Post Image

د کورنیو چارو وزارت د مالوماتو له مخې، د تېرو ۲۴ پرمهال په کندوز، هلمند، پکتیکا، کابل، نیمروز او تخار ولایتونو کې ۳۵ تنه د نشه‌یي توکو د قاچاق او جنایي جرمونو په تور نیول شوي دي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دغه کسان د بېلابېلو عملیاتو په پایله کې د قتل، وژنې، چپاولګرۍ، غلا او نشه‌یي توکو د پېر او پلور په تړاو نیولي دي

له نیول شویو کسانو څخه یو اندازه نشه يي توکي، الکولي څښاک، غلا شوي وسایط او بېلابېل ډوله وسلې هم ترلاسه شوې دي.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب