د ولسمشر د هدایت او د لوړو زدهکړو وزارت د ابلاغیې ترمنځ بنسټیز ټکر
د میزان په شلمه د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست یو مکتوب د لوړو زدهکړو وزارت ته استولی او په هغه کې یې د ولسمشر د فرهنګي مشاور ډاکتر لال پاچا ازمون له اړخه د ولسمشر د شفاهي سپارښتنې چې د سنبلې په ۳۰مه یې کړې ده، د عملي کېدو غوښتنه کړې. د همدې مکتوب په استناد ولسمشر ویلي، چې د هېواد پوهنتونونه او د لوړو زدهکړو موسسې دې د محصلینو د مونوګراف او تیزیس لیکنې په برخه کې د «افغاني فلکور او ولسي ادب د څېړنې او خوندي کولو» په برخه کې همکاري وکړي.
د لوړو زدهکړو وزارت د علمي برنامو رییس صدیقالله بارکزي همدا موضوع د عقرب په اومه ټولو دولتي او غیر دولتي پوهنتونونو او د لوړو زدهکړو موسسو ته په لاندې ډول استولې ده؛
«موضوع: در نظر ګرفتن ادبیات اصیل افغانی در ترتیب تیزس و مونوګراف محصلان پوهنتونهای کشور»
د ولسمشر د هدایت او د لوړو زدهکړو وزارت د ابلاغیې ترمنځ بنسټیز توپیر موجود دی، چې سوء تفاهم یې رامنځته کړی دی. زه غواړم دا بنسټیزه خلاء او په عین وخت کې پالیسي اړخونه چې یوازې په همدې یو مکتوب او هدایت کې تر سترګو کېږي، په ګوته کړم؛
لومړی: د لوړو زدهکړو وزارت د چارو ادارې په مکتوب چې په پښتو ژبه دی، نهدی پوه شوی او هماغه متن چې د مکاتیبې د عرف مطابق باید په مکتوب کې راوړل شي، څرګند توپیر لري. د ولسمشر هدایت څرګند دی، چې په کې د محصلینو له لوري د افغاني فولکور او ولسي ادب چې په لویه کې د ژبې څرنګوالی، د خلکو کړه وړه، فرهنګ، ټولنیز مناسبات، ژوند ژواک رانغاړي باید وڅېړل شي او په خوندي کولو کې یې برخه واخلي. له علمي او منطقي اړخه دا چاره ډېر مهمه او ستراتېژيکه ده، چې ولسمشر ورته متوجې شوی دی او باید هم تر دې وړاندې په پام کې نیول شوی وای. د لوړو زدهکړو وزارت دا موضوع تقلیل کړې او «ادبیات اصیل افغاني» چې هېڅ څرګند مفهوم نهلري، له یو علمي او پالیسي سازې مسألې سره ورته کړې ده، چې باید ځواب یې ووايي.
دویم: د ولسمشر په هدایت کې ډېر واضح ویل شوي، چې د پوهنتونونه او لوړو زدهکړو موسسې دې په دې چاره کې همکاري وکړي او د نورو اکاډیميکو سیاستونو او پالیسیو سره تر څنګ چې د څېړنو او د محصلینو په روزنه کې یې لري، دا موضوع هم په نظر کې ونیسي. د دې پر ځای چې د لوړو زدهکړو وزارت د ولسمشر هدایت کارشناسي کړي، پوره اولس ورځې وروسته یې د هدایت غلط تعبیر ټولو پوهنتونونو ته استولی دی.
درېیم: د ولسمشر په هدایت کې چې د فولکور او ولسي ادب خبره یې کړې ده، یوازې د اجتماعي او انساني علومو څانګو ته راجع کېږي، د لوړو زدهکړو وزارت ته په کار وه، چې د یادو پوهنځیو او پوهنتونونو په تشخیص سره یوازې له هماغه پوهنځیو لپاره د هدایت د تطبیق یوه ځانګړې لایحه جوړه او عملي کړي.
څلورم: د لوړو زدهکړو وزارت باید هر څه عاجل د لوړو زدهکړو د ټولو دولتي او غیر دولتي موسسو او پوهنتونونو د پایلیکونو په اړه مالومات ارایه کړي او هغه لایحه دې روښانه کړي چې تر دې وړاندې په ټولنیزو او انساني علومو او په طبعي او تجربي علومو کې د مونوګراف، تیزیس د لیکلو اصول او مقررات ټاکي، دا دې هم ووایي چې دوی څومره په دې چارې او بهیر نظارت لري. په دې برخه کې د چارو اداره چې د ولسمشر د هدایت د تعمیل دنده لري، له لوړو زدهکړو پوښتنه وکړي.
پنځم: بنسټیزه مسأله د ولسمشر د هدایتو د تطبیق په برخه کې ده. اصلاً اصول څه ایجابوي، چې په یوه علمي او څېړنیزه برخه کې د ولسمشر سپارښتنه باید څنګه عملي اړخ پیدا کړي؟ د پالیسیو، ستراتېژیو او مقرراتو په تنظیم کې د دې ډول هدایاتو ونډه چېرې ده؟ زما په نظر د ولسمشر له لوري د دا ډول هدایاتو ورکول یو لارښوونکی رول لري چې اړوند ادارې یوې مهمې او اساسي مسألې ته متوجې کړې او هغه ادارې د اړوند هدایاتو تعمیل او تعقیب په ګڼو ډولونو باندې تر نظر لاندې ونیسي.
دا یو واقعیت دی، چې د افغانستان پوهنتونونه د علم په تولید او بډاینه کې یو سلنه ونډه هم نهلري. په پوهنتونونو کې تدریسي مواد د نورې نړۍ د اکاډیميکو بنسټونو له نصاب سره اصلاً د مقایسې وړ نه دي. مونوګرافونه او تیزیسونه چې د دولتي او غیر دولتي پوهنتونونو او د لوړو زدهکړو موسسو له لوري وړاندې کېږي، نه دا چې له محصل سره د څېړنې د میتودولوژۍ په زدهکړه کې مرسته نه کوي، بلکې د محصل لپاره د راتلونکو زدهکړو او پرمختګ لپاره هم مرستندوی نه واقع کېږي. اصلاً د ولسمشر د هدایت اهمیت په همدې کې دی څو د لوړو زدهکړو وزارت یو ډېر مهم او خورا اساسي ماموریت ته متوجې کړي، چې متاسفانه یاد وزارت نه یوازې چې له دې هدایت څخه معقوله ګټه نه ده اخیستې، بلکې د ابهام او اندېښنې وړ هم ګرځېدلی دی.