Post Image

لیکوال: ضياالرحمن الکوزى

د چاپیریال يا (Environment) کلمه د فرانسوي ژبې له (Environ) کلمې څخه اخستل شوې، چې په اوسني چاپیریال کې د موجوده شیانو مانا ښيندي. د شاوخوا چاپیریال هغه احاطه ده چې له هوا، اوبو، فلورا (ټولو نباتاتو)، فونا (ټولو ژویو) او خاورې څخه جوړه ده.

هغه شیان چې په انساني چاپېريال کې تر سترګو کېږي، هغه که ژوندي موجودات دي او يا هم غیر ژوندي لکه اوبه، هوا، لمر، ونې او خاوره دا ټول چاپیریال بلل کیږي. د چاپیریال ژوندیو موجوداتو ته بیالوژیکي چاپیریال او غیر ژوندیو موجوداتو ته فزیکي چاپیریال ویل کیږي.

د بیالوژیکي او فزیکي چاپیریال ټولو برخو تر منځ د متقابلو اړیکو سیستم ته ایکوسیسټم (Ecosystem) وایي.

د چاپېريال ککړتيا:

هره ورځ انسانان په ټنونو ککړونکي (pollutants)څه شاوخوا چاپیریال ته خپروي، چې په پایله کې دغه سیسټم تر ډېره بريده اغیزمن کېږي.

همدا اوس زموږ اوبه، هوا او خاوره د ککړتیا له جدي ګواښ سره مخ دي او د ځنګلونو سوځېدل، د شنو ساحو له منځه تلل، صنعتي فعالیتونه، ټرانسپورټ، فاضله توکي، هوایي صنعت او دې ته ورته نور عوامل زمونږ د چاپیریال د ویجاړولو لامل ګرځي.

چاپیریال ساتونکي او پوهان د نن ورځې د نویو ستونزو په لیدو سره لکه د اوزون په طبقه کې د سوریو پیداکېدل، په انسانانو کې د یو شمېر  نویو ناروغیو را منځته کېدل او همدارنګه د قطبي یخونو په ولې کېدو سره دې پايلې ته رسیدلي دي، که له چاپیریال سره مناسب او سالم چلند ونشي، نو په راتلوونکي کې به د انسانانو لپاره ژوند ستونزمن او ان نا ممکن شي. د انسانانو له لوري له چاپېريال سره دا ډول بېباکانه چلند ددې لامل ګرځېددلی، چې چاپېريال مخ په خرابېدو روان شي او ان داسې وخت هم را ورسيږي، چې نور راته د ژوند کولو ځواب راکړي او په مطلق ډول ژوندي شيان له خپلې غېږې وترټي.

د چاپېريال ساتنې نړيواله ورځ!

د چاپیریال ساتنې نړیواله ورځ (World Environment Day) چی د عیسوي (زیږدیز کال) د جون په پنځمه په نړیواله کچه لمانځل کیږي؛ دا ورځ د ۱۹۷۲ کال د جون مياشتې له پنځمې را پدیخوا هر کال لمانځل کیږي. دغه ورځ د ملګرو ملتونو د چاپیریال ساتنې پروګرام پر مټ لمانځل کیږي او ددې ورځې د لمانځلو څخه اساسې هدف انسانانو ته په نړیواله کچه د چاپیریال ساتنې په هکله عامه پوهاوى ور کول دي.

د لومړي ځل لپاره چې د چاپیریال د ورځې په ویاړ کوم کنفرانس جوړ شوی و، شعار یې (بشري چاپیریال) و او سږ کال د دغې ورځې په ویاړ (د طبیعت لپاره وخت) Time For Nature شعار غوره شوی دی. د همدغه شعار تر عنوان لاندې به په ډېرو هېوادونو کې د ټولنیزې فاصله په مراعت کولو سره او د ټولنیزو رسنیو له لارې به د چاپیریال نړیواله ورځ لمانځل کیږې، اساسې هدف به یې د چاپیریال ساتنې پر وړاندې د خلکو پوهاوى ډېرول او د چاپیریال له ویجاړولو څخه مخنیوى کول ښودل کېږی.

کرونا ویروس د تیر ۲۰۱۹ کال د چین وهان ښار څخه را پيل شو او تر دې دمه یې په نړیواله کچه ډېر اقتصادي او بشري زیانونه اړولي، چې د یاد ویروس له امله په ګڼو هېوادونو کې د قرنطین حالت اعلان او صنعتي فعالیتونه بند شول، تر څو له دغه نړیوالې وبا څخه په امان پاتې شي.

له نيکمرغه د قرنطین په پايله کې په طبیعت کې د پام وړ مثبت بدلون را منځته شو او د چاپیریال ژوندیو موجوداتو د خوښۍ او پرمختګ احساس وکړو، ارام ساه يې واخيسته.

نو ټولو هېوادونو ته په ځانګړي ډول صنعتي او پرمختلليو هېوادونو ته پکار ده، چې په خپلو کړنو کې چاپیریالي اصول او قوانین په سمه توګه مراعات کړي، تر څو په راتلونکو وختونو کې له چاپیریالي ستونزو او آفتونو په امان پاتې شو.

چاپیریال امانت او یو تلپاتې میراث دی، پکار ده چې دا تلپاتې میراث په سمه توګه تر نورو راتلونکو نسلونو پورې ور ولېږدوو او له دې لويې هستۍ څخه په مناسب ډول ساتنه وکړو.

ژوندي موجودات خپلې ټولې اړتیاوې له طبیعت څخه تر لاسه کوي. هوا، اوبه، ځمکه او ټولې طبیعې زیرمې هغه شتنمي ده، چې د انسان په واک کې ورکړل شوې او ځمکې پر سر چې هر وخت او هرڅه ژوند کوي، دا يې ګډ مال دی، خو انسان هم بايد له دې شتمنۍ څخه ناوړه او بې باکانه ګټه پورته نه کړي، ترڅو يې هم خپل ژوند له افتونو خوندي ساتلی وي او هم يې د چاپېريال په نورو ژويو او ژونديو موجوداتو ترحم کړی وي.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب