Post Image

د ولسي جرګې ځینې غړي او ځايي خبريالان وايي، په جوزجان ولايت کې۱۰زره نامسوول وسله‌وال د ټول ولايت امنيت ګواښي. دوی وايي، د نامسوولو وسله‌والو تر څنګه د جوزجان په ۸۰ سنله خاور  طالب  اورپکي پراخ فعالیت لري او هر ورځ له افغان ځواکونو سره په جګړه بوخت وي.

په ولسي جرګه کې د جوزجان استازې حلیمې صدف کریمي افغانیې ته وویل، په ياد ولایت کې ۱۰ زره نامسووله وسله‌وال فعالیت کوي او د ټولو هدفي وژنو تر شاه د دې کسانو لاس دی.

کريمي زیاتوي، دغه نامسوول وسله‌وال د جوزجان په هر سیمه کې په پراخ ډول په غیر قانوني توګه په فعالیت بوخت دي او څوک یې په وړاندې د غږ پورته کولو جرئت نه‌شي کولای.

اغلې کریمي په خبره، د جوزجان ولس د دې کسانو له کړنو تر پوزې راغلی او له حکومت غواړي، چې د دې کسانو مخه ونیسي:

په جوزجان کې هر شپه دغه نامسووله وسله‌وال له نظامي یونفرم په ګټې اخیستنې د سوداګرو کورنه لوټي او له خلکو باج اخلي.

د هغې په خبره د جوزجان ۱۱ ولسوالیو له ډلې په ۹ ولسوالۍ کې وسله‌وال طالبان له افغان ځواکونو سره په سختې جګړې بوخت دي.

سرچینه وايي، څو وارې دغه خبره له اړوند مسوولیونو سره په ولایت او مرکز کابل کې شریکه کړې ده، خو کره ځواب یې نه دی تر لاسه کړی.

ځايي خبريالان وايي، د جوزجان په ځينو سيمو کې نامسوولو وسله‌والو او طالبانو لاسونه سره پټ کړي، يو د بل ګټې خوندي کوي.

دوی که څه هم د چا نوم نه اخلي خو وايي، دا وسله وال د ځينو پخوانيو رهبرانو او مشهورو قومندانانو له  لوري حمايه کېږي، ستونزه دا ده، چې هېڅوک يې پر وړاندې غږ نه‌شي پورته کولای:

د دې وسله‌والو له امله ان د خلکو ناموس هم خوندي نه دی.

د وسلي جرګې  غړی عزيزالله الفتي وايي، په جوزجان کې دوه ډوله وسله وال فعاليت کوي، يوه ډله يې د ولسي پاڅونوالو تر چتر لاندې فعاليت کوي، بله ډله يې بيا په خپل سر فعاليت کوي، دوی خلک ځوروي، غلاوې کوي او د خلکو ژوند يې تياره کړی دی:

حکومت هم په جوزجان کې د سياسي ملاحظاتو له امله هېڅ مداخله نه کوي، نو ځکه خو حالت بېخونده شوی دی.

د جوزجان ځايي مسوولین په دې ولایت کې د نامسووله وسله‌والو فعالیت تاییده وي، خو وايي، شمېر یې ډېر محدود دی.

د جوزجان امنیه قومندان ویاند احمد مسعود افغانیې ته وویل، له شک پرته په دې ولایت کې غیر مسوول وسله‌وال فعالیت کوي، خوشمېرې يې دومره  نه دي او دا کسان د حکومت تر  څار لاندې دي:

 موږ د جوزجان په هر سیمه کې چک پاینټونه لرو او هر چا سره چې غیر قانوني وسلې پیدا شي، ترې اخیستل کېږي.

د ښاغلي مسعود په خبره دغه کسان په انفرادي ډول فعالیت کوي، هېڅوک يې ترشاه ولاړ نه‌دي.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب