Post Image

ایران د افغانستان ګاونډی هېواد دی، چې تر ډېره ګډې فرهنګي، ژبنۍ او تاریخي اړیکې لري، خو تل يې د نورو ګاونډیو هېوادونو په څېر د پردې تر شا او يا هم په ښکاره د افغانستان  په ګټو ور بلوسلي، جګړې او شرارت ته يې لمن وهلې، د خپلو ګټو لپاره يې بهرنیو هېوادنو کې افغانان د ټوپک شپېلۍ ته سیخ‌ کړي دي.

ایران په دې تورن دی، چې هلته له مېشت افغان کډوالو څخه ناوړه ګټه پورته کوي، تر ۵۰۰۰ زيات کډوال یې د سوريې جګړې ته استولي، افغانستان ته يې د پردۍ(داعشي) جګړې بدي اخستې ده.

 ايران هر وخت د افغانستان له کډوالو د سیاسي ابزار په توګه کار اخستی او دا چاره افغانستان لپاره په سر خوږي او ناسور ټپ بدله شوې ده.

په تازه مهال کې د ایران بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف طلوع نیوز سره په مرکه کې وویل، اوس مهال سوریه کې نږدې ۲۰۰۰ افغانان د ایران په ملاتړ داعش سره مبارزه کوي او که اړتیا پیدا شي خپل ملاتړ ته به دوام ورکړي.

انګېرنې دا دي چې ایران افغان کډوالو ته په کمه سترګه ګوري او تل یې نورو هېوادنو ته د خپلو ګټو لپاره جګړې ته استوي، تر څو د داعش په څېر ترهګرو ډلو لاسونه له خپلې غاړې لنډ او خپل دښمن سره افغانان په بوجۍ کې واچوي، ياني دا په وينو سرې تورې د افغانانو په ټټر ور برابرې کړي. ان د ايران يوه بېباکانه خبره دا وه، چې که افغانستان وغواړي، نو په سوريه کې جنګېدونکې ملېشې (فاطميون ډلګۍ) په افغانستان کې د داعش پر وړاندې منسجمولای او جنګولای شي، دا نو هغه پروژه ده، چې له وړاندې ایران د فاطمیون په نوم دلته خپلو موخو رسېدو لپاره پلې کړې او ډېری وخت خو يې د بريدونو ځواب موږ په سر سترګو ليدلی دی.

که د ایران په لاس روزل شوي دا ۲۰۰۰ جنګیالي د افغان پوځ په لیکو او یا هم دلته د یوې بلې ډلې په توګه په دندو وګمارل شي، نو مذهبي کړکېچ به لا پراخه، د ایران د دښمنانو پام به را واوړي او په لوی لاس به افغانستان د جګړې یوې بلې کندې ته ور ګوزار شي، چې را اېستل به یې بیا د هر چا له وس پورته وي.

ایران تل ویلي، چې افغانستان د یو خپلواک هېواد په توګه پېژني او ملي حاکمیت ته یې درناوی لري، په بدل کې یې طالبان ترهګره ډله بولي او دلته د لاس وهنو څخه انکار کوي، خو ایا رېښتیا هم د یاد هېواد له ادرسه داسې څه لیدل کېږي؟

جوته خبره ده، چې نه، ځکه په لسګونو داسې شواهد شته چې په افغانستان کې د ایران له لاس‌وهنو او دلته یې له شیطاني اعمالو پرده پورته کوي. له ترهګرو ډلو سره اړیکې، له کډوالو ناوړه استفاده، مذهبي او ژبنیو تعصبونو ته لمن وهل، د عامه تاسیساتو ویجاړولو هڅې، بهرنیو هېوادونو په ځانګړي ډول امریکا سره د افغان حکومت پر ملګرتيا خفګان او دې برخه کې خنډونه رامنځته کول یې ښه مثالونه دي.

له طالبانو سره د ایران اړیکې هغه مهال لا ښکاره شوې، چې د یادې ډلې مشر ملا اختر محمد منصور ایران ته له دوه میاشتني سفر وروسته د پاکستان په بلوچستان کې ووژل شو، چې اوس د ایران  بهرنیو چارو وزارت هم د نوموړي سفر نه ردوي او د اړیکو درلودو خبره کوي، خو هلته د طالب ډلې د کورنیو موجوديت په اړه بې خبري ښیي.

د مالوماتو پر بنسټ طالبان د پاکستان ترڅنګ ایران سره هم له ډېر پخوا اړیکې لري. ايران له ډېره وخته طالبانو ته په هغو سټېجونو چې سيوری يې لوړ دی، لابي کوي، د وسلو ورکولو پرېمانه شواهد يې شته او د جګړې د يو اړخ په توګه يې ډېری وخت په شا ټپولي او په افغانستان يې رامرش کړي دي.

خو ایران بیا هلته د ۴۸۰ زره افغان ماشومانو د زده‌کړو خبره کوي او وایي چې افغان کډوالو ته یې دزده کړو تر څنګ د ژوند نورې اسانتیاوې هم چمتو کړي دي، ان دوی وايي په سوريه کې د وژل شويو افغانانو له کورنيو سره يې مرستې کړې دي.

خو دې هرڅه ته د شک په نظر کتل کېږي، ځکه که ایران ریښتیا هم له افغانانو سره ښه چلند کوي، نو ولې په ښوونځيو کې ورته د زده‌کړو اجازه نه ورکوي، پارک ته پر تلو يې بنديز دی، په ډېری ځايونو کې ان د انساني چلند ور سره نه‌کېږي، نورې کيسې او معاملې خو يې په خپل ځای پرېږدو.

کله چې ايراني چارواکي وايي، په ايران کې يې افغانانو ته د ژوند لوړ شرايط برابر کړي، دا هسې خبرې دي، ځکه په ايران کې کېدای شي، يوازې هغه افغانان نسباً مناسب ژوند ولري، چې پانګونه يې کړې او يا هم دوی پرې پانګونې کوي او د خپلو راتلونکو ګټو لپاره يې پالي.

ايران په سوله ټینګار کوي، خو تر څنګ یې د افغانستان د جګړې د میدان ګرمې ګولۍ په ایران کې جوړېږي چې دا په ښکاره د دوی له ظاهري دریځ سره ټکر دی.

د حل لارې په توګه باید ووایو، چې له هر څه وړاندې باید په ایران کې د درې میلیون افغان کډوال په برخليک فکر وشي، د راستنېدو زمینه يې برابره شي او د دوی د ژوند اسانتیاوو ته جدي پاملرنه وشي. که دا کار ونه‌شي، پردۍ جګړې چې ايران ور سره مخ دی، د اړمنو افغان کډوالو په مټ وړاندې وړل کېږي. ددې ترڅنګ په ايران کې د مېشتو افغان کډوالو ټولو بشري او انساني حقونو ته بايد درناوی وشي، د کډوالو د نړيوالو اصولو له مخې ور سره چلند وشي، د ژوند کولو حق ورکړل شي، نه داچې په جګړه کې وکارول شي او يا هم د دوی له مجبورې ورځې کار واخستل شي.

په کور دننه بايد د هغه ډلو پر وړاندې کلکه مبارزه وشي، چې په یو ډول نه یو ډول د نړۍ په جګړو کې د ایران لپاره افغانستان ښکېلوي.

د دواړو هېودانو ايران او افغانستان ترمنځ باید سوداګریزې اړیکې پراخې شي، تر څو ترهګرۍ پالنې پر ځای انسان پالنه او سوداګري زیاته شي. له ايران سره د ګاونډيتوب له مخې پر وړاندې حرکت وشي او ټول اصول تعريف شي.

دا چې اوس مهال ایران نړۍ سره په یو ډول ټکر کې دی، ښه به دا وي، چې افغانستان په دې برخه کې خپله بې طرفي وساتي، په سیمه او نړۍ کې د دوه اړخیزه او متقابلو اړیکو پالیسي مخ ته یوسي.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب