Post Image

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ خپلواکه اداره وایي، د اقینې- اندخوی اوسپنې پټلۍ پروژې چارې بشپړې شوې او ټاکل شوې، چې په نږدې ورځو کې د افغانستان او ترکمنستان دولتونو د لوړ پوړو چارواکو لخوا يې پرانسته وشي او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د آقینې – اندخوی اوسپنې پټلۍ ۳۰ کیلومتره اوږدوالی لري، چې په‌کې یو د اوسپنې پټلۍ تمځای، نښلونکی سړک، د تخلیې او بارولو ځای، د باربري موټرو تمځای او د احاطې دیوال شامل دي. دغه پټلۍ د افغانستان د فارياب تر اندخوی پورې جوړيږي.
په یاده پروژه له ۳۰ میلیونه ډالرو څخه ډېر لګښت راغلی، چې ټول مالي لګښت یې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له پراختیایي بودجې څخه تمویل شوی دی.
د یادې پروژې د جوړولو تړون یو کال وړاندې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې او ترکمنستان د صنایعو او اړیکو وزارت ترمنځ لاسلیک شوی و.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب