Post Image

«د پوهنې وزارت جوماتونه په خپل تعلیمي ایکو سیستم کې شامل کړي، چې د هغو پر بنسټ د ۱-۳ ټولګیو ټول زده‌کوونکي به خپل تعلیمات په خپلو محلي جوماتونو کې ترسره کوي. د زده‌کړې په دریو لومړنیو کلنو کې، جومات ته تګ به یو پیاوړی اسلامي هویت روښانه او څرګند شي.»
دا هېښوونکی خبر د ۱۳۹۹ د لیندۍ په ۱۶ نېټه د پوهنې وزارت پر فیسبوک پاڼه خپور شو.
په دې اړه څو ټکو ته باید پام وکړو:
۱. دا دوره د رسمي زده‌کړو د پیل او خورا حساسه دوره ده، ځکه چې ماشومان په لومړي ځل له خپلې کورنۍ به غیر په بله اجتماع کې ګډېږي. نوی محیط باید دوی ته د خوندیتوب، ډاډ او صمیمیت احساس ورکړي. همدا وجه ده، چې د لومړۍ دورې معلمان/ معلمانې باید خورا مهربان/ مهربانې وي. له بلې خوا هڅه باید وشي، چې د دې دورې تدریس مېرمنو، هغه هم د پاخه عمر مېرمنو ته وسپارل شي، چې د ځوانۍ له احساساتي عمره تېرې او د پخوالي عقلاني عمر ته رسېدلې وي. پخې مېرمنې چې په‌خپله اولادونه لري، له ماشومانو سره په سلوک تر نورو ښې پوهېږي، خو که ماشومان په جوماتونو کې دا دوره پیل کړي، لومړی خو ملایان ټول نارینه دي او معمولاً نه پوهېږي، چې له ماشومانو سره څنګه چلند وکړي. ماشومان به هلته د خوندیتوب پر ځای د ناخوندیتوب او د ډاډ پر ځای د وېرې احساس وکړي، ځکه له بده مرغه زموږ اکثره ملایان سخت زړي دي. له دوی سره د مدرسې د ویلو پر مهال خشونت شوی وي. دوی په وهلو ډبولو درسونه زده‌کړي وي او معمولاً په خوارۍ سره یې ژوند کړی وي. وتلی ارواپوه آلفرد آدلر باور لري، چې کله له ماشومانو سره پر له پسې تشدد کېږي، دوی د حقارت په عقدې اخته کېږي او بیا همدا ماشومان چې لوی شي، په لاشعوري ډول خپل غچ له نورو ماشومانو او تر لاس لاندې کسانو څخه اخلي. هر څوک چې جومات ته د سبق ویلو لپاره تللی وي، د ملایانو تشدد او خشونت به یې لیدلی وي.
۲. سره له دې چې ښوونکي/ ښوونکې دوه یا څلور کاله د معلمۍ مسلکي زده‌کړې کوي او د تدریس اصول، ارواپوهنه، پیداګوژي او نور ضروري مضمونونه لولي، خو بیا هم ځینې یې څنګه چې باید وي، هغسې سم تدریس نه شي کولی؛ نو ملایان چې په دې موضوعاتو هډو خبر هم نه دي، څنګه تدریس به وکړي؟
۳. ملایانو هر څه حفظ کړي دي، ځکه چې په مدرسو کې د درسونو د یادولو یوازینی میتود همدا حفظ کول دي، حال دا چې د افغانستان نوی تعلیمي نصاب قابلیت محوره نصاب دی. په دې ډول نصاب کې هڅه کېږي، چې شاګردان مختلف مضموني او د ژوند قابلیتونه زده کړي. قابلیت د پوهې، مهارت او ذهنیت تلفیق دی. که ملایان دا نصاب تطبیق کړي، شاګردان به مجبوره کړي، چې هر څه د طوطي غوندي حفظ کړي، خو هېڅ قابلیت حاصل نه کړي.
۴. د نوي نصاب کتابونه په نوي سیستم لیکل شوي دي، چې دغه برخې په کې شاملې دي: غږپوهنه (د تورو او غږونو رابطه او د کلمو هجا)، روان لوستل، د مفهوم درک کول، د شاګردانو له پخوانۍ پوهې او تجربې سره د نویو موضوعاتو رابطه، د شاګردانو د تفکر او تخیل وده، اجتماعي عاطفي زده‌کړه ... په اجتماعي عاطفي زده‌کړه کې شاګردان باید زده کړي، چې څنګه خپل احساسات او عواطف وپېژني، په عواملو یې وپوهېږي، د کنټرولولو لارې چارې یې زده کړي، د نورو احساساتو ته درناوی وکړي، د شخړو منطقي او سوله‌ییز حل زده کړي، ځان ته موخې وټاکي، موخو ته د رسېدو لپاره پلان جوړ کړي او د پلان د عملي کولو لپاره استقامت او هوډ ولري. دا هغه څه دي ان زموږ اکثره مسلکي معلمان یې هم په تدریسولو سم نه پوهېږي او کافي روزنې ته اړتیا لري.که وغواړو چې ملایان د دې کار جوګه کړو، کلونه کلونه ورته په کار دي چې پر دې موضوعاتو سر خلاص کړي، هغه هم که وغواړي چې زده یې کړي.
۵. په نوي نصاب کې د مضموني قابلیتونو تر څنګ، شاګردانو ته د ژوند قابلیتونه باید ورکړل شي. د افغانستان د ټولنې د خاصو ضرورتونو او د نورو ټولنو بریالیو تجربو ته په کتلو سره، د نوي تعلیمي نصاب لپاره لاندې قابلیتونه غوره شوي دي: (۱) جامع سواد، (۲) ځاني مدیریت، (۳) نقادانه تفکر، (۴) نوښت او خلاقیت، (۵) د ستونزې حل، (۶) مفاهمه، (۷) همکاري، (۸) د څنګه زده کولو زده‌کړه،  (۹) معلوماتي او ارتباطي ټکنالوژي. دا قابلیتونه د مختلفو درسي فعالیتونو له لارې په شاګردانو کې وده کوي. ملایان په دې مفاهیمو نه پوهېږي او د درسي فعالیتونو تطبیقول به ورته ډېر ګران وي. له بلې خوا په دې منځ کې ځینې داسې قابلیتونه هم شته، چې ملا ګرد سره ورسره جوړ نه دی، لکه نقادانه تفکر، نوښت او خلاقیت ځکه چې که خلک نقادانه تفکر ولري، ملا خپل شخصي باور یا د یو چا نظر د اسلام د نظر په نامه ورباندې نه شي منلی. څوک چې نقادانه فکر وکړي، د هرې خبرې دلیل او ثبوت غواړي، دا د ملایانو بېخي نه خوښېږي. همدارنګه ملایان داسې روزل شوي دي چې نوښت او خلاقیت نه پېژني. دوی ته ښه شاګرد هماغه وي، چې یوازې د بګۍ آس وي.
 ۶. زموږ اکثره منبرونه د سخت دریځو او بنسټپالو په ولکه کې دي. وجه یې دا ده، چې د جهاد په کلونو کې اکثره مدرسې د ترهګرۍ په روزنځایونو بدلې شوې وې او د ملایانو اوسنی نسل په همدې مدرسو کې روزل شوی دي. که د جوماتونو د جمعې د ورځو خطبې واورو، را معلومېږي چې څومره ملایان او خطیبان مو بنسټپالي دي. دوی ته وطن معنا نه لري او که یو نیم وطنپال په کې پیدا شي، وژل کېږي. نو که د ماشومانو د روزلو دنده دوی ته وسپارو، راتلونکی نسل به مو د منځنیو پېړیو په مفکورو سمبال وي، چې د تمدن هر مظهر به ورته کفر ښکاري. 
۷. ملایان ځان ته په قدسي درجه قایل دي او ځان تر نقد او نظارت پورته ګڼي. دوی خلکو ته داسې مفکوره ور القأ کړې ده، چې پر ملا نیوکه پر دین نیوکه ده، نو څوک به دومره زړور وي، چې دوی وڅاري، د تدریس بڼه یې وګوري، نیمګړتیاوې یې په ګوته کړي او د اصلاح لپاره یې مشورې ورکړي؟
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب