Post Image

 په اوسني وخت کې عامه تمویل د یو هېواد په اقتصاد کې ډېر رول لري دا ځکه چې په نړیواله کچه د دولتونو لګښتونه د زیاتېدو په حال کې دي او دولتونه بېلابېل سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې دندې پرمخ وړي، چې د دندو د ترسره کولو لپاره تمویل ته اړتیا لري.

دولتونه په ټوله کې دوه ډوله عواید(مالیاتي او غیرې مالیاتي) لري، څو دا لګښتونه پوره کړي، خو که چیرې له عامه عوایدو څخه عامه لګښتونه ډېر شي، نو څه باید وشي؟

په دې برخه کې د پورونو اخیستلو، د نوو پیسو چاپ او نشر موضوعات رامخ ته کيږي، چې باید فکر پرې وشي. عامه لګښتونه د دولت له لوري د لویو اقتصادي موخو( اقتصادي ودې، بشپړ استخدام، تادیاتو بېلانس کې تعادل او قیمتونو د ثبات ساتلو) د ترلاسه کولو په موخه ترسره کيږي، چې په ټوله کې بیا دا لګښتونه دوه ډوله دي؛ لومړی جاري لګښتونه دي، چې غیر پرمختیايي لګښتونه هم ورته وایي. دا لګښتونه د دولت اداري لګښتونه دي او دویم بیا پرمختیايي یا پانګیز لګښتونه دي، چې د دولت له لوري په پرمختیايي پروژو لکه د سړکونو او بندونو جوړول، د کرنې ودې لپاره پروژې، د ښوونځیو او پوهنتونونو جوړول، د صنعتي پرمختګ پروژې او نورو ترسره کیږي، څو په اقتصاد کې تولیدي وړتیا زیاته شي.

لکه څنګ مو چې یادونه وکړه، کله چې د دولتونو لګښتونه له عواید لوړ شي، نو دوی مجبور دي چې د پیسو د نشر یا پور له لارې دا لګښتونه پوره کړي. د دولتونو د ډېرو لګښتونو او اړتیاو په پام کې نیولو سره د نړۍ تقریباً ټول هېوادونه د بودجې له کسر سره مخ وي.

د نړۍ د هېوادونو مرکزي بانکونه په خپلو  چارو کې خپلواک وي، نو له دې کبله مرکزي بانکونه د لګښتونو د پوره کولو لپاره نه غواړي پیسې چاپ کړي، ځکه ددې امکان وي، چې انفلاسیون رامنځته کړي او په دویمه برخه کې حکومتونه هڅه کوي، خپل لګښتونه راکم کړي او یا هم د یادولو وړ ده چې ځینې وخت دولتونه نیغ په نیغه پور نه اخلي، بلکې د قیمتي پاڼو لکه بانډ او یا هم د خزانې بېل د پېرلو له لارې هم د اړتیا پيسې ترلاسه کوي او یا هم دا چې ځینې وخت وړیا مرستې ترلاسه کوي، څو د بودجې کسر تمویل کړي.

 که بیا هم ونه شو، نو حکومتونه عامه پور اخلي، چې دا پورنه هم له دوو لارو ترلاسه کيږي :

۱: کورنۍ سرچینې: کله چې دولت د هېواد دننه مالي بنسټونو، مرکزي بانک او سوداګریزو بانکونو، کاروبارونو، عامو وګړو او نورو څخه پور ترلاسه کوي نو د پور دا سرچینه له کورنۍ سرچینې څخه عبارت دی.

۲: بهرنۍ سرچینې: کله چې دولت له هېواد بهر له مالي بنسټونو، سوداګریزو بانکونو، کاروبارونو، وګړو اوو یا هم دولتونو څخه پور ترلاسه کوي، نو د پور دا سرچینه له بهرنيو سرچینو څخه عبارت دي.

حکومتونه عامه پورنه د لاندې موخو د ترلاسه کولو په موخه اخلي :

۱: د دولت د عوایدو او لګښتونو ترمنځ د رامنځته شوي واټن (د بودجې کسر) تمویل.

۲: د پيسو د شدید پړسوب په وخت کې د وګړو د پير مازاد ځواک راکمول.

۳: د اقتصادي ځوړتیا په مرحله کې د اقتصادي بیا رغونې په موخه د لګښتونو لوړول.

۴: د پرمختیايي پروژو تمویل.

۵: د جنګونو او نورو آفتونو د لګښتونو پوره کول.

خو اصلي موضوع د پور په ښه ډول کارول او بیرته ورکړه ده چې څنګه باید تادیه شي.

کله چې په هېواد کې نوی حکومت رامنیځته کيږي او یوازې امریکا له افغانستان سره 840 میلیاردو ډالرو مرسته کړې، خو تر اوسه په دې نه یو توانیدلي چې خپله عادي بودجه پوره کړو .تر څنګ یې زموږ د هېوادوالو په ژوند کې د پام وړ تغیر نه دی رامینځته شوی :

۱. ۵۴ سلنه یې د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي .

۲.  په میلیونه نور ګډوال دي

۳. ۴۰سلنه یې وزګار دي

۴. ۶۸سلنه یې د سواد څخه بې برخې دي

۵. ۲۰سلنه یې لومړني روغتیايي خدماتونه نه لري

۶. ۴۴ سلنه خوندي خواړه نه لري

۷. ۱۳ سلنه خلک هېڅ کور نه لري

۸. ۴۴سلنه خلک په یوه خونه کې تر دریو ډېر کسان ژوند کوي

۹.   ۴سلنه خلک انټرنیټ ته لاس رسی لري

۱۰. ۵سلنه خلک مالي شمولیت لري

۱۱. ۷۰سلنه خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاس‌رسی نه‌لري .

۱۲.  کمه اقتصادي وده

۱۳. نفوسو د ودې چټکتيا

۱۴.   د نړۍ دفاسدو هېوادونو د کتار په سر کې

نو په داسې حالت کې د هېواد لپاره پور اخیستل مناسب نه دي، ځکه د پور اخیستنې موخې چې باید موږ یې واخلو، یوه هم صدق نه کوي. په هېواد کې روانه جګړه ددې لامل شوې، چې لويې پروژې نه عملي کيږي، فساد کې دویم هېواد دی، تر څنګه يې په هېواد کې د یو مقتدر حکومت رامنځته کېدو مخه نیول کيږي، تل نړیوال فرمایشتونه ورکوي چې د دوی په خوښه حکومت یا ځینې خلک په دندو ګماري، نو په داسې یو حالت کې پور اخیستل هم د هېواد په ګټه نه دي یوازې بوج یې بیا هم په همدې خوار ملت دی. دا داسې حالات دي چې ددې دروند پېټي لګښت بايد همدا ولس پرې کړي، خو په پور اخستل شوې پيسې به د څو مشخصو افرادو جيبونو ته لاړې شي، چې په اوسنيو حالاتو کې نه حساب ورکوي او نه هم تر دې مهاله ددې جرئت کړئ، چې له کوم چا څخه حساب وغواړي.

لیکوال: محمد داوود نیازی

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب