Post Image

اسیا پرمختیايي بانک د کلنۍ ارزونې په خپل تازه خپاره کړي راپور کې ويلي، د کرونا ويروس له خپرېد، همدا ډول د سیاسي او امنیتي ستونزو او کشالو له امله په روان ۲۰۲۰ کال کې به د افغانستان اقتصادي وده منفي پنځه سلنې ته راښکته شي.

په راپور کې په دوو لسیزو کې په بې مخينې ډول د دې اقتصادي ځوړتيا عمده لاملونه کرونا ويروس، سياسي کشالې او امنيتي ننګونې په ګوته کېږي.

د اسیا پرمختیايي بانک د اټکل له مخې راتلونکی میلادي کال به د افغانستان لپاره هیله بښوونکی وي، خو په دې شرط چې د سولې روانې خبرې مثبته پایله ورکړي. دوی د راتلونکي کال لپاره اقتصادي وده ۱.۵ اټکلوي.

په افغانستان کې د اسیا د پرمختیايي بانک مسوولين وايي، دغه بانک له کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره له افغانستان سره وار له مخه ۴۲ ميليونه ډالره مرسته کړې او کابو ۱۰۰ميلیون ډالر نوره مرسته هم په پام کې لري.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب