Post Image

په تازه مهال کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت مسوولین وایي، د ملي دسترخوان پروګرام له لارې يې د لومړي پړاو په تېرو دوو اوونیو کې کابو ۲۰۱۴۴ کورنیو ته بشري مرستې وېشلې دي او په پام کې ده، چې په همدې لومړي پړاو کې په ۱۲۸۹۶ کلیو کې اړمنو کورنیو ته بشري مرستې ووېشل شي.
په وېشل  کېدونکو مرستو کې هرې کورنۍ ته د ۴۰۰۰ افغانیو په ارزښت کمکي بستې چې اوړه، وریجې، غوړي، لوبیا، نخود او صابون په‌کې شامل دي وېشل شوي او لاهم دا لړۍ دوام لري.
د کليو او پراختيا وزارت د مالوماتو له  مخې د ملي دسترخوان پروګرام لومړی پړاو به په ټول هېواد کې تر راتلونکو درېيو میاشتو پورې پلی شي.
په ټوله کې د دا ډول پروګرامونو پلي کول د کرونا ويروس له امله د رامنځ‌ته شوي بحران او کورنيو ته د اوښتي زيان جبران دی، څو دوی له سختو او بدو حالتونو څخه وژغورل شي.
د ملي دسترخوان برنامې لومړی پړاو د هېواد د ۳۴ ولایتونو په ۱۲۳ ولسوالیو کې ۱۲۸۹۶ کلي تر پوښښ لاندې نیسي او تمه ده، چې ۱.۸۶ میلیونه کورنۍ ترې ګټه واخلي. د دې پروګرام د لومړي پړاو ټولیز لګښت شاوخوا ۸۶ میلیون ډالره ښودل شوی، چې د نړیوال بانک له‌خوا ورکول کېږي.
ملي دسترخوان پروګرام دويم پړاو هم لري، چې د لومړي هغه تر بشپړېدو وروسته به پيل شي او د افغانستان په ۳۴ ولایتونو په ۲۳۵ ولسوالیو کې ۲۰۳۹۷ کلي د بشري مرستو تر پوښښ لاندې ونیسي.  تمه ده، چې د ملي دسترخوان برنامې په دويم پړاو کې ۲.۵ میلیونه کورنۍ د بشري مرستو تر پوښښ لاندې شي.
په لومړي پړاو کې له دې پروګرام سره د افغانستان ملي شورا سخت مخالفت وکړ، دوه ځله يې دا طرحه رد کړه، هغه ځکه چې دوی ويل ددې پروګرام د شفافيت هېڅ تضمين نه‌شته‌، ځکه چې له دې لارې هسې مرستې ضايع او د يو څو محدودو کسانو جيبونو ته لوېږي، خو بلاخره حکومت ۱۵ورځې د مخه ياد پروګرام پيل کړ.
د کرونا ويروس د لومړۍ څپې پر مهال چې کله  قرنطين پيل شو او خلک وزګار شول، حکومت د ډوډۍ د وېش لړۍ پيل کړه، چې د وروستيو مالوماتو له مخې، په دغه پروسه کې د ۶۰۰ميليون افغانيو د فساد غږ پورته شو.
د ماليې وزارت د مالوماتو له مخې، چې ويلي يې و، دوه ميليارده او ۸۰۰ ميليونه افغانۍ يې د افغانستان ۳۴ولايتونو ته ځانګړې کړې وې، خو وروسته بيا مالومات د دوه ميليارده او ۲۰۰ ميليون افغانيو د لګښت ورکړل شول، چې د ځانګړې شوې بودجې او لګول شوې ترمنځ ۶۰۰ميليون افغانيو ټکر له ورايه  ښکاريږي او د هغه هېڅ حساب مالوم نه شو.
ځکه خو ولسي جرګې د داسې فساد د مخنيوي لپاره د ملي دسترخوان پروګرام نه پيل ښه وباله او د يوه بديل پروګرام د پيل خبره يې کوله، خو حکومت ويل، چې نړيوال بانک د همدې طرحې پر بنياد مرسته کوي او دا پيسې بايد له لاسه ونه وځي.
اوس چې دا پروګرام پيل شوی، پکار ده، د ملي دسترخوان څخه په روښانه ډول څارنه وشي، دغه پروګرام د هرې مرستې څخه خلکو ته مالومات ورکړل شي، دا ځکه چې په افغانستان کې د داسې سيستماتيک فساد مخينه شته او په بيا بيا دا ډول خيالي پيسې د ملت له ونډې غلاشوې دي.
په دې برخه کې د رسنيو ترڅنګ بايد محلي شوراګانې او مدني ټولنې په جدي ډول څارنه وکړي، له هرې هغه نادودې غږ پورته کړي، چې تر سره کېږي  او فساد ته لار هواروي.
په تېر مهال کې په لرې پرتو سيمو او کليو کې د مرستو او پروژو د فساد يو لامل محلي شوراګانې، ځينې قومي ټېکداران او ملکان هم و، چې دا ډول پروژې به يې پرته له دې چې پلې کړي، په خپلو بډو وهلې، محلي اداردې او په ټوله کې حکومتي هغوی هم ور سره شريکان و، نو ځکه خو په تېرو دوو لسيزو کې ګڼې خيالي پروژې پلې شوې او ځينې کسان له دې لارې د شتمنيو مالکان شول.
دا ځل بايد د بېوزلو انسانانو له حق څخه غلا او شوکه ونه‌شي، دا ځکه چې د کرونا او سياسي حالت د ناسموالي له امله په هېواد کې اقتصادي وضعيت تر بل هر وخت ناسم دی، د خلکو اړتيا جدي ده.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب