Post Image

د ازادو رسنیو د ملاټر ادارې مسوولین وایي، د ۲۰۱۴ کال راهیسې بیا تر دې دمه په افغانستان کې د ټلویزیونونو او راډیوګانو په ګډون نږدې ۳۰۰ رسنۍ د اقتصادي او امنیتي ګواښونو له کبله بندې شوي دي.

د یادې ادارې اجرایوي مشر مجیب خلوتګر وایي، د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او هدفي وژنو  سربېره خپله رسنۍ هم په ښه وضعیت کې نه‌دي. د نوموړي په وینا، په تېرو شپږو کلونو کې په افغانستان کې  تر ۳۰۰ شاخوا رسنۍ بندې شوي او همدا راز بیا په تېرو څو میاشتو کې تر ۱۰ ډېرې راډیو ګانې د امنیتي او مالي لاملونو له کبله بندې شوي دي.

همدا پرون د زهره په نوم یوه سیمه‌ییزه راډیو په کندوز ولایت کې د جومات ملا امام په غوښتنې او د خلکو د برید له کبله وتړل شوه او ټول وسایل یې ورته مات کړل. د یوه لمونځ کوونکي په خبره د جمعې د لمانځه پر مهال چې امامت یې مولوي عبدالبصیر کاوه، یوه سندره د لوډسپیکر په سیسټم کې ورګډه شوه، وروسته له هغې مولوي عبدالبصیر او نورو علماوو چې هلته په جومات کې حاضر و، پر راډیو د برید امر وکړ.

په افغانستان کې د رسنیو پر وړاندې د ګواښونو زور اخیستل اوس ډېری خبریالان هم له اندېښنو سره مخ کړي دي.

د رسنیو د خوندیتوب ادارې مسوولین او یو شمېر خبریالان وایي، په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې د وروستیو امنیتي ګواښونو له کبله ډېری خبریالان اړ شوي چې خپل مسلک پرېږدي او یا هم له هېواد بهر ولاړ شي.

د ازادو رسنیو د ملاټر ادارې مشر مجیب خلوتګر وایي، په تېر ۲۰۲۰ میلادي کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۳۰ پېښې ثبت شوي:

له ډلې یې ۱۱ پېښې د خبریالانو د وژنې، نږدې ۲۰ پېښې د ټپي کېدو، ۱۳ پېښې د وهلو ټکولو او همداسې بیا د تښتونو، رټلو او هم ثبتې شوي دي.

د یادې ادارې مشر مجیب خلوتګر افغانیې ته وویل، د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې د ۲۰۱۹ کال په پرتله ۱۳ سلنه زیات شوي دي.

په ورته مهال د افغانستان د مدني ټولنو بنسټ د مالوماتو له مخې، په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د ۱۱ خبریالانو په ګډون ۲۰ مدني فعالان د بېلابېلو ترهګریزو او هدفي بریدونو له کبله وژل شوي دي.

په یوازې تېرو درېیو میاشتو کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي په هلمند، ازاد خبریال رحمت‌الله نېکزاد په غزني، یما سیاوش په کابل، ملاله میوند په ننګرهار او عادل ایماق په غور کې ووژل شول.

دغو وژنو اوس یو شمېر خبریالان هم اندېښمن کړي دي. په تازه مهال په افغانستان کې د ایران انټرنشنل ټلویزیون یو خبریال نصرت پارسا د لوړو ګواښونو له کبله افغانستان خوشې کړ او ترکیې ته ولاړ. هغه په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې ژوند یې په خطر کې و نو ځکه یې افغانستان خوشې کړ.

په کابل کې د یوه خبري اژانس خبریال خالد الفت په دې اړه افغانیې ته وویل، دا چې ویل کېږي رسنۍ څلورمه قوه ده بیا ولې د دې قوې خوله بندېږي؟ په دې وروستیو کې په هېواد کې د رسنیو او په ځانګړې توګه د خبریالانو لپاره ستونزې ډېرې شوې دي، او د سختو امنیتي ګواښونو له کبله ډېری خبریالان او د رسنیو مسوولین دې ته اړ شول چې خپل هېواد پرېږدي.

دی وایي که حکومت د افغان خبریالانو د خوندیتوب لپاره جدي اقدام ونه‌کړي په ډېر لنډ وخت کې به رسنۍ له خبریالانو خالي پاتې شي.

د کابل یوه خصوصي راډیو خبریال منصور یوسفزي په افغانستان کې د رسنیو د بندېدو او ګواښونو په اړه افغانیې ته وویل، امنیتي ګواښونه د رسنیو د بندېدو او خبریالانو د تېښتې اصلي لامل دی. د نوموړي په وینا:

هغوی چې امکانات لري له هېواد بهر لاړل خو ځينې چې امکانات نه لري په دې ستونزو سربېره په سخت حالت کې تر دفتره ځان رسوي او بیا کورته له بلها وېرو سره ستنېږي، دوی دې ته اړ کېږي چې د ځان د خوندیتوب لپاره خپل مسلک ته هم شا کړي.

د کورنیو چارو وزات ویاند طارق ارین وایي، د خبریالانو پر وړاندې د شته ګواښونو د له‌منځه وړلو لپاره  د تاوتریخوالي د همغږي مرکز له لارې به هغو ټولو ګواښونو ته رسېد‌ګي وکړي چې د خبریالانو پر وړاندې موجود دي.

اوسمهال په ټول افغانستان کې ۱۹۰ راډیوګانې، ۹۰ ټلویزونونه او ۱۵۰ چاپي رسنۍ فعالیت کوي.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب