Post Image

تېره اوونۍ په جلال اباد کې د ښاروالۍ په ابتکار د ننګرهار د خوړو فیسټیوال دایر شو. دا فیسټیوال ددې ښار د ځوان ښاروال انجینیر اباسین بهیر ابتکار و، چې شخصاً ما ته یې فوق العاده خوند راکړ. په همدې محور کې لاندې څو ټکي چې د ټوریزم د یو مسوول په توګه زما لپاره لومړیتوب دی، شریکوم. دا په حقیقت کې په راتلونکو ۱ – ۲ کلونو کې د کورني ټوریزم د ودې په موخه د لارې د نقشې یوه کوچنۍ برخه ده، چې په مشرقي او په ځانګړي ډول له ننګرهاره پیلېږي. دا ځل غواړم د ټوریزم په اړه د تیوریکي او خسته‌کنو مسایلو تر څنګ درسره د خپل زړه خبرې او وېژن هم شریک کړم. 
هسې خو ټول وطن را باندې ګران دی، خو زما د خاپوړو او ماشومتوب ټاټوبی ننګرهار راته بېل ارزښت لري او فکر کوم دا مې طبعي حق دی، چې ورسره مینه ولرم. 
کورنی ټوریزم؛
په ساده ژبه ټوریزم د خلکو د فارغ وخت د مدیریت صنعت دی. یعنې ټوریستي فعالیت هغه دی، چې خلکو ته زمینه برابره شي، د پیسو او لګښت په بدل کې له خپلې رخصتۍ او فارغ وخت څخه خوند واخلي. په بل عبارت د ټوریزم په صنعت کې پر سیلانیانو باندې هغه خاطرات پلورل کېږي، چې دوی یې د رخصتۍ او یا فارغ وخت د تېرولو پر مهال تجربه کوي. دا خاطرات د خوړو، لباسونو، ډالیو، تفریح، بانډارونو، موسیقۍ او ورته نورو چارو پورې اړه لري، چې یو سیلاني یې د خپل سفر له پیل څخه تر پایه پورې پرې پیسې لګوي. اوس نو دا د ټوریزم د صنعت د مدیرانو کار دی، چې سیلاني ته دومره امکانات برابر کړي، څو هغه پرې تر ممکنه حده ډېرې پیسې ولګوي. یعنې د ټوریزم اصلي منطق دا دی، چې سیلانیان له بېلابېلو لارو تشویق شي، لګښت وکړي او دا لګښت په ټوریستي سیمه کې پاتې شي. دا چې دا زمینه څنګه برابرېږي، د ننګرهار او په ټوله کې د مشرقي په بېلګه کې یې په ساده الفاظو د بیانولو هڅه کوم. 
طبعي پوټانشیل؛
د موسمي ټوریزم په برخه کې پر ننګرهار او ټول مشرقي باندې لوی خدای ج ځانګړې پېرزوینه کړې ده. په ټوله نړۍ کې داسې ډېرې لږې سیمې شته، چې د مشرقي په څېر په کې پر یو وخت دوه جلا موسمونه تجربه شي. په بل عبارت په ننګرهار کې په سور اوړي کې د سپین غر لمنې په واورو پټې دي، د کنړ او نورستان غرونه او درې معتدله هوا لري. یعنې دا سیمه د کال حد اقل ۱۰ میاشتې د سیلانیانو د جذب پوټانشیل لري. ټوریزم په دقیق ډول ددې پوټانشیل مدیریت ته وايي. 
فرهنګ او فرهنګي هویت؛
د فرهنګي مطالعاتو اصلي دغدغه دا ده، چې څرنګه فرهنګ او فرهنګي توکي صنعتي شي. په بل عبارت فرهنګ پر یوې داسې عایداتي منبع بدل شي، چې له یوې خوا د ننګرهار او مشرقي ځايي خلکو ته د کار زمینه برابره شي او له بلې خوا د ځايي توکو د تولیداتو او خرڅلاو له لارې د سیمې د خلکو اقتصاد پیاوړی شي.  
فرهنګي هویت بیا هغو ټولو مادي او معنوي شمتنیو ته ویل کېږي، چې د یوې خاصې سیمې خلک پرې پېژندل کېږي. دلته د ژبې، ادبیاتو، هنرونو، رواجونو او عنعناتو تر څنګ د لباس، لاسي صنایعو، زراعت، ځايي تولیداتو او حتا معمارۍ پورې ټول فکټورونه د فرهنګي هویت په شاخصونو کې شامل دي. 
مشرقي د فرهنګي هویت له پلوه هم غني سیمه ده. له خوړو نیولې تر لباسونو، لاسي صنایعو ځايي تولیداتو پورې لسګونه داسې توکي شته، چې د افغانستان او نړۍ د سیلانیانو د پاملرنې وړ ګرځېدلی شي. یعنې ددې سیمې فرهنګ په عایداتي منبع بدلېدلی شي. ددې موضوع د لار روښانتیا لپاره د ټوریزم لاندې سناریوګانو ته پاملرنه وکړئ:

دوه سناریوګانې؛ 
مثلاً د پنجشنبې په ماسپښین پنځه تنه ځوانان غواړي، د کابل د سوړ ژمي او ککړې هوا څخه ننګرهار ته چکر ووهي او هلته خپله رخصتي تېره کړي. ددې ځوانانو همدا چکر په حقیقت کې ټوریستي فعالیت دی او دوی کورني سیلانیان بلل کېږي. اوس د یوې ټوریستي سیمې په توګه د ننګرهار خلکو او چارواکو ته څه کول پکار دي، دا ځوانان دې ته راضي کړي، چې تر ممکنه حده په جلال اباد کې پیسې مصرف کړي؟ دلته دوه حالتونه دي:
۱ - په عادي حالت کې به احتمالاً دوی په دې شرط  ننګرهار ته ځي، چې  مخکې له مخکې یې د کوم ملګري سره د شپې تېرولو د ځای بندوبست کړی وي. بیا به ځي ماښام به په ډرونټه یا بهسودو کې ماهيان یا کړايي خوري. که د کامې د شیریخ او بلند‌غر صفت یې اورېدلی وي، نو سهار لس بجې به هلته ځي. د شیریخ او سیخانو تر خوړولو وروسته به ماسپښین د کابل پر لور بېرته حرکت کوي او ماښام به د یو عالم خاطرو او کیسو سره خپلو کورونو ته ستنېږي. په دې سفر باندې ددې ځوانانو حد اکثر لګښت ممکن شاوخوا ۷۰۰۰ افغانۍ وي. حال دا چې دوی به له ځانه سره مثلاً ۲۰ زره افغانۍ وړې وي. پاتې ۱۳۰۰۰ زره یې بېرته له ځانه سره راوړې وي. 
۲ – د ټوریزم د مدیریتي تیورۍ له مخې ننګرهار ته باید ددې ۵ تنو کابلي ځوانانو سفر داسې مدیریت شي:
 تر هر څه لومړی ننګرهار ته تر حرکت وړاندې باید دا ځوانان په جلال آباد کې د شپې د ځای اندېښنه ونه‌لري. دوی باید ډاډمن وي، چې هلته د ځايي ملګرو پرته هم کولای شي، په مېلمستونونو او هوټلونو کې د شپې ځای موندلی شي. ددې تر څنګ دوی باید وپوهول شي چې ښه جامې او واسکټ په ننګرهار کې جوړېږي. ښار ته د ننوتلو سره سم باید د خیاط دوکان ته لاړ شي او خیاط دا اطمینان ورکړي، چې یوه اوونۍ وروسته به یې جامې په کابل کې ورکول کېږي. دوی باید د درمسال د پیکوړو، د سراج العمارت د شورنخودو او د کراچۍ د نورو خوراکي توکو د خوندونو په اړه چې (Street Food) یې بولي، هم معلومات ولري. سربېره پر دې چې کله کابل ته حرکت کوي، نو هېڅکله باید خالي لاس لاړ نه‌شي.
 په فارم هډه کې باید تازه خرما واخلي. په ښار کې باید بېلابېل ډولونه شات، زیتون، د زیتونو تېل، ګوړه، بېلابېل ډولونه پنېرونه، څپلۍ، پټو، ممپلي، ګني او لسګونه نور توکي چې یوازې په مشرقي کې پیدا کېږي، له ځانه سره یوسي. خلاصه دا چې کله کابل ته رسېږي نه یواځې دا چې هغه ۲۰ زره افغانۍ یې لګولې وي، بلکې پوروړي هم وي. 
تاسې کولای شئ چې دا سناریو پر هغو سلګونو موټرو هم تطبیق کړئ، چې هره اوونۍ ننګرهار ته را روان وي. 
اوس که چېرې دویمه سناریو عملي شي دې ته ټوریزم وايي. دا د ننګرهار د ټوریزم د پوټانشیل د یوازې او یوازې ۵ سلنې د اجرايي کولو په معنا دي. پاتې ۹۵ سلنه چې په کې د مشرقي ټولې لرې پرتې سیمې او ټوریستي امکانات هم شامل دي، چې یو منظم پلان ته اړتیا لري. 
په ننګرهار کې د ښاغلي اباسین بهیر او والي صېب ضیاالحق امرخېل په ګډون ټول ځايي چارواکي، ان خصوصي سکټور د کورني ټوریزم پر اهمیت پوهېږي او سیمه ذهناً دې ته آماده ده، چې سیلانیان ومني.  
د ټوریزم د یو مسوول په توګه د پورتنۍ سناریو عملي کول یوازې او یوازې همغږۍ ته اړتیا لري. دا هغمږي د خصوصي سکټور او د ولایت د مقام او ښاروالۍ ترمنځ رامنځ‌ته کېږي او د ټوریزم مرکزي اداره باید د بازارموندنې، پلان او پالېسۍ په برخه کې مرسته وکړي. 
که خدای کول په مشرقي کې د ټوریزم د پوټانشیل د اجرايي کولو په موخه د معرفۍ بازار موندنې، د تولیداتو د سټندرد کولو، د خصوصي سکټور د انسجام او د مشتریانو د ممنونیت په موخه به عملي ګامونه پورته شي. 
په ورته ډول د افغانستان ټولې سیمې چې ځانګړی فرهنګي هویت لري د پورتنۍ سناریو د عملي کولو پوټانشیل لري، خو ددې کار پیل باید له مشرقي څخه وشي، ځکه دا سیمه په افغانستان کې له موسمي پلوه د ټوریزم لپاره تر ټولو مناسبه ده.
د اوس لپاره همدومره ...
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب