Post Image

د ولسمشر  لومړي مرستيال امرالله صالح پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، د خلکو د امنیت خوندي کولو لپاره د قانون د پلي کولو په برخه کې په‌خپل قاموس کې د جنایتکار پر وړاندې د مصحلت او ترحم کلمه نه‌لري.
ښاغلي صالح وروسته له هغه دا څرګندونې کړې، چې په کابل ښار کې د جنايي جرمونو ګراف له لوړېدو وروسته‌ ولسمشر محمد اشرف غني د څه وخت لپاره د کابل امنیتي وضعيت او پېښو د ارزولو دنده ور وسپارله.
د ولسمشر لومړي مرستيال وليکلي، کابل کې د لویو مجرمینو نوملړ چمتو شوی او خلک دې په ډاډه ډول له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي، له هرې لارې چې کولای شي مالومات دې تر ده ور ورسوي.
په دې وروستيو کې په کابل کې جنايي پېښو زور اخستی او امنيتي ځواکونو پر وړاندې يې د عام ولس غبرګونونه را پارولي دي. عام وګړي، په خواله رسنيو کې تر دې هشټک لاندې ((کابل امن نه دی)) کمپاين کوي او ددې پېښو د مخنيوي او مرمينو ته د سزا غوښتنه کوي.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب