Post Image

د کورنیو چارو وزارت چارواکي وایي، وسله‌والو طالبانو پرون د بدخشان، هلمند او فراه ولایتونو په امنیتي پوستو بریدونه کړي چې د امنیتي ځواکونو په غبرګون کې ۷۹ طالبان وژل شوي او۴۶ نور ټپیان دي.

د یاد وزارت ویاند طارق ارین زیاتوي، وسله‌والو طالبانو د بدخشان وردوج ولسوالۍ په امنیتي پوستو د برید پرمهال د امنیتي ځواکونو له کلک غبرګون سره مخ شوي په دې نښتو کې ۱۵ وسله‌وال طالبان ووژل شول او ۴۰ نور ټپیان شول.

د ښاغلي ارین په وینا، په هلمند ولایت کې هم طالبانو ورته بریدونه کړي چې په ترڅ کې د دې ډلې ۱۰ جنګیالي وژل شوي دي.

دغه راز وسله‌والو طالبانو د فراه په پشت رود، بالا بلوک، انار دره او لاش و جوین ولسوالیو کې بریدونه کړي چې په پایله کې ۴۴ تنه وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.

د فراه ځايي چارواکي وایي چې په دې نښتو کې دوه ملکیان هم وژل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت چارواکي هم وایي چې د سمنګان-کابل لویه لار کې یې هغه پنځه وسله‌وال طالبان نیولي چې ملکي خلک به یې له موټر ښکته کول.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب