Post Image

د هلمند پوهنې ریاست مسوولين وایي، د هلمند وروستۍ جګړې له کبله تر اوسه۴۰ ښوونځي تړل شوي، ۷ ویجاړ شوي، چې په ترڅ کې یې شاوخوا ۵۰ زره زده‌کوونکي له زده‌کړو بې برخه شوي دي.
د یاد ولایت د پوهنې رییس داوود شاه صفاري افغانیې ته وویل، دغه ښوونځي په نادعلي، ګرشک، ناوه ولسوالیو او د مرکز درېیمه‌، څلورمه حوزه او بابا جي سیمو کې تړل شوي دي:
«د دې نښتو پرمهال په نادعلي، ناوه، ګرشک ولسوالیو او د مرکز په باباجي سیمو کې اووه ښوونځي هم سوځېدلي او ویجاړ شوي دي.»
وسله‌والو طالبانو د تېرې یک‌شنبې په ورځ د دې ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو ډله‌‌ییز بریدونه وکړل، چې د چارواکو په وینا لا هم دا نښتې روانې دي.
د ښاغلي صفاري په وینا په کومو سیمو کې چې د جګړې وېره  او د زده‌کوونکو لپاره ګواښ و، ښوونځي د وضعیت تر ښه کېدو تړل شوي، خو ځینې ښوونځي بیا د دواړو لورو حکومت او طالبانو  په خپلو سنګرونو بدل کړي دي.
نوموړی د جګړې له ښکېلو اړخونو غواړي، چې د نښتو پرمهال دې ښوونځيو ته زیان نه رسوي.
د هلمند د ولایتي شورا رییس عطالله افغان افغانیې ته وویل، د یادې جګړې له امله تر دې دمه زرګونه کورنۍ بې‌ځایه شوې، چې په‌کې نږدې ۲۰ زره ماشومان شامل دي.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب