Post Image

د افغانستان برېښنا شرکت مسوولین وايي، د ټول هېواد په کچه له ۱۰۰۰ زیات کورنه، صنعتي پارکونه، دولتي ادارې او توليدي کارخونې د برېښنا د بېل له درکه د دې شرکت ۱۰ میلیارد افغانۍ پوروړې دي.

د مالوماتو له مخې یوازې په کابل کې ۱۷۲ توليدي کارخونې د برېښنا د بېل له درکه ۴۱۰ میلیونه افغانۍ د دې شرکت پوروړې دي.

د یاد شرکت ویاند وحيدالله توحيدي افغانیې ته وویل، په ټول هېواد کې ځینې افراد او صنعتي پارکونه له ۶۰۰۰۰ تر ۱۰ میلیونو افغانۍ پوروړي دي، چې دا ټول ۶ میلیارد افغانۍ کېږي:« په پوروړو کسانو کې پخواني، اوسني حکومتي چارواکي، د ولسي جرګې غړي، د مشرانو جرګې غړي، ځايي زورواکي، سوداګر او عادي کسان شامل دي.»

د ۱۳۹۹ کال په لومړیو کې برېښنا شرکت خبرداری ورکړی و، چې د اقتصادي ستونزو له امله د وارداتي برېښنا پیسې پر وخت نه‌ شي ورکولی، ازبکستان ورته ويلي، که پیسې په وخت ورنه‌کړي، په افغانستان به برېښنا بنده کړي.

یاد شرکت د اقتصادي ستونزو لامل هغه وخت د کرونا خپرېد، د دولتي بنسټونو، حکومتي چارواکو، زورواکو او صنعتي پارکونو له لوري د پورونو نه ورکول یاد کړي ول.

د ښاغلي توحيدي په خبره یوازې په تېره اوونې کې د ۶۳ هغو ځايي زورواکو، حکومتي چارواکو، ولسي جرګې غړو، مشرانو جرګې غړو او عادي خلکو د برېښنا مزي قطعه کړي، چې د دې شرکت پوروړي دي او دا لړ به تر هغې دوام وکړي چې دغه پورونه برېښنا شرکت نه وي ترلاسه کړي.

مسوولین زیات وي، په لس ګونه داسې کسان شته، چې د برېښنا شرکت مسوولینو یې د دې لپاره چې د برېښنا مصرف بېل نه ورکوي قطعه کړي، خو وروسته بیا هغوی په ناقانونه ډول دغه مزي وصل کړي دي.

سرچینې د دې شرکت د ژمني پلان په اړه وویل، د ازبکستان، تاجکستان او سولري برېښنا سر بېره د نغلو برېښنا بند کې اوس اوبه زېرمه کوي، تر څو د ژمي په موسم کې ترې د برېښنا تولید کې ګټه واخلي:

د ژمي په موسم کې به د برېښنا پرچوي زیاته وي، خو که خلک موږ سره د مصرف په برخه کې مرسته وکړي، پرچوي به را کمه شي.

د سنبلې په ۲۱ مه د فورتسکیو په نوم د اوسپنې د استخراج استرالیايي شرکت له افغان حکومت سره تړون لاسلیک کړ، چې له مخې به‌یې په افغانستان کې د نورو اقتصادي پروژو ترڅنګ ۲۰ زره مېګاواټه برېښنا تولیدوي

افغانستان خپله ۸۰ سلنه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو وارده وي، چې هر کال نږدې ۳۰۰ ميلیونه ډالره دغو هېوادونو ته ورکوي او پاتې ۲۰ سلنه برېښنا بيا په کوردننه توليديږي.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب