Post Image

ځينو رسنيو داسې راپورونه خپاره کړل، چې د ملا عبدالغني برادر په ګډون د طالبانو د مذاکراتي پلاوي ځینې غړي په پاکستان کې بند پاتې وو او دوحې ته د تګ لپاره په ویزه اخیستلو کې له ستونزو سره مخ و، خو اوس تازه مالومات ښيي، چې دا ډله همدا نن رسېدلې او د خبرو د ژر پيل نېټه به هم په ډاګه کړي.
دا ډله نېږدې دوه اوونۍ د مخه د پاکستان په غوښتنه دغه هېواد ته وروبلل شوه، په ښکاره د دوی خبره دا وه، چې غواړي له پاکستاني مشرانو سره د افغان کډوالو، سولې او سوداګرۍ په اړه خبرې وکړي، خو اساسي موضوع د پاکستان له لوري د خبرو لپاره د دوی ابډيټ کول، نړيوالو ته ښودل، چې طالب اوس هم د پاکستان په کوډو کې دی او که هر لوری له طالب سره خبرې کول غواړي، نو بايد د دوی له لارې پر وړاندې لاړ شي.
د طالبانو نېږدې سرچينې وايي، د سولې بین الافغاني خبرو د پیل پر وړاندې کوم جدي خند نه‌شته، طالبان هغه نوملړ تر نظر تېروي، چې له مخې يې زندانيان خوشې شوي دي.
په پام کې وه، قطر ته د افغان حکومت مرکچي پلاوي سفر پرون ترسره شوی وای، له دې امله تر نامعلومې نېټې وځنډېد، چې ويل کېږي، په قطر کې د طالبانو مرکچي پلاوی نه وو بشپړ شوی او يوه ډله په پاکستان کې ايسار پاتې وو.
اساسي خبره دا ده، چې جګړه ګرمه ده، تر هرڅه د مخه د جګړې درول حتمي دي، ترڅو د وينې تويدنې مخه  ونيول شي او د خبرو لپاره له هره اړخه زمينه برابره شي.
 د روانې جګړې دوام د طالب کار او ذمه‌واري ده. طالب په دې وروستيو کې خپلې جګړې ته زور ورکړی، دوی  غواړي له دې سره هم خپل ځواک وښيي او هم  فشار راوړي، ترڅو نړيوال او افغان حکومت خپلو غوښتنوته رازي کړي.
په تازه  مهال کې فارین پالیسي مجلې راپور خپور کړی، چې په شمالي ایرلند کې یې د کووین پوهنتون یو محرم راپور موندلی، چې پربنسټ یې ډېری خوشې شوي طالبان خپلو جنګي فعالیتونو ته ورګرځیدلي او یو شمېر یې هم د قومندانانو، ولسوالانو او نورو لوړپوړو په توګه ګومارل شوي دي.
دا کيسه د ۵۵۰۰ طالبانو تر خوشې کېدو وروسته يوځل بيا ګرميږي، خو په لومړيو کې افغان چارواکو بيا بيا وويل، چې له زندانونو ډېری خوشې شوي کسان بېرته د جګړې ليکو ته ورغلي، ان ځينې خو  يې په مخامخ جګړه کې وژل شوي هم دي.
له لومړي سره طالب مشرانو له ځينو خوشې کېدونکو طالب بندیانو نهايت د لوړې ګټې تمه لرله، ځکه چې دوی کې د جګړې ګرم ساتلو، يو وحشي ځواک پټو و او دوی غوښتل چې د طالبانو مغشوش شوي ذهنونه بېرته سره راټول  او جګړې ته يې منسجم کړي، ځکه چې دوی په جمهوریت کې ادغام نه غواړي، بلکې پوره واک ته زړه ښه کړی دی. دا نو د امريکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تر تړون وروسته د پاشل شويو طالب جنګياليو د راټولولو ښه فرصت و، چې طالب  مشرانو او پاکستان ته په لاس ورغی.
اساسي ستونزې دا دي، چې طالب مشران او قومندانان د پاکستان په منګلو کې دي، د دوی له لوري برمته شوي او د همدې برمتې له امله يې جګړې ته هڅوي، په خپله ګټه پرې خبرې کوي.
اوس افغان حکومت ته پکار ده، چې د نړيوالو په مرسته پاکستان دې ته قانع کړي، چې طالبان پریږدي، ترڅو په خپلواک ډول په بین الافغاني مذاکراتو کې خبرې وکړي، ونډه واخلي او خپله ستونزه حل کړي، خو پاکستان دا کار هېڅکله هم په دومره اسانۍ نه کوي، ځکه دا اله يې کلونه کلونه همدې وخت ته ساتلې وه.
که د طالب مشرانو کورنۍ د پاکستان له اسارت څخه خلاصې شي، نو په مذاکراتو کې به طالب لاقل خپلې خبرې او غوښتنې په اسانۍ سره مطرح کړي او افغانستان هم له يوه خپلواک طالب سره له ځنډ پرته مثبتې پايلې ته رسېدلی شي.
مالومات دا دي، چې د طالب مشرانو کورنۍ او جایدادونه د پاکستان د فوځ له لوري د همدې لپاره یرغمل شوي، ترڅو طالب د خپل ځان لپاره نه، بلکې د پاکستان لپاره ولوبوي او ګټه پرې مرتبه کړي.
افغان حکومت بايد د سولې په تازه پيلېدونکو خبرو کې د يوه قوي واحد نظر او کورنۍ اجماع سره دې ميدان ته داخل شي. مذاکراتي پلاوی بايد د طالب+پاکستان هغه توطيې شنډې کړي، چې د افغانستان د نابودۍ لپاره يې له ځان سره لري او د تېرو شل کلنو لاسته راوړنو باندې بطلان راکاږي. افغانستان بايد پر سيمه‌ييزه اجماع سربېره د نړۍ اجماع هم ولري، ترڅو دا اور نور مړ شي او دا کلنۍ لانجه نور حل ومومي.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب