Post Image

زه د انسان په طبیعت، غریزې او ذاتي خواصو(؟) خبرې نه کوم. دا چې انسان سوله¬پال دی که جګړه¬¬پال، زموږ له وضعیت سره ډېره مرسته نه‌شي کولی، ځکه که سوله¬پال وي، ولې دا وضعیت منځ ته راغلی او که جګړه¬پال وي، د ژوند هیلو سره څه وکړو. همدومره کافي ده، چې انسانانو له سولې او جګړې سره زرګونه کلونه ژوند کړی، نن د افغانستان په جګړه او سوله کې د باورپال انسان د نقش او وضعیت په هکله خبرې کوم.

له هرې جګړه¬يیزې پېښې سره څومره ډېر ویل کېږي چې «... غیر انساني، غیردیني، غیرقانوني او ...» عمل دی. داسې هم ښکاري چې ګواکې موږ هسې جګړې پسې یو چې توجیه خو ولري، یا انساني وي، یا وجداني وي، یا دیني وي او یا هم قانوني. له همدې وضعیته داسې برداشت شوی، چې سوله¬يیز او جګړه¬يیز وضعیتونه د انسان لپاره ذاتاً یا فطرتاً او یا هم رواناً منل شوي وضعیتونه دي. دا په ژوند کې شته او هوښیار سیاست به هڅه کوي، له خپلې سیمې او هېواده یې وباسي، نورو ته یې انتقال کړي او ګټه ترې واخلي.

که هرڅو د جګړو لپاره چې کومې ګټې پام کې نیول شوې،  ډېرې عاطفي، معنوي، انتزاعي، سیاسي او شدیدې دي؛ خو هم سوله او هم جګړه په دې توګه خپل خپل انسانان غواړي، ځکه چې دا عاطفه، انتزاع او معنویت، یا کېدی شي منافع او قدرت او ... له هغو باورونو او ذهني شکلیاتو را سنجول کېږي، چې انسانان یې لري، دا په تعليمي او ښوونیزو سیسټمونو کې ځای په ځای کېږي.

باورپالې زده کړې منعطف انسانان منځ ته نه راوړي:

ښوونه او روزنه باید معتدل انسان منځ ته راوړي. دا اصل تقریبا د نړۍ د ټولو هوښیارو انسانانو عقلي قرارداد کې راتلی شي. د باورونو شدت او ضعف دواړه کولی شي، ډول ډول اندېښنې د ټولنو او پرګنو لپاره ولري. د باورونو کلکوالی جدا په طبیعي او اجتماعي لاملونو پورې لکه جغرافیا او اقلیم، ټکنالوژي او سهولتونو، اړیکو او زده کړو پورې اړه لري. د شتمنو او بېوزلو باورونه هم په ډول، هم په کچه او هم په کلکوالي او نرموالي کې توپیر درلودلی شي.

زما په ګومان د هغو انسانانو چې ټولنیز – روزنیز او فرهنګي ـ ښوونیز سیسټم ځیږ او کړوونکی وي، دوی له معتدل حالته ډېر باوري وګړي جوړوي. باورونه هم لکه د یو ډول فرهنګي صنعت غوندې پېړۍ پېړۍ آګاهانه او ناآګاهانه جوړ شوي، تبلیغ او خپاره شوي، ملاتړ یې شوی، انسانان پرې قضاوت کړی شوي، تحقیر شوي، وژل شوي، شتمن شوي، پیاوړي شوي، غلط شوي، وتل شوي او ...

په افغانستان او ځینو نورو هېوادونو کې د جګړه¬يیزو شکلونو تحلیل د باورونو صنعت ته د کتونکي پام اړوي. ځینې باورونه په تکرار او تلقین سره هغه ځای ته خېژوي چې کاروونکي او کارېدونکي خاص تعامل کې واقع کړي. هغه کسان چې د دغو باورونو حاملان دي، هغوی ډېری وخت یوازې د باورونو په ګټو پوهېږي، نه په تکلیفونو او دردونو.

همدا پوهنتونونه، ښوونځي، مدرسې، عرفي زده کړې، جوماتونه او کورني درسي کوښښونه، د خپلو شخصي عقایدو او افکارو لېږد په افغانستان کې د وګړیو په روزنه کې ونډه لري. طالبانو هېڅ ځای پرته له باورونو منظمې زده کړې، نه دي کړي: د معتدل انسان زده کړه ورته نه ده ممکنه شوې. باورونه یې ځیږ او ناانډول دي. د انسان په هکله، د شرایطو اړوند، د نړۍ په تړاو، د نورو ټولنو او انسانانو په تړاو، د اړتیاؤ او قدرت په تړاو هېڅ ازاد افکار، معتدلې او سنجونې نه‌شي درلودلی. د علم او دین، د افکارو او عقایدو، د سنجشونو او احساساتو تر منځ بلا ډېرې خبرې شته، توپیرونه او علایم یې توضېح شوي دي، مګر همدا ابتدايي هڅې ښکاروي، چې دوی څومره ټولې پدیدې سره تړي، احساساتي کوي یې، عقیدتي کوي یې او له اعتداله یې باسي.

نامعتدل اړخونه

لوري د خپلو منافعو او باورونو د ساتنې لپاره افراط کوي او د دې ټولنې انسانان او نسلونه پام کې نه‌نیسي. د دوی له کړنو دا ښکاري، چې د دغې سولې خواوې معتدل اړخونه نه دي، تولید شوي افکار، باورونه او د ټولو حساسو شرایطو شنل شوې نتیجې د نه توافق امکان لوړوي. اړخونه په دغه وضعیت کې د نورو بهرنیو سره په داسې اړیکه کې واقع کېږي چې تر ځانه د نورو منافعو ضمانت ترې ډېر کېږي. د خپله بقا یې حتا د نورو تر بقا وروسته ورته ممکنه کېږي.

له دغه وضعیته کاملا بهرني او ځیرک سیاسي اړخونه ګټه پورته کولی شي. د افغانستان د جګړې او سولې په هکله تقریبا یو واضح روایت بهرنۍ او لویې لوبې دي، چې د باورونو په صنعت او د جګړې په عمل تکیه دي. باورونه د باورونو په واسطه ساتل کېږي، کنه جګړه دومره نه ده چې انسان د بل انسان په لاس قرباني کړي.

د ډېرو لسیزو تبلیغ دا هم دی چې یو بل وزغمو، زده کړو چې سره اوسېدلی شو او د بل افکار او عقاید ومنو او احترام ورته وکړو. دا هغه څه دي چې په یو ډول سره همدا مانا ترې راوځي، چې باورونه له حاد او شدید حالته را وویستل شي.

دا اوونۍ او میاشتې د افغانستان په ټولو خواو کې د سولې د ارمان خبرې دي او بهیر داسې ښکاري چې سوله یو ډول سره مخکې له راتلو آرماني پدیده معرفي کېږي. تریخ اټکل یې دا دی چې سوله به نه راځي او موږ به یې هم لکه کرزي صیب غوندې (به خیالت دل خود شاد کنم یا نکنم؟) له سولې اجازه اخلو چې په خیال دې زړه ښاد کړم که نه؟

له دغو ټولو سره سره کله چې ځیږ باورونه وي او انسانان هم باورپال وي، یعنې د خپلو باورونو لپاره جنګېږي، نو آسانه نه ده، چې هغه دې دا انعطاف ومومي یا دې یې ژر دا باورونه ور بدل شي. د باورونو بدلون له شدیدو ټکانونو او پېښو سره بحران ته ځي او بیا کلونه نیسي چې انسانانو کې د نوي شخصیت له جوړېدو سره بدل شي.

سیاسي تعامل خپله هوښیاري غواړي

خو که موږ ځینې داسې ګومان کوو، چې طالبان او یا بله هره ډله د باورونو لپاره نه، بلکې د منافعو او قدرت لپاره جنګېږي، نو داسې څرکونه هم شته چې د قدرت او منافعو ترلاسه کول په ځینو روشونو غیرمعقول او ناممکن برېښي. دوی ځینې داسې دریځونه اخلي، چې ښکاروي هغه لازمه هوښیاري چې د قدرت او منافعو د ترلاسه کولو لپاره باید موجوده وي، نشته. قدرت خو د لوبې امکان دی او له نفرت سره د خلکو لخوا دا امکان وړېږي او کمېږي. بل دا چې د قدرت ترلاسه کول یو ډول او ساتل یې بل ډول هوښیاري غواړي. په دغو کسانو کې چې تر اوسه پېژندل شوي او خلک یې پېژني، دا وجاهت او ظرفیت نه لیدل کېږي.

د عقلانیت او باورونو تر منځ که دا توپیر ومنو لا هم شننه آسانه پای ته رسېږي: عقلانیت د سنجونو توان دی چې همېشه به جریان ولري او باورونه په ترلاسه شویو اټکلونو او پوهېدنو تکیه کول دي. په باورونو کې محاسبه په‌خپله د باورونو په معیار کېږي نه د نورو. په عقلانیت کې څو معیارونه پام کې نیول کېدلی شي.

موږ، د افغانستان خلک د سولې په منځ ته راوړلو کې څو اړخونه لرو چې ځینې یې ډېر هوښیار او د خپلو منافعو لپاره هر ډول تصمیم نیولی شي، دا ډله له دې اړخه نامعتدله او غیرمطلوبه ده. هاخوا اړخونه ډېر نامعتدله وګړي دي او هغه هم د باورپالنې پر معیار.

سوله چې په یوې مرحله کې قرارداد او بله کې په‌خپله یو ډول منطق او عقلانیت دی، په داسې شرایطو او دغو اړخونو کې ممکنه نه ښکاري. وضعیت خو همدا غږېږي.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب