Post Image

د افغانستان په ګډون ډېری هېوادونو له‌پاره ښايي قرنطين موده نوې تجربه وي. په ناڅاپي ډول د ډېر شمېر ټولنیزو فعاليتونو محدودېدل، تر نامالومې نېټې په کورونو کې پاتې کېدل، د ښوونځيو، پوهنتونونو، دفترونو او عامه ځايونو تړل کېدل له جسمي او روحي پلوه پر انسانانو خپلې اغیزلې لرلی شي. دا هر څه په داسې حال کې پېښېږي چې هېچا ورته له‌مخکې چمتووالی نه‌درلود.

انسان ټولنیز موجود دی چې خپل ډېری وخت په ټولنه او اجتماع کې تېروي، اړيکې ټينګوي، زده‌کړې کوي، خپلې چارې پرمخ بيايي او ډېر نور پرمختګونه کوي. اوس چې داسې يو وضعيت رامنځ ته کېږي، طبیعي ده چې د ټولنې پر هر وګړي به خپل تاثيرات ولري، ښايي دا تاثيرات منفي هم وي.

د عامې روغتيا وزارت اعلان کړی چې ښايي افغانستان د روان ميلادي کال تر پای پورې د کرونا ویروس له ګواښ سره مخ وي، دې وړاندويينې ته په کتو ممکن د قرنطين موده په مياشتو مياشتو وغځېږي.

پر انسان او ټولنيز ژوند د يادې مودې اغېزو په اړه په دې ليکنه کې د ارواپوهنې متخصص استاد شرف‌الدين عظيمي، د ټولن‌پوهنې د متخصص استاد ضياالحق شمس او د دې برخې د يو شمېر نورو متخصصينو له نظرياتو ګټه اخیستل شوې او پر دې سربېره ځينو څېړنو ته هم په‌کې اشاره شوې ده.

 

قرنطين څه ډول حالت دی؟

قرنطين په اصل کې ايټاليوي خو اوسنۍ اصطلاح یې بيا فرانسوي ده چې په دې وورستيو کې کارول کېږي. ارواپوهان پر دې باور دي چې قرنطين له بېلابېلو اړخونو څېړل کېدای شي او هغه حالت دی چې خلک خاص حالت، خاصو کړنو د ترسراوي او په خاصو ځايونو کې د پاتې کېدو لپاره محدودېږي او دوی ته ويل کېږي چې په ياد ځای او سيمه کې پاتې شئ او د دغو کړنو اجازه نه ‌لرئ.

قرنطين يوازې په کورنو کې د پاتې کېدو په مانا نه‌، بلکې د يو شمېر فعاليتونو محدوديدلو په مانا هم دی، لکه د ځينو خوړو نه‌خوړلو قرنطين، د يو شمېر کړنو د نه ترسراوي قرنطين. خلاصه د هر ډول حالت محدودېدو ته قرنطين ويل کېږي.

 

پر وګړو د قرنطين اغېزې

په کورونو کې له پاتې کېدو سره طبیعي ده چې انسان به له خپلو ډېرو ټولنیزو فعاليتونو لرې پاتې کېږي او ډېر شمېر چارې یې هم محدودېږي، له دې حالت سره مخ کېدل خپلې منفي اغېزې لرلی شي. په دې ځای کې يو شمېر داسې ټکو ته اشاره کوو چې په ښايي تاسو په مستقيم يا غیر مستقيم ډ‌ول ورته پام شوی وي خو دلته یې په تفصيل سره لوستلی شئ.

 

۱: اضطراب

کرونا ویروس په چټکۍ سره د خورېدو په حال کې دی او مالومه نه ‌ده چې د قرنطين موده به تر کومې غځېږي خو ښايي دا موده ډېره وغځېږي چې له دې سره په يوې خاصې محدودې کې پاتې کېدل او له خپلو چارو او فعاليتونو لرې‌والی له روحي او جسمي پلوه پر انسانانو خپلې اغېزلې لری شي او پر اضطراب د اخته کېدو امکان هم ورسره زياتېږي.

اضطراب يو داسې حالت دی چې په طبیعي ډول ټول خلک یې يو ځل تجربه کوي، که چېرته اضطراب په اعتدال حالت کې پاتې شي نو ښايي ډېر منفي اغېز ونه ‌لري. خو په يو شمېر مواردو کې بيا اضطراب د ماتې، ناکامۍ او د ډېرو فعاليتونو د ځنډوېدو لامل ګرځېدلی شي.

 

۲: د کورني تاوتريخوالي زياتېدل

وروستيو څېړنو دا په ډاګه کړې چې په کورونو کې له پاتې کېدو سره تاوتريخوالی زيات شوی. چين يو له هغو هېوادونو څخه دی چې په کې د کرونا ويروس تر خورېدو وروسته يې په ځانګړې توګه په ټولنيزو او اقتصادي ساحو کې د پام وړ زيانونه ولېدل، خو د قرنطين پرمهال دې هېواد کې د طلاق مسايل ډېر شوي چې دا په ياده موده کې د ګډ ژوند ترمنځ د اختلافاتو پيدا کېدل ښيي. بله مهمه مسله دا ده چې د کرونا ویروس تر خورېدو وروسته نېږدې ۵۰۰ ميليونه ماشومان په نړۍ کې په خپلو کورونو کې قرنطين او له وړکتونو او ښوونځيو لرې پاتې دي چې له دې سره د دوی پر وړاندې هم د تاوتريخوالي ګواښ موجود دی.

 

۳: ژور خفګان

ارواپوهان پر دې باور دي په کورونو کې له پاتې کېدو سره يو شمېر خلک له ژور خفګان سره مخ دي او دې حالت پرې له روحي او جسمي پلوه ډېر اغېز کړی دی. په دې حالت کې خلک ډېر خپل راتلونکي برخليک ته خفګان کوي او يا یې هم په اړه اندېښمن دي.

ژور خفګان د خوب د اختلال يا بې‌نظمۍ، د وينې اختلال، ستړيا، بې‌حالي او د ډېر داسې نورو اروايي ستونزو لامل ګرځي.

 

۴: استېصال

د قرنطين پرمهال په ډېر شمېر خلکو کې د استېصال حس پيدا شوی. د ارواپوهنې له نظره دا يو داسې حس دی چې خلک فکر کوي هر څه په ټپه ودرېدل، نړۍ او ژوند پای ته ورسېد، هر څه همدومره و، هيلې ختمې شوې او داسې نور ډېر فکرونه خلکو ته پيدا کوي، په قرنطين حالت کې د دې حس پيدا کېدو امکان زيات شوی دی.

 

۵: PTSD

د ارواپوهنې له نظره PTSD يوه داسې ناروغي ده چې له يوې پېښې وروسته پيدا کېږي. که څه هم دا ناروغي پخوا هم په يو شمېر خلکو کې موجوده وه، خو د کرونا ویروس تر خورېدو وروسته او په ځانګړي ډول د قرنطين په حالت کې بيا دا حس په نورو خلکو کې هم پيدا شوی او په هغو خلکو کې چې له پخوا موجود و، لا ډېر شوی دی.

PTSD  يا Posttraumtic Stress Disorder له جګړې يا کومې پېښې وروسته د سټرېس مخفف دی او ډېر شمېر افغانان ورسره لاس او ګرېوان دي.

د ارواپوهنې متخصص شرف‌الدين عظيمي په باور، له جګړې يا کومې پېښې وروسته سټرېس هغوغبرګونونو، احساساتو، افکارو، کړنو ته ويل کېږي چې د يوې بوږنوونکې پېښې له امله يو کس ته پيدا کېږي او عادي ژوند یې ننګوي. په دې حالت کې ناروغ د وېرې له لاسه ورکولو احساس تجربه کوي، کړنې یې ټکنۍ کېږي، يو ډول بې‌قرار ښکاري او تل هڅه کوي چې د هغې پېښې چې دی ورسره مخ شوی، يادونه یې ونه ‌شي. ښايي دا پېښه ټرافيکي پېښه وي، بمباري وي، زلزله وي، د الوتکې پرېوتل وي، سيلابونه يا داسې نورې پېښې وي.

نوموړی ټينګار کوي چې د کرونا ویروس له خورېدو وروسته هغو کسانو چې پي‌ټي‌اېس‌ډي ناروغي درلوده، په‌ دوی کې لا زياته شوې او هغه کسانو چې نه‌ يې درلوده، په تازه‌ګۍ سره پرې اخته شوي دي.

عظيمي د پي‌ټي‌اېس‌ډي ناروغۍ د ګواښونو په اړه داسې نظر لري:

«د اوږدې مودې لپاره مو ورځنی ژوند خرابېږي. د شاوخوا خلکو تر اغېز لاندې راتلل، په کورنۍ کې تاوتریخوالی، له ښځې او اولادونو سره ناسالم چلند، په ټولنیزو اړیکو کې له نورو سره توپیر پیدا کېدل، د احساساتو په بیان کې توپیر پیدا کېدل، په نورو باندې سم اعتماد نه‌کول، وېره او داړ، د ښځې او خاوند تر منځ ستونزو پیدا کېدل، په جنسی اړیکو کې ستونزې درلودل، په کورني نظم کې د ستونزو پیدا کېدل او غټېدل، اضطراب او خپګان او په خواشینۍ سره به ووایم نورې اروایي ناروغيو پیدا کېدل هغه څه ‌دي چې ورسره مخامخ کېږو به.»

 

۶: بې‌حوصله کېدل

له نورو ډېرو ستونزو سره سره د قرنطين بله لویه ستونزه دا ده چې په دې حالت کې خلک ډېر بې‌حوصله کېږي چې همدا بې‌ حوصله کېدل بيا د تاوتريخوالي او يو شمېر نورو ډېرو ستونزو د راپيدا کېدو لامل کېږي.

 

۷: پر کرونا د اخته کېدو وېره

بله اندېښنه او ستونزه چې خلکو ته په دې حالت کې پيدا شوې هغه دا ده چې ډېر خلک له دې وېره لري چې پر دې ناروغۍ اخته نه‌ شي. نه يوازې دا بلکې په ډله‌يیزه توګه پر دې ناروغۍ د اخته کېدو وېرې هم په ډېرو کې پيدا شوې او دا وېره لري چې ملګري، زامن، مور پلار او يا د کورنۍ نور غړي یې پر دې ناروغۍ اخته نه ‌شي.

د استاذ عظيمي په باور. پر کرونا ویروس د ډله‌ییزې او يا د ولسونو اخته کېدو وېره په ډېرو کسانو کې پيدا شوې او دوی داسې فکر کوي چې يا دوی يا یې د کورنۍ نور غړي پر دې ناروغۍ اخته کېږي.

 

۸: د خوب اختلال

د طب او ارواپوهنې متخصصان پر دې باور دي چې په ۲۴ ساعتونو کې انسانان بايد له ۷ تر ۸ ساعتونو خوب وکړي له دې زيات او کم خوب کول ښايي ډېرې منفي اغېزې ولري. اوس په قرنطين حالت کې چې ډېری خلک له خپلو ډېرو چارو او فعاليتونو لرې پاتې او د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د بې‌کارۍ له امله له ۸ ساعتونو زيات خوب کوي. نامنظم خوب پر انسانانو د ډېرو منفي اغېزو په لرلو سره په راتلونکي کې ډېرې نورې ستونزې هم زېږولی شي.

 

۹: نشه‌يي توکو ته بيا مخه کول

هغه کسانو چې په تازه‌ګۍ سره يې نشه‌يي توکو خوشې کړي، اوس په دې حالت کې نشې ته د دوی بېرته راګرځېدو احتمال زيات دی. د ارواپوهانو په باور په کورونو کې د پاتې کېدو او له ټولنیزو فعاليتونو لرې‌والي له کبله ښایی هغه کسان بېرته نشه‌يي توکو ته مخه کړه کړي چې په تازه‌ګۍ سره یې خوشې کړي دي.

د دوی په بارو، په ټولنیزو فعاليتونو او اړيکو کې د انسانانو ډېر احساسات او هياجانات تخليه کېږي او اوس په داسې حالاتو کې ممکن ډېر شمېر خلک خپل احساسات او هياجانات کنټرول نه ‌شي کړای.

 

۱۰: بې‌کاري

ښايي ډېری پر دې باور وي چې په قرنطين کې دې مطالعه وشي، نيمګړي کارونه دي بشپړ شي، لوبې دې وشي، له ماشومانو او د کورنيو نورو غړو سره دې وخت تېر شي، دا سم بديلونه دي. خو دا نه ‌شي کولی د ټولو هغو فعاليتونو بديل او ځای ناستي دې وګرځي چې مونږ یې په ټولنه کې سر ته رسوو. ښايي د څو شېبو يا څو ساعتونو لپاره مونږ ځانونه بوخت وساتو، خو نه ‌شو کولو په دې بديلونو ځان تر ډېره بوخت وساتو. بې‌کاري او له فعاليتونو لرې پاتې کېدل په خپله لويه ستونزه ده چې د ذهني فشار د زياتېدو لامل هم ګرځي.

 

۱۱: له زده‌کړو او پرمختګونو پاتې کېدل

ښايي له زده‌کړو لرې پاتې کېدو ستونزه د افغانستان په شمول په يو شمېر محدودو هېوادونو کې وي، که څه هم دولت په دې لټه کې دی چې په الکټرونيکي بڼه د زده‌کړې زمينه محصلينو او زده‌کوونکو ته برابره کړي، خو د يو شمېر ستونزو له کبله به دا طرحه ډېره بريالۍ نه ‌شي. انټرنېټ ته نه ‌لاسرسی، د برېښنا ستونزې او د انټرنېټي بنډلونو د قيمتونو لوړوالی هغه موارد دي چې ښايي د لوړو زده‌کړو دا طرح له يو شمېر ستونزه سره مخ کړي. که چېرې د قرنطين موده تمديدېږي او محصلين او زده‌کوونکي له زده‌کړو لرې پاتې کېږي، په خپله لويه ستونزه ده چې ښايي په اسانۍ جبران نه ‌شي.

 

۱۲: د ټولنیزو اړيکو پرې کېدل

لکه څنګه چې مخکې يادونه وشوه چې انسان ټولنیز موجودی دی او خپل ډېر وخت په ټولنه او اجتماع کې تېروي، له نورو انسانانو سره اړيکې ټينګوي، خپل فعاليتونه پرمخ بيايي او ډېرې نورې چارې په ټولنه کې مديريت کوي، په ناڅاپي ډول د دوی ټولنیزو اړيکو پرې کېدل پر انسانانو خپلې اغېزې لرلی شي. ځکه انسانانو له ټولنې سره يو ډول تعامل کړی او له ټولنې لرې‌والی ښايي ډېر ورته سخت تمام شي.

 

۱۳: اقتصادي پايلو ته اندېښنې

په دې حالت کې اقتصادي پايلو ته اندېښنې خورا زياتې شوې. ټول پر دې فکر کوي چې کارونه به یې څنګه شي؟ خپل  مصارف او لګښتونه به له کومه کوي؟ د کور کرايه به يې څنګه کېږي؟ او داسې نورې ډېرې اندېښنې خلکو ته د قرنطين له وجې پيدا شوي دي.

 

حل‌لارې

دا يو شمېر ستونزې او اغېزې وې چې هر څوک ورسره د قرنظين په موده کې مخ کېږي. خو ډېره اندېښنه په‌ کار نه‌ ده، ځکه مونږ د يو شمېر چارو او فعاليتونو په تعقيب سره کولی شو په دې موده کې خپل ځان لپاره ښه او مناسب مصروفيت پيدا کړو.

د قرنطين په موده کې د خپلو ټولو چارو او فعاليتونو لپاره منظم پلان جوړ کړئ او دې پلان له مخې خپلې ټولې چارې تنظيم کړی، دې پلان ته د رسېدو لپاره ځانګړي مهال‌وېش ته اړتيا لری، داسې مهال‌وېش جوړ کړئ چې له مخې یې ځان بوخت وساتئ او خپلې چارې تعقيب کړئ.

په قرنطين کې ډېری وګړي له خپلو ټولنیزو اړيکو لرې پاتې کېږي، دا په خپله له روحي پلوه پر انسانانو فشار زياتوي ځکه انسان ټولنیز موجود دی، له ټولنې سره تعامل کوي او د ټولنیزو اړيکو له لارې خپل احساسات اشباع کوي. خو د ټيکنالوژۍ له پرمختګ سره ښايي اوس دا دومره جدي ستونزه نه ‌وي. اوس ټول کولی شي په انلاين بڼه ټولنیزې اړيکي وساتي.

قرنطين که څه هم زموږ ډېر فعاليتونو محدود يا ځنډولی شي، خو په مقابل کې یې مونږ ته دا فرصت هم راکوي چې وشو کړای خپل د څو کلونو پاتې کارونه په‌ کې بشپړ کړو. ښايي هيله درلودل وي چې کتاب وليکئ يا یې وژباړئ، مقالې وليکئ يا هر هغه څه چې تاسو ته تر اوسه پورې د هيلې په دایرې کې پاتې او د ترسراوي لپاره مو فرصت نه‌وي پيدا کړی چې پيل یا یې بشپړ کړئ. اوس یې مناسب وخت دی او ډېر فرصت لری چې بشپړ یې کړئ.

خپل وخت مو مطالعې ته ورکړئ. که څه هم مطالعه نه ‌شي کولی چې تاسو د ټولې ورځې په جريان کې بوخت وساتي، خو ډېره مرسته درسره کوي چې د خپلې نړۍ په اړه د شته وضعيت په تړاو ډېر څه زده‌کړئ، کتاب کولی شئ ستاسو د قرنطين ښه ملګری وي، نو د مهال‌وېش له مخې د ورځې په جريان کې مطالعې لپاره وخت ورکړئ.

د يو منظم مهال‌وېش له مخې خپل وخت رسنيو ته ورکړئ او ټلویزون وګورئ له دې سره مو ښايي فکر بلې‌ خوا ته شي او يا هم په ټلويزيونو کې د خپلې خوښې خپرونې وګورئ، که ټلویزيون ته لاسرسی نه ‌لری نو بيا راډيو واورئ او يا هم ټولنیزې رسنۍ تعقیبوئ، هم له ټولنې خبر شئ او هم به مو بوخت وساتي.

قرنطين ته د يو لوی فرصت په سترګه وګورئ او ځان اوزګار مه‌پرېږدئ. د خپل استعداد په کچه نوښت او ابتکار وکړئ، نوي شيان او څېزونه خلق کړئ او نوی کار وکړئ چې په ټولنه کې چا نه‌وي کړی. ښايي دا قرنطين د شخصي ابتکاراتو لپاره هم يو ښه فرصت وي. ځکه تاسو په کافي اندازه وخت په لاس کې لری، له وخت او شته امکاناتو پوره ګټه واخلئ.

د روغتيا لپاره وزرش ډېر مفيد او ګټور تمامېدی شئ او له تاسو سره مرسته کوي چې له روحي او جسمي پلوه روغ پاتې شئ. په کور کې له پاتې کېدو سره تاسو کولی شئ د يوې منظمې برنامې له مخې په خپلو کورنو او استوګن‌ځايونو کې ورزش وکړئ. که په دې نه پوهېږئ چې په کورونو کې څه ډول ورزش وکړئ، نو په انلاين ډول يو شمېر مرتبطې ويډيوګانې وګورئ.

د ورځې په جريان کې خپل وخت ماشومانو ته ورکړئ او ورسره لوبې وکړئ. ښايي له دې سره به تاسې له ډېرو اندېښنو او بې‌ځايه فکرونه خوندي پاتې شئ.

له ماشومانو سره لوبې له يوه اړخه تاسو بوخت ساتي او له بل اړخه به پر تاسو د بې‌کارۍ له وجې ذهني او روحي فشار زيات نه‌ وي.

د قرنطين پرمهال ښايي ډېری وګړي له خپل مسلک څخه لرې پاتې شي، خو که د ځانګړي پلان او مهال‌وېش له‌مخې خپل مسلک سره تړلي کارونه او چارې تعقیب کړي، نو ممکن ډېر ګټور تمام شي. که تاسو خبريالان يا ليکوالان ياست، کولی شئ په  خپلو کورنو کې پاتې شئ. ليکنې وکړئ، راپورونه جوړ کړئ، کالمونه وليکئ، په انلاين بڼه اطلاع رسونه وکړئ او نور ډېر شمېر فعاليتونه وکړئ. له دې سره به له يوه اړخه تاسو له خپل مسلک سره نږدې پاتې شئ او له بل اړخه به تاسو لپاره ډېر مناسب او ګټور مصروفيت وي.

موسيقي واورئ، له ملګرو سره مسېجونه وکړئ، سريالونه او فلمونه وګورئ او ډېر کله په کورني مسايلو کې ونډه واخلئ او که شوني وي کله کله پخلی هم وکړئ او که امکان یې وي کسب زده‌کړئ.

د کرونا ویروس ګواښ تر ختمېدو پورې په خپلو کورنو کې پاتې شئ او دا چارې درسره تعقیب کړئ. قرنطين ته د ستونزې په سترګه نه، بلکې د يو فرصت په سترګه وګورئ او اعظمي ګټه ترې پورته کړئ.

ليکنه: منصور یوسفزی

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب