Post Image

د افغانستان مالیې وزارت مسوولین وایي، د ۱۴۰۰ مالي کال د کب میاشتې په لومړیو دوو اوونیو کې ۵ میلیارده ۵۴۴ میلیونه افغانۍ ملي عواید راټول شوي دي.
د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له دې جملې ۶۱۴ میلیونه افغانۍ له مستوفیتونو، یو میلیارد ۳۴۶ میلیونه له مالیاتي عوایدو، ۸۰۱ میلیونه افغانۍ له غیر مالیاتي عوایدو او ۲ میلیارده ۷۸۲ میلیونه افغانۍ له ګمرکونو څخه تر لاسه شوي دي.
 خبر پاڼه همدا راز زیاتوي، چې د روان مالي کال له پیل څخه د کب میاشتې تر ۱۵ مې نېټې پورې ۲۹ میلیارد ۴۵۰ میلیونه افغانۍ ملي عواید راټول شوي او دا لړۍ په شفاف ډول دوام لري.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب