Post Image

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، تر اوسه مو چې کابل ښار کې د مجرمینو کوم انځورونه لیدلي دا یې کوچني کسان دي، دا  لړۍ لا هم دوام لري، یو شمېر یې د ټولنې او کورني فشار له امله حاضر شوي، پولیسو ته تسلیم شي.
لومړي مرستیال پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، یادو مجرمینو غوښتنه کړې، چې انځورنه دې نور نه لګول کېږي،  حاضر یو توبه وکړو او د مجرمینو په نیولو کې له پولیسو سره همکاري وکړو:
((ډېری هغو مجرمینو چې انځورنه یې چاپ او په ښار کې لګول شوي، ټلېفونونه کړي او غوښتنه یې کړې، چې عزت او ابرو یې خوندي او نور یې انځورنو ښار کې ونه لګول شي.))
نوموړي ویلي، د امنیتي مالوماتو له مخې د ترهګرۍ تهدید جدي نه دی، خو خلک باید پاملرنه وکړي، پولیسو سره استخبارتي مالوماتو کې مرسته وکړي، دروغ دې نه وایي، ځکه په زیان به يې تمام شي:
)) د هغه مسجدونو مسوولین چې هلته یې د مجرمینو د انځورونو لګولو سره مخالفت کړی، د حج او اوقافو وزارت له لوري به احضار شي، مسجدونه د عبادات او ملي ارزښتونو د ترویج ځای دی، د چا شخصي ملکیت نه دی.))

هغه همدا راز ویلي، کابل کې د  ډېری سیمو زورواکو پولیسو او او ښاروالۍ څخه غوښتي، تر څو یوه ورځ وخت ورکړي، چې په خپله  شنې سیمې حکومت ته پرېږدي، ولس او سیمه  کې دې نه رټل کېږي، مونږ هم ورسره منلې ده.
لومړي مرستیال ویلي، د کابل ختيځو سیمو خلکو او دیني عالمانو ورسره ژمنه کړې، چې د الکولو او نشه‌يي توکو پلورنځیو مخنیو او تړل کېدو برخه کې به پولیسو سره همکاري کوي، له دې وروسته هغه خلک چې د امنیتي ځواکونو د بدنامولو هڅه  وکړي،  نیول کېږي.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب