Post Image

وسله‌والو پرون ناوخته په جلال اباد ښار کې د انعکاس په نوم د يوه خصوصي راډيو ټلويزيون درې ښځینه کارکوونکې ووژلې او یوه بله يې ټپي کړه. د پېښې په لومړيو کې د بريد پړه کومې ډلې نه وه منلې، خو ځايي امنيتي مسوولينو په دې تړاو يو ريکشا چلوونکی له يو ميل تفنګچې سره نيولی او ياد کس يې په وسله‌والو طالبانو پورې تړلی بللی و. د بريد په دويمه ورځ ځينو رسنيو داسې راپورونه خپاره کړل، چې دا بريد د داعش وسله‌والې ډلې له لوري تر سره شوی دی.

په افغانستان کې هره پېښه يوازې تر غندلو او د پېښو د څېړنې لپاره تر کمېسيونو پورې محدوديږي، بس په نور هرڅه خاورې واوړي او له ياده ووځي. دا ځل هم ولسمشر محمد اشرف غني دا برید غندلی او له اسلامي او افغاني ارزښتونو سره یې په ټکر کې بللی دی.

افغانستان په دې وروستيو کې د خبريالانو، مدني فعالانو او بشري حقونو د فعالانو په دوزخ بدل شوی، په روان کال کې يې د وژنو، ځورونو او ترټنو کچه د نورو کلونو په پرتله اوچته شوې، چې دې څه د نړيوالو اندېښنې هم را پارولې دي.

اورپکي او ځينې کړۍ هڅه کوي، چې د افغانستان ځوانې مفکورې او استعدادنه يا غلي کړي، يا يې ووژني او يا يې هم دې ته اړ کړي، چې خپلې مبارزې ته د پای ټکی کېږدي او وطن پرېږدي. له دې سره دوی د افغانستان کمزوري کولو هڅه کوي او له دې لارې خپلو شومو اهدافو ته ځانونه رسوي.

د دغه ډول بريدونو تر شاه څو لاملونه پټ دي:

لومړی دا چې اورپکي دا کار ځکه کوي، تر څو د بيان ازادۍ او د خلکو غږ چپ کړي. دوی له دې لارې غواړي وېره خپره کړي او هغه څه چې تر ولس پورې رسېږي، هغه الونيا کړي، ولس په تيارو کې وساتي.

دويم ددې ډول پېښو تر شاه د مافيايي کړيو لاس دی. دوی غواړي له دې ډول پېښو سره ځانونه زورور وښيي او خلک د حکومت پر وړاندې را وپاروي. دوی هڅه کوي، دا ډول پېښو پړه په حکومت واچول شي او خلک کډوډۍ ته وهڅوي. ددې ترڅنګ ځينې کړۍ په همدې لباس کې خپلو ناوړه کړنو ته لا اواروي او غواړي، خپل کاربار روان وساتي.

په ټوله کې افغان حکومت او تر ډېره مدني فعالان ددې ډول پېښو په تړاو طالبان او اورپکي ګرم ګڼي، د ملامتيا ګوته ځکه دوی ته نيسي، چې طالبانو د جګړې په دوام سره هېواد کې هدفي وژنو ته زمینه برابره کړې او له وړاندې دا ډول کړنو کې ښکېل و.

په تېرو دريو میاشتو کې دویم ځل دی، چې ننګرهار کې د انعکاس په نامه د خصوصي تلویزیون کارکوونکي د وسله‌والو له‌خوا په نښه کېږي.

له دې وړاندې د تېرې دسمبر میاشتې پر لسمه د همدې تلویزیون یوه ویانده ملالۍ میوند جلال اباد ښار کې ووژل شوه. که څه هم ځايي مسوولينو اعلان وکړ، چې د ملالۍ وژونکی يې نيولی، هغه په خپل جرم عتراف هم کړی، خو تر دې مهاله بيا ددې پېښې په اړه رسنيو ته څه نه دي راوتلي، خبره همغسې غلې پاتې شوه.

د  افغانستان د مدني ټولنو بنسټ د ۲۰۲۰ میلادي کال په وروستيو کې  راپور خپور کړ، چې د ياد کال په ترڅ کې د ۱۱ خبریالانو په ګډون ۲۰ مدني فعالان د بېلابېلو ترهګریزو او هدفي بریدونو له کبله وژل شوي دي. خو ددې راپور له خپرېدو وروسته هم په افغانستان کې مدني فعالان او خبريالان په نښه شول.

د افغان حکومت د مالوماتو له مخې طالبان غواړي په لویو ښارونو کې نرم اهداف(مدني فعالان) په نښه کړي، څو د خلکو عاطفې او احساسات راوپاروي او له حکومت سره یې په تضاد کې واقع کړي. اوس داسې ښکاري چې د یادو نرمو اهدافو د وژلو لړۍ د دوی په خوښه روانه ده، ځکه چې وژنونکي له پېښې وروسته لاس شاته ونيسي او پړه هم نه مني.

له کله چې طالبان په قطر کې د سولې مزاکراتو مېز ته ناست دي، له هغه را ورورسته د مدني فعالانو، خبريالانو او د بشري حقونو د فعالانو د وژنې لړۍ چټکه شوې، داسې انګېرل کېږي، طالبان هغوی په نښه کوي، چې د جمهوريت غږ پورته کوي، په تېرو لاسته راوړنو ټينګار کوي او په ډېرو هغو کې له طالباني مفکوري او غوښتنو سره مخالفت کې دي.

په دې برخه کې حکومت هم پړ بلل کېږي، چې د مدني فعالانو او خبريالانو د امنيت په خوندي کولو کې پاتې راغلی دی. په ځينو پېښو، ځورونو او ترټنو کې د حکومتي کسانو لاس ښکاري. ددې ترڅنګ زورواکو، نامسوولو وسله‌والو او په فساد کې ښکېلو هغوی هم ددې بې وسلې مخلوق پر وړاندې خپله چړه تېره ساتلې او کله يې چې ګټې په خطر کې لوېدلې نو يې ګزار کړی دی.

پر دې سربېره ځينې خبريالان او مدني فعالان د ځايي زورواکو او مافيايي کړيو د مشرانو د تورو کاربارونو مالوماتو ته لاس رسی پيدا کوي، خو کله چې هغه ډلې پوهېږي، خوندي او د تور کاربار مالومات يې ليک شوي، يا ليک کېږي، نو هڅه کوي، مالومات تر لاسه کوونکي په دامونو کې ښکېل کړي او يا يې هم په يوډول له ميدان څخه اوچت کړي، چې ګڼې بېلګې يې شته. هغوی چې ګټې يې په خطر کې ولويږي او يا هم اورپکي او نور ترهګر له رواني اړخه د خلکو د کمزوري کولو هڅې کوي، ان د حکومت پر وړاندې خلک راوپاروي، دا د دوی وجودي فلسفه ده، چې خلک تر فشار لاندې ونیسي او خپل اهداف تعقیب کړي.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب