Post Image

امنیتي مسوولین وایي، په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۴۰ طالبان وژل او ۱۳ نورټپیان شوي، همداراز په همدې موده کې   ۴۶کړۍ ماینونه هم کشف او شنډ شوي دي.
د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په یوه شپه او ورځ کې په غزني کې ۳۰طالبان وژل شوي ۱۰ټپیان شوي، په زابل کې ۴طالبان وژل شوي ۳ټپيان شوي، په کندهار کې ۶طالبان وژل شوي دي.
یاد وزارت ویلي، په کندهار، نیمروز او لوګر ولایتونو کې امنیتي او دفاعي ځواکونو ۴۶کړۍ ماینونه هم شنډ کړي دي.
بل لورته ‏هلمند کې د ترهګریزو فعالیتونو په تور نهه کسان نیول شوي.
د هلمند ملي امنیت ریاست وايي، یاد کسان یې د مقناطیسي ماینونو د نښلولو او هدفي وژنو په تور نیولي، چې نفوذي کسان هم په‌کې شامل دي.
همداراز د کابل امنیه قومندانۍ مسوولینو خبرورکړی، چې د کابل په کارته‌مامورین سيمه کې د ډبر پلورونکو په خپلمنځي شخړې کې یو کس ټپي شوی دی.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب