Post Image

د افغانستان ولسي جرګې له نږدې دوه میاشتو بحثونو او دوه ځله رد وروسته نن د ۱۴۰۰ مالی کال بودجه، چې ټول‌ټال ۴۷۳ میلیارده او ۴۱ میلیونه افغانۍ ده، د رایو په اکثریت تصویب کړه. د ولسي جرګې غړي وایي، ټولې مشروع غوښتنې یې منل شوي، نو ځکه خو یې د ولس په غوښتنه دا ځل بودجه تایید کړه.
د ۱۴۰۰ مالي کال بودجې پر‌سر وروسته له هغې نانندرۍ راپورته شوې، چې ولسي جرګې په یاد سند کې د عدالت نه‌شتوالي او ستونزو خبره راپورته کړه. وکیلانو استدلال کاوه، چې د دې سند ۱۹ برخې له پراخه ستونزو او ننګونو ډکې دي او د دولتي ټيټ رتبه کارکونکو معاشونو لوړېدل یې سره کرښه په ګوته کړل.
خو اوس د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمېسیون وایي، مالیې وزارت سره یې له  بحثونو وروسته حکومت ته قناعت ورکړی، چې د ښوونکو او ټيټ رتبه مامورینو په معاشونو کې به ۲۰۰۰ افغانۍ زیات والی راشي.
د مالي او بودجې کمېسیون رییس میر افغان صافي د ۱۴۰۰ کال بودجې سند په اړه د مالوماتو ورکولو پر مهال وویل، د ولسي جرګې ټول اختلافي ټکي حل شوي، د ښونکو او ټيټ رتبه کارکونکو معاشونه لوړ شوي، ولسي جرګې ته خپل صلاحیت بېرته ورکړل شوی او په نورو اختلافي مسایلو هم هوکړې ته رسېدلي دي.
ښاغلي صافي وویل، د بودجې په دریمه مسوده کې ملي دسترخوان پروګرام نه‌شته، ارتقا ظرفیت پروګرام له اکثریت ادارو لغوه شوی، ۹۱، ۹۲ کوډونو کې سپما شوې، د کابل ښارولۍ عواید بودجې ته داخل شوي، د شرکتونو لپاره ۵۰۰ میلونه افغانۍ پور ورکړه له بودجې ایستل شوې، د چاروکاو دسترخوان لپاره به یو منظم پلان جوړېږي:
د برېښنا ریاست یو میلیارد او ۳۰۰ میلونه پور له بودجې اېستل شوی، NTA معاشونو کې ۳۲۵ میلیونه افغانۍ سپما شوې، د نفت او ګازو ادارې لګښت له بودجې لرې شوی او ملي مصالحې عالي شورا بودجه د چارو ادارې پورې تړل شوې ده.
نوموړی وایي، د بودجې په نوي سند کې هغه پروژې بېرته د اخل شوي، چې له تېر کال پاتې وې او سروې یې شوې وه.
د مالي او بودجې کمېسیون د مالوتو پر بنسټ،  بودجه کې د ښوونکو لپاره ټول ټال ۱۰ میلیارده او ۷۵ میلیونه افغانۍ پشنهاد شوي، چې اوس مهال ورته ۵ میلیارده ځانګړي شوي او ۵ میلیارده نورې به د کال په منځ کې اضافه شي.
د مالوماتو له مخې، په دې سند کې ۱۷.۶ میلیارده افغانۍ پور شامل شوی او د عملیاتي واحد لپاره ۴.۴ میلیارده افغانۍ د هغه پروژو لپاره منظور شوې، چې تر کار لاندې دي، خو له هغه وروسته د عملیاتي ادارې بودجه له دې سند ایستل شوې ده.
په ورته مهال د ولسي جرګې یو شمېر نورو غړو بیا تور پورې کړ، چې د جرګې ځينو غړو بودجه یرغمل کړې وه، د خپلو ګټو په لټه وو او دا چاره د دې لامل شوه چې د بودجې تصویب تر اوسه له ځنډ سره مخ شي.
د ولسي جرګې غړي ګل احمد کمین وویل:
 د ۱۴۰۰ مالي کال په بودجه کې د ولسي جرګې ريیس په ګډون ځینې استازي خپلې ګټې لټوي او باید نور شته وضعیت پای ته ورسېږي.
بلخو بیا د ولسي جرګې یو شمېر نور غړي د بودجې تصویب لویه لاسته راوړنه بولي او وایي، تر اوسه يې چې کوم مخالفت کړی، دا هر څه د ولس د غوښتنو لپاره وو او هېڅ ډول شخصي غوښتنې په‌کې نه دي مطرح شوې.
د ولسي جرګې غړی جاوید صافی وایي، خوښ یم چې د ولسي جرګې له دریځه د ښوونکو او ټیټ رتبه مامورینو د معاشاتو د لوړولو غږ پورته شو، دا هر څه د ولس د غوښتنو له مخې تر سره شوي او موږ تل د خپل نظام او خلکو ملاتړي یو. ښاغلي صافي د امنیتي ځواکونو تنخواوو لوړېدو په تړاو وویل:
 په دې شرایطو کې زموږ کمزوري اقتصاد نه ایجابوله، چې (۳۸۰۰۰۰)  امنیتي سرتیرو تنخواوې دې لوړې شي، نو د ځینو تړونونو له مخې ناټو او همکار هیوادونه مکلف دي، ترڅو په دغه برخه کې همکاریو ته دوام ورکړي او دوی سره باید په دې برخه کې تخنیکي بحث تر سره شي.
د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه کې ټول ټال ۴۷۳ میلیاده او ۴۱ میلیونه افغانۍ په نظر کې نیول شوې، چې له ډلې یې ۳۱۱ میلیارده او ۱۹۹ میلیونه عادي، ۱۶۱ میلیارده او ۸۴۲ میلیونه پراختیايي بودجه ده.
د بودجې درېیمه مسوده له اصلاحاتو وروسته نن  د ۱۴۴ تایید او درې رد رایو په تر لاسه کولو د رایو په اکثریت تصویب شوه، چې دولسي جرګې دا پرېکړه د ولسمشر محمد اشرف غني او خلکو له پراخ هرکلي سره مخ شوې ده.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب