Post Image

د افغانستان د عامې روغتيا وزير احمد جواد عثماني وايي، له بیرونيو ادارو سره يې په روغتیایي برخه کې قردادونه درولي او هغه قردادونه چې له پخوا په غیر قانوي ډول لاسلیک شوي و، فسخ شوي، چې له درکه یې ۶۳.۵ میلیونه ډالر بېرته د حکومت خزانې ته سپارل شوي دي.
نوموړی زياتوي، په دې وروستیو کې چې کوم پنځه کسان د فساد په تور نیول شوي، درې یې د عامې روغتیا وزارت کارکوونکي دي، چې په روغتونونو کې دندې لري:
عامې روغتیا وزات له فساد سره مبارزې برخه کې ژمن دی او هر هغه څوک چې فساد ته زمینه برابروي، پر وړاندې به یې جدي مبازه وشي.
له دې وړاندې د افغانستان لویې څارنوالۍ ویلي و، چې د عامې روغتیا د وزیر احمد جواد عثماني ورور، کاکا زوی او د دې وزارت درې نور غړي د فساد په تور نیول شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، افغانستان اوس مهال د کرونا ویروس په ښه وضعیت کې قرار لري، خو اړینه ده، ټول تلونکي او راتلونکي مسافر د کرونا ټېسټ له ځانه سره ولري، ځکه د کرونا نوې بڼه زموږ تر ګاونډیو هېوادونو را رسېدلې ده.
د عامې روغتیا وزیر احمد جواد عثماني نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل، د کرونا ویروس نوې بڼه د افغانستان ګاونډیو هېوادونو، پاکستان او هند پورې را رسېدلې، هیله ده یادو هېوادونو ته تلونکي او راتلونکي  خلک تر څلورو اوونیو خپل سفرونه وځنډوي، ځکه افغانستان لا هم د کرونا نارغۍ د نوې بڼې د تشخیص ظرفیت نه‌لري.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب