Post Image

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مسوولین وایي، د اسلامي هېوادونو د ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان په درېيمه فوق‌العاده غونډه کې د غور ولایت جام منار د لرغونو فرهنګي میراثونو په نوم‌لړ کې ثبت کړ.
د یاد وزارت مالوماتو له مخې، د اسلامي هېوادونو د ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان درېيمه غونډه کې د افغانستان، امارات، یمن، فلسطین، مراکش او عمان هېوادونو ۲۲فرهنګي اثار ثبت شول:
« د ډسامبر په لسمه په مجازي ډول د ولسمشر محمد اشرف غني او په پاریس کې د افغانستان استازي له خوا ايسيسکو ته د جام منار د ثبتولو وړاندیز وشو، چې د ډسمبر په ۲۹مه د رایو په اکثریت یاد بنسټ کې د  جام منار ثبتیدل د لرغوني فرهنګي اثر په توګه تایید شول.»
جام منار د افغانستان لومړنۍ لرغونی اثر دی، چې په ایسیسکو سازمان کې ثبتېږي.
له دې وړاندې د غور ولایت جام منار په ۲۰۰۲کال کې د یوسنکو نړیوال بنسټ د لرغونو اثارو په نوم‌لړ کې ثبت شوی و.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب