Post Image

د نشه يي توکو کارباريان، لويې مافيايي کړۍ، محلي طالب قومندانان او سرګروپان د سيمې له استخباراتو سره يوځای په دې لټه کې دي، چې د طالبانو بديل جنګيالي پيدا کړي، په ځينو سيمو کې د دغه وسله والو جنګياليو تر سيوري لاندې خپل تور کاربارونه وغځوي او د جګړې نوې جبهې ګرمې کړي.

دا کيسه له هغه وروسته د افغانستان په ځينو سيمو کې په ګرمېدو شوه، چې کله وسله والو طالبانو د روان زيږديز کال د فبرورۍ په ۲۹مه په قطر کې له امریکا سره د سولې هوکړه وکړه. يوه ډله هغه طالب قومندانان او سرګروپان د سيمې له استخباراتو او د نشه يي توکو له لويو قاچاقبرو سره په دې لټه شول، که د طالب اورپکيو ماموريت نور ختم او يا هم بدل شي، چېپټر يې بشپړ شي، دوی ته پکار ده چې په نويو لارو چارو فکر وکړي، ځينې همداسې سر سپارلي جنګيالي د جګړې ليکو ته جذب کړي، چې په مرسته يې خپل تور کاربارونه پرې خوندي کړي.

د طالب اورپکيو جګړه څنګه چليږي؟

د بي بي سي له لوري د ۲۰۱۸ کال په ډېسمبر کې خپاره شوي مالومات ښيي:

«له ۲۰۱۱ کال راهیسې د طالب اورپکو کلني عواید شاوخوا ۴۰۰ میلیونه ډالره اټکل کېدل، خو په ۲۰۱۸ کال کې په دې عوایدو کې زياتوالی راغی او کېدای شي، له دې درکه هر کال تر ۱.۵ میلیارده ډالرو پورې رسېدلي وي، چې لويه برخه يې د نشه يي توکو د کښت، قاچاق او د هغه د امنيتي ساتنې له درکه تر لاسه کېدل.»

د کارباراو عوايدو د سرچينې په همدې ځای نه ختميږي، بلکې کال تر بل په لوړېدو دي، کېدای شي، دا عوايد اوس څه نور هم لوړ شوي وي.

 ددې عوايدو لويه برخه نشه يي توکي، په ناقانونه ډول د کانونو سپړنې او په دريم ګام کې له ولس څخه د عشر او زکات ترڅنګ له لويو شرکتونو څخه د پروژو د پلي کولو په صورت کې د باج اخستل بلل کېدای شي.

بل لورته د سيمې استخبارات او نړيوالې ترهګرې ډلې هم د طالبانو د جګړې د مالي ملاتړ پوره درانه پيټي ور سپکوي، نو ځکه خو د طالبانو ډېری مشران اوس بلا شتمنۍ او پانګونې لري، دوی دا شتمنۍ تر ډېره په ګاونډيو او عربي هوادونو کې زېرمه کړي دي.

له بل لوري، ګڼ شمېر طالب مشران په يوه نوې لوبه اخته دي، په ځينو ولايتونو کې د نشه يي توکو مافيا، د وسلو کارباريان او د افغانستان د کانونو قاچاقبر د خپلو ګټو د خوندي کولو په موخه نوي طالباني ګروپونه جوړوي او هڅې يې دا دي، چې په نويو جنګياليو خپلې ګټې خوندي کړي او دا ځل بيا په هغو سيمو کې لوبه پيل کړي، چېرته چې د وسلو، نشه يي توکو او کانونو ښه مارکېټونه دي.

ځايي مالومات دا دي، د هلمند په بهرامچه کې، هغه ځای چې د نشه يي توکو لوی لابراتوارونه، د وسلو د پېر او ستر مرکزونه او د قاچاقبرو د پام وړ تم ځای دی، د نشه يي توکو کارباري طالب قومندانانو، مافيا او د سيمې استخباراتي کړيو ځينو غړو يوازې په روان کال کې شپږ داسې غونډې کړې، چې د جګړې په نويو جبهو، تور کاربار او قاچاق په تړاو يې خبرې کړې دي. دلته ويل شوي، که يې ځينې مشران روغه کوي، د دوی د کاربارونو برخليک به څه کېږي؟ پکار ده چې بديل يې ولټوي.

 په دغو غونډو کې د سيمې هېوادونو د څارګرو ادارو استازو هم ګډون کړی او دوی ته يې د راتلونکي ملاتړ ټټر ډبولی دی. دغو طالب قومندانانو خپلو جنګياليو ته ويلي، چې جګړه بايد تر هغه دوام وکړي، ترڅو افغان حکومت رانسکور کړي.

 طالبان له خپلې جګړې چې د ولس ترمنځ يې مذهبي رنګ ورکړی، په اصل کې د نشه يي توکو د کاربار، بهرنيو استخباراتو او ځينو کړيو د ګټو لپاره کار کوي، مشخصو کسانو په افراطي ډول ځينې احساساتي زلميان له نېږدې دوو لسيزو راهيسې وجنګول، هم يې ولس پرې وځپلو او هم يې هره ورځ د دوی مړي تر هديرو ورسول. دوی په دې جګړې سره د افغانستان د پرمختګ ټولې لارې وتړلې، له زېربېنايي پروژو نيولې تر عادي پروژو پورې، له ښوونځي او روغتون نيولې، د بزګرۍ تر سيستم او ان سر شمېرنې پورې يې د ټولو پرمختيايي چارو مخه ونيوله. د طالبانو دې جګړې افغانستان د نړۍ پر سټېج نوم بدی کړ، د ترهګرۍ او نشه يي توکو په نوم يې تور داغ پرې ولګولو. د دوی دې جګړې په هېواد کې پراخه فساد ته لار پرانيسته، هغه مرستې چې د افغانستان لپاره شوې وې، شخصي جيبونو ته ښکته شوې، ددې ټولو پړه د هغه چا پر غاړه ده چې جګړې ته يې سپېڅلی نوم ورکولو.

اوس پوښتنه دا ده، چې ايا کوم تضمين موجود دی، چې طالبان به خپله جګړه نوره ختموي؟

که حالات داسې وي، چې د طالبانو يوه ډله سوله غواړي، بله ډله يې د سيمې له استخباراتو سره يارانه پالي، بله ډله يې د نشه يي توکو کاربار او ګټه وټه نه پرېږدي، بيا خو د سولې دا روانې هڅې هسې يو خوب دی، ځکه چې امتيازات به واخلي، خو افغانستان به امن نه کړي، دا جګړه به نوره هم خونړۍ او لېونۍ کړي.

جاويد ببر

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب