Post Image

موټر چلوونکي، مسافر او سوداګر وايي، د دریو اوونیو په تېروېدو لاهم د کابل- کندهار لویه لار د موټر چلوونکو او مسافرو پر مخ تړلې، هیچا ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کیږي. د مالوماتو له مخې، د کابل-کندهار لويې لارې په اوږدو کې ۱۵۰ پلونه او پلچکونه طالبانو په بمونو الوزولي دي.  
د ولسي جرګې غړي وایي، نه یوازې د کابل- کندهار بلکې د کندهار- هرات لويو لارو کې موټر چلونکو او ترانسپورتي  اتحایدو کاربندیز کړی، لارې د موټر چلونکو او مسافرو په مخ تړلي دي، دا لارې ځکه تړل شوې، چې له موټرچلوونکو څخه ناقانونه پيسې اخستل کېږي.
په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي ګل احمد کمین افغانیې ته وویل، په لویو لارو کې د موټر چلونکو څخه د طالبانو او نورو ډلو په ګډون پولیس هم په لس‌ګونه ځایه باج اخلي.
دی زياتوي، په لویو لارو کې موټر چلونکي د پیسو د نه ورکړې له کبله د پولیس له خوا توهینیږي، تهدیديږي او ان وژل کیږي.
کورنیو چارو وزارت پر لویو لارو د باج اخیستنې په برخه کې تر دې دمخه اصلاحي اقدامات یادونه کوي او وایي، د یاد وزارت د دستور پر بنسټ، ۱۸۶ د پولیسو هغه پرسونل چې په اړه یې شکایتونه شوي وو، له دندو ګوښه او د پېژنتون فعال احتیاط ته ور پېژندل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین افغانیې ته وویل، یاد وزارت په لویو لارو کې د پولیس د فعالیتونو د څارنې لپاره سیارې ګزمې لري.
نوموړی وایي، په لویو لارو د باج اخیستلو شکایتونو ورته ورسیدلي خو زیاتوي، ځینې موټر چلونکي بیا ددې لپاره چې د ټرانسپورتي شرکتونو څخه ډېرې پیسې واخلي، په پولیسو د باج اخیستلو تور لګوي، خو په اصل کې دوی هغه پیسې د ځان لپاره اخلي.
بلخوا بیا  خلک شکایت کوي، چې د خوراکي توکو بیه ‌‌‌‌‌خورا لوړې شوې چې ویل کیږي لامل یې د بار وړونکو موټرو کار بندیز دی.
ښاغلی کمین وایي، بله ستونزه د لارو په اوږدو کې ترانسپورټي چکپاینټونه دي؛ چې پرېکړه شوې وه، موټر چلونکي باید خپل محصول د ګمرګ له لارې ورکړي، څو د فساد مخه ونیول شي، خو اوس بیا هڅه کیږي، چې یاد چکپایټونه بیرته فعال شي او په هره سیمه کې باید په چکپاینټونو کې محصول ورکړي، چې په دې ډول فساد ته زمینه برابریږي .
 ښاغلی کمین د ټول ګټو وزارت له خوا په لویو لارو کې د بریښنایي تلو نه موجوديت هم له جدي ستونزو يادوي او وایي:
« پرېکړه شوې وه، چې يادې تلې باید ډیجيټلي شي، تر څو د فساد مخنیوی وشي، خو اوس بېرته دا تلې پرته له دې چې بریښنایي شي فعالې شوې دي، دې څه هم پراخ فساد ته لار اواره کړې ده.»
د ټول ګټو وزارت په دې اړه وایي، د افغانستان په لویو لارو تلې شته او دولت په کنترول کې دي،  د یادو تلو د بریښنايي کولو چارې پیل شوې، چې له دې کار سره به په نېږدې راتلونکي کې یادې تلې هم په مرکز او هم په ځينو مهمو سیمو کې څارل کیږي.
د ټول ګتو وزارت ویاند ښاغلی خلیل رحمن امید افغانیې ته مني، چې دا تلې بریښنايي نه‌دي او حتا ځینې یې غیر فعالې دي:

« د ناامنیو او ځینو نورو ستونزو له کبله ځینې تلې غیر فعالې شوې دي. په لویو لارو کې ټوټال ۵۴ تلې شته، له دې ډلې ۴۸ تلې فعالې دي چې په راتلونکي کې به یې شمېر ۸۸ ته ورسیږي.»

                                    

بلخوا ډېری موټر چلوونکي وايي، د کابل کندهار لویه لاره ویجاړ شوې، چې تګ را تګ یې ستونزمن کړی دی. دوی وايي، هر پل څو ځله له منځه تللی، سرک ویجاړ شوی او لار په ساعتونو اوږده شوې، که چیرې سړک جوړ وي، په ۴ یا ۵ ساعتونو کې مسافر له کابل څخه کندهار ته رسيږي، خو اوس ۱۰ تر ۱۲ ساعتونو لار اوږده شوې ده.
ښاغلی امید وایي، لویې لارې د دولت مخالفینو له خوا د ماینونو په مټ ویجاړیږي او ددې ترڅنګ د درنو بار لرونکو موټرو تګ را تګ له امله هم د کابل کندهار لویه لار زیانمنه شوې ده.
مالومات په داګه کوي په وروستیو دریو کلونو کې د کابل کندهار پر سړک شاوخوا ۱۳۸ پلچکونه او ۱۲ پلونه تخریب شوي دي.
له دې ډلې د کندهار په ۵۰ کیلومترۍ کې ۲ پایې پلچکونه، زابل کې په ۱۷۰ کیلو متر سړک چې د کابل- کندهار د لویې لارې اړوند راځي، شاوخوا ۵۰ پلچکونه او ۱۲ پلونه وران شوي دي. همدا شان په روان کال کې په دې ولایت کې ۳ پلونه نړول شوي، چې ۲ بېرته رغول شوي دي.
همداراز د کابل- کندهار پر لویه لار د غزني ولایت اړوند ۱۸۴ کېلو متره سړک په اوږدو کې شاوخوا ۳۶ پلچکونه وران شوي، چې موقتاً بیرته له خاورو او شګو ډک شوي تر څو لاره  پرانستې وي.
په وردګو کې له میدان ښار څخه د غزني تر ساحې پورې د ۵۰ کیلو متره سړک په اوږدو کې ۵۰ پلګوټي په بمونو الوزول شوي دي.
د ټول ګټو وزارت د کابل کندهار لویه لارې د بیا رغونې خبر ورکوي او وایي، د یاد سرک د ډیزاین او سروې چارې پیل شوې، کله چې بودجه پيدا شي، ددې ترڅنګ چې ويجاړ شوی سړک به ورغول شي، نوی سرک به هم  وغځول شي.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب