په تېرو پنځو میاشتو کې چې افغان امنیتي قواوې په دفاعي حالت کې دي طالبانو او د دوی سره تړلو ترهګرو ډلو - د کومې سره چې اړیکې لرل لا هم طالبانو په زغرده نه دي رد کړې ـ ۱۲۲۷۹ افغان امنیتي ځواکونه او عام خلک وژلي یا زخمي کړي دي.    

موږ د سولې قیمت د خپل ژوند په بیه پرې کړی دی، د لسګونه زرو افغانانو د ژوند په بیه، حتا د کوچنیانو تر ټولو سپېڅلی او معصوم ژوند. موږ ټول قیمتونه پرې کړې دي. اوس حتماً باید د دې په بدل کې افغانانو ته د سولې ګټه ورسیږي.

د دې ټول خشونت سربېره افغانان د یوه نوي تحرک،‌ د افغان حکومت او اتباعو ترمنځ قوي اړیکې، له نړیوالې ټولنې سره د یو بهتر پوهاوي او سیاسي رهبرۍ ترمنځ یوالي سره د خبرو میز ته راځي.  

نور د سولې د پروسې د پرمخ وړلو  لپاره یوازې د ډاډ ورکول کافي نه دي.  نور یې وخت دی چې طالبان په جدي او صادقانه ډول د افغانستان د اسلامي جمهوریت له استازو سروه ته د خبرو له لارې یوه سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو او یوه هر اړخیز اوربند د اعلان کولو په موخه کیني. موږ طالبان د یوه واقعیت په توګه منو او موږ په ټینګه یوې داسې سیاسي هوکړې ته د رسېدو لپاره ژمن یو چې د دې واقعیت سره مرسته وکړای شي. د دې په بدل کې طالبان هم باید د افغان ټولنې د نن ورځې بدل شوي حقایق ومني. طالبان باید زموږ سره د افغانانو د تېرو ۱۹کالو  لاسته‌ راوړنو د ساتلو او پراختیا لپاره ګډ کار وکړي. چې په دې کې به د دوی د زرګونو جنګیالیو د ګټو د خوندیتوب،‌ د راستنېدونکو او کډوالو په شمول په ټولنه کې د هغوی د عاجل جذب او تنظیم هم شامل دي.            

په دې لړ کې د نړیوالې ټولنې اسانتیاوو جوړونکی، په خبرو کې منځګړیتوب، د تحرک تضمین او زمینه مساعده‌ونکي کراردار حتمي دی. همدارنګه زموږ نړیوال همکاران حتماً باید په ټولو هغو ارزښتونو ټینګ ودریږي د کومو د لاسته راړولو  لپاره چې موږ په تېرو شلو کالونو کې په ګډه پانګه اچونه کړې ده.  

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو نه یوازې د خپل هیواد د ساتلو او ژغورلو لپاره قربانۍ ورکړې دي، بلکې د ترهګرۍ ضد هغو موخو د تعقیب لپاره یې هم قربانۍ ورکړي دي کوم چې زموږ، د امریکا  متحدو ایالاتونو او نړیوالې ټولنې تر منځ شریکې دي.‌ زموږ ځواکونو د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ میاشتې راهیسې د عملي جنګ ټول مسوولیت په غاړه اخیستی دی، او له همغې راهیسې افغان حکومت په دوامدار ډول داسې تګ لارې عملي کړي دي چې له مخې یې په امریکایي مالیه ورکوونکو فشار کم شي. موږ د امریکا له متحدو ایالاتونو او خپلو نړیوالو همکارانو، زموږ له امنیتي ځواکونو څخه د هغوی د دوامداره ملاتړ له امله مننه کوو، کوم چې د سولې په پروسه کې د پرمختګ لپاره لا ډېر ارزښتمن دی. 

موږ له طالبانو سره د خبرو د پایلې په برخه کې د امریکا له متحدو ایالاتونو او نړیوالې ټولنې  سره ګډ لرلید لرو: یو داسې ازاد، متحد، ډیموکرات افغانستان چې د ځان، سیمې او نړۍ سره سوله لري، د تېرو دوو لیسیزو د لاسته ‌راوړنو د ساتلو او پراختیا وړتیا ولري.

موږ ټول باید د دې لرلید د لاسته راوړلو د پاره سره یو موټی شو. کوم چې له جنګ څخه متفاوت قوت ته اړتیا لري. دا له موږ غواړي تر څو زغم تجربه کړو، له ځان تېرېدنه ولرو او د سولې د بیې لپاره لا ډېر تاوان پرې کړو. خو دوامدارې سولې ته د رسېدو په لار کې ناکامي په هیڅ ډول د منلو وړ نه ده. ځکه دا ماتې به تر حد ډېره مرګونې بیه ولري، چې افغانان او زموږ نړیوال همکاران یې په هیڅ ډول نه شي پرې کولای.


یادښت: دا لیکنه د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې کې د اګسټ په ۱۴مه خپره شوې ده.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب