Post Image

د هلمند ځایي مسوولين وایي، امنیتي او دفاعي ځواکونو په نادعلي، ۶۰۱ نمبر لویه لار او مرکز اړوند بابا جي سیمو کې د طالب وسله‌والو پر وړاندې شديد عملیات پیل کړي او ډېر ژر په هغه سیمې بېرته ونیسي، چې د طالبانو لاس‌ته لوېدلې دي.  
مسوولين وايي، تر اوسه د طالب  وسله‌والو ۳۰۰ جنګیالي وژل شوي، تر ۵۰۰ نور ټپیان شوي دي.
د مالوماتو  له  مخې، د تېرې اته ورځنۍ جګړې له امله د ياد ولايت تر نږدې ۵۰ زره کسان بې ځایه شوي او په مرکز لښکر ګاه کې په خورا ناوړه حالت کې ژوند تېروي.
د هلمند امنیې قومندانۍ مطبوعاتو مسوول دین محمد ځلاند افغانیې ته وویل، تېره شپه هم په ځینو سیمو کې جګړه روانه وه، امنیتي ځواکونو د سیمو بېرته نیولو لپاره عملیات پیل کړي، ژر به هغه سیمې بېرته ونیسي، چې د طالبانو لاس کې دي.
ښاغلي ځلاند وویل:
(( د عملیاتو په ترڅ کې د ناوه ولسوالۍ امنیت بېرته د ډاډ وړ حالت ته ګرځېدلی، د دې ولسوالۍ لاره هم خلاصه شوې، په نادعلي، ۶۰۱ نمبر لویه لار او بابا جي سیمو عملیات روان دي.))
نوموړي وویل، تر اوسه په دې جګړه کې ۳۰۰ طالب وسله وال وژل شوي، تر ۵۰۰ نور ټپیان دي، چې د درملنې په موخه پاکستان ته وړل کیږي، تېره شپه هم د ګرشک ولسوالۍ یخچال سیمه کې پر دې ډلې هوایي برید شوی ۶ وسله‌وال یې وژل شوي، همدا راز وړمه ورځ هم ناوې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال په یو هوایي برید کې ووژل شو.
د هلمند د ګډوالو چارو رییس سید محمد رامین افغانیې ته وویل، هلمند کې د وروستیو جګړو په پایله کې له نادعلي، ناوې، ګرشک او مرکز اړوند باباجي سیمو تر اوسه ۷۰۰۰ کورنۍ بې ځایه شوې، چې د لښګرګاه ښار په یو شمېر امن سیمو کې په بد حالت کې ژوند کوي.
ښاغلي رامین وویل، موږ په منځني ډول هرې کورنۍ ته ۷ کسان په نظر کې نیسو، چې څلور لویان او درې ماشومان په راځي، نو په دې حساب ټول بې ځایه شوي ۴۹ زره کسان دي چې ۲۱زره یې ماشومان دي.
نوموړی وایي، د مرستو ویش لپاره تخینکي ټیمونه کار کوي، تر څو ټولې کورنۍ ثبت او مرسته تر سره شي:
(( وړمه ورځ ۱۲۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته شوې چې په‌کې اوړه، غوړي، وریجې او نور خوراکي توکي شامل دي، همدارنګه تېره ورځ هم ۱۵۶ کورنیو سره د یونیسف او USID په مرسته هرې کورنۍ ته ۱۱ زره افغانۍ، خیمې او خوراکي توکو مرسته شوې ده.))
رامین وویل، تېره ورځ یې د یونیسف، WFP، ډاکا، USID  او یو شمېر نورو مرسته کوونکو بنسټونو سره په ګډه د بې ځایه شو کورنیو سروې پیل کړې، ژر به ټولو کورنیو ته مرستې ورسيږي.
خو د ولایتي شورا استازي بیا د بې‌ځایه شوو کورنیو شمېر له دې هم لوړ ښیي، او  وایي، چې  تر اوسه  یادو کورنیو سره هغه ډول چې په کار وه مرستې نه دي ترسره شوي، یوازې ولایت مقام له کم شمېر کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې، نورې کورنۍ په بد حالت کې ژوند کوي.
د ولایتي شورا رییس عطالله افغان افغانیې ته وویل:
(( په یادو جګړو کې تر دې دمه ۱۲ زره کورنۍ بې‌ځایه شوي چې په‌کې نږدې ۲۰ زره ماشومان شامل دي، اوس مهال د مرکز لښګرګاه امن سیمو کې تر شنه اسمان لاندې بد حالت کې ژوند کوي.))
ښاغلي افغان وویل، ولایتي شورا هڅه کوي، چې د سر پناه په برخه کې بې ځایه شوو ته یو مشخص ځای پیدا کړي، بې ځایه شوي نن د ولایت مقام مخې ته راټول شوي او له حکومت د مرستې غوښتنه کوي.
له دې وړاندې د  ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي و، هلمند کې له بې ځایه شوو کورنیو سره به ژر مرستې تر سره شي.
ښاغلي صالح پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي و، په مرکز کابل او هلمند کې ځانګړي ټیمونه کار کوي، تر څو د هلمند خلکو ته مرستې چمتو او ووېشي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې ویلي و، د افغانستان سوېلي هلمند کې جګړې له کبله نژدې ۲۰۰ ملکي وګړي وژل شوي، یا ټپیان شوي دي.
هلمند کې د جګړو دوام سره هم مهاله بشر حقونو کمیسیون د ملګرو ملتونو استازولۍ، ناټو، امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو د جنګ له ښکېلو خواوو غوښتي، تر څو یوې دایمي سولې ته رسېدو په موخه تاوتریخوالی کم کړي.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب