Post Image

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د خېبر پښتون‌خوا ملي عوامي ګونډ غړی عارف وزیر په یوه وسله‌والو برید کې تر ټپي کېدو وروسته پرون د اسلام‌اباد په روغتون کې د ژرور ټپونو له امله ساه ورکړه.

نوموړی وړم ماښام د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې په يوه وسله‌بريد کې ټپي او سمدستي د ډېره اسماعيل‌خان روغتون ته انتقال شو او له هغه ځايه د اسلام‌اباد پيمز روعتون ته يووړل شو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ ته نږدې کسان وايي، عارف وزیر د دې غورځنګ مخکښ او فعال غړی و او وژل کېدل یې لويه ضايع ده.

احمدالله وزیر وایي، که څه هم عارف وزیر د پښتون ژغورني غورځنګ لپاره خورا مهم کس و، خو د ده وژل کېدل به د غورځنګ فعالیتونه متاثره نه‌کړي.

نوموړي افغانیې سره په خبرو کې وويل:

«عارف وزیر د پښتون ژغورنې لپاره مهم غړی و او له شک پرته چې وژل کېدل یې لويه ضايع ده، د نوموړي وژل کېدل به د دې غورځنګ پر فعاليت داسې اغېز ونه‌لري چې ګواکې د دې غورځنګ فعاليت کمزوری شي، اوس ټول پوه شوي چې دا ظالمان موږ ژوند ته نه پرېږدي او له دې سره په لر او بر کې ډېر ځوانان مبارزې ته وهڅول شول چې نوره هم مبارزه وکړي.»

عارف وزیر په ۱۹۸۲ ميلادي کال کې د جنوبي وزیرستان په واڼه سيمه کې وزېږيد، لومړنۍ زدکړې یې د همدې سيمې په يوه ښوونځي کې پای ته ورسولې، خو د يو شمېر ستونزو له امله له لوړو زده‌کړو پاتې شو.

نوموړی له پښتون ژغورنې غورځنګ مخکې د خېبر پښتونخوا د ملي عوامي نېشنل ګونډ فعال غړی او په جنوبي وزیرستان کې د دې ګونډ مشر و.

عارف وزیر پنځه اولادونه لري چې دوه یې هلکان او درې یې نجونې دي چې مشره لور یې اته کاله عمر لري.

د نوموړي د تره زوی مزمل وايي چې نوموړی شپږ ځله د پاکستاني پولیسو له‌خوا نیول شوی و.

د عارف وزیر د کورنۍ غړي وايي چې د دوی په کورنۍ کې علي وزیر او عارف وزیر په سياست کې ښکېل او بوخت ول، خو عارف وزیر بيا ډېری د کلي او علاقې په جرګو او مرکو کې برخه اخیسته.

د سيمه‌ییزو رسنيو د راپورونو له مخې، په کال ۲۰۰۵م کې د عارف وزير د کور سره نږدې د دوی په موټر وسله‌وال بريد وشو چې  د عارف پلار او ورور، او ورسره د علي وزیر پلار او ورور او د کورنۍ بل غړی يې په کې ووژل شول.

د عارف وزیر د تره زوی مزمل رسنيو ته ويلي، تر دې پېښې ۱۵ ورځې وروسته د عارف وزیر بل ورور هم په وسله‌وال بريد کې وژل شو.

هغه زياته کړې عارف وزير پنځه وروڼه درلودل چې درې تنه یې په وسله‌والو بريدونه کې وژل شوي او له دې ډلې دوه تنه یې روغ پاتې دي.

عارف وزیر موده مخکې د ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې په مراسمو کې د ګډون په موخه کابل ته هم راغلی و.

 

عارف وزیر ولې ووژل شو؟

د خپاره شويو راپورونو له مخې، عارف وزیر پرون ماښام له روژه ماتې وروسته د خپل د تره زوی فرهاد وزیر سره په موټر کې سپور و چې په واڼه بازار کې د وسله‌والو کسانو د بريد لاندې راغی او  سخت ټپي شو.

د جنوبي وزیرستان پولیسو رسنيو ته ويلي چې د ناپېژنده وسله‌والو د نيولو لپاره یې هڅې پيل کړې دي.

پولیسو ويلي:

« له کوم موټر نه چې ډزې شوې وې، د عارف وزیر پلویانو هم پرې ځوابي ډزې کړي او په هغه ګاډي کې هم خلک لګېدلي او پولیس د هغه موټر او برید کوونکو پسې ګرځي.»

عارف وزیر د اپرېل اتمه د پاکستاني پولیسو له لوري په دې جرم زنداني شو چې نوموړي د ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې په مراسمو کې د ګډون په موخه کابل ته د خپل سفر پر مهال د پاکستان رياستي ادارو پر ضد خبرې کړې وې.

عارف وزیر کابل ته د خپل سفر پر مهال ويلي وو:

«زه افغان وم، افغان يم او افغان به مرم، موږ ته لاس راکړئ چې لوی افغانستان جوړ کړو او دا په خبرو نه‌کېږي، بايد همت وکړو داسې نه‌کېږي چې تاسو دلته ووايئ چې لر او بر او موږ هلته ووايو چې لر او بر اوس د همت وخت دی بايد همت وکړو او پنجابۍ له خپل منځه وباسو او لوی افغانستان جوړ کړو.»

د پښتون‌ ژغورنې ډېری غړي په دې باور دي چې د عارف وزیر همدا څرګندونې لامل شوې چې نوموړی د پاکستان پولیسو له لوري ونيول شي.

د پښتون ژوغورنې غورځنګ مخکښې غړې ثنا عجاز د عارف وزیر تر وژل کېدو وروسته په خپله ټوېټرپاڼه ليکلي:

«موږ  عارف وزیر له لاسه ورکړ، د دولت تر ملاتړ لاندې ترهګرو د پښتونخوا میړني او زړور بچی وژلی چې د پاکستان د دولت لخوا د تروریزم او افراطیت پر بنسټ د پالیسیو خلاف و.»

پښتون ژغورنې بل مخکښ غړي محسن داوړ ويلي:

«عارف وزیر هم  د ترهګرو له لوري ووژل شو، خو د دغو ترهګرو د مشرانو پر ضد به زموږ مبارزه جاري وي.»

بل‌خوا د پښنې نړيوال سازمان د پاکستان له حکومته غوښتي چې د عارف وزیر د وژل کېدو په اړه دې څېړنې وکړي.

 

عارف وزیر څو ځلې زنداني شوی و؟
د عارف وزیر د کورنۍ غړي وايي چې نوموړی شپږ ځلي د پاکستاني پولیسو له لوري زنداني شوی و او شاوخوا ۱۶ مياشتې یې په زندانونو کې تېرې کړې وې.

عارف وزیر د وروستي ځل لپاره په دې جرم زنداني شوی و چې افغانستان ته د خپل سفر  پر مهال یې د پاکستان دولت پرضد څرګندونې کړې وې.

د راپورونو له مخې، نوموړی د تېرې دوشنبې په ورځ د محکمې په ضمامن له بنده خوشې او پرون د وسله‌والو تر بريد لاندې راغلی او نن یې ساه ورکړه.

ترتيب کوونکی: منصور يوسفزی

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب