Post Image

د کرونا يا کوېډ-۱۹ ساري ناروغۍ تازه پېښه په انسانانو کې د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر کې د چین ووهان په ښار کې وموندل شوه. دغه ویروس انسان په تنفسي ستونزو اخته کوي چې ان د مړینې لامل کېږي.

کرونا ویروس په چین کې تر دې دمه شاوخوا ۳۰۰۰ زره کسان وژلي او تر ۸۰ زرو ډېر پرې اخته شوي دي. پر چین سربېره یاد ویروس په ۸۵ نورو بېلابېلو هېوادونو کې هم خپور شوی دی.

ایران کې د دې ویروس تر خپرېدو وروسته افغانستان کې هم د کرونا ویروس لومړنۍ پېښه په هرات کې ثبت شوه.

نښې نښانې:

تبه، ټوخی، د پوزې بهېدل، د ستوني درد، تنفسي ستونزې، ساه لنډۍ او ځيني وخت نس ناستی او کانګې د کرونا په ویروس د اخته کېدو نښې دي.

د مخنیوي  لارې چارې:

  • په دوامداره توګه د لاسونو مېنځل؛

لږ تر لږه په يوه وخت کې د ۲۰ ثانیو لپاره په پاکو اوبو، صابون یا ډيټول خپل لاسونه په منظم ډول د ورځې په جریان کې ۲۰ځله مېنځل کولای شي د ویروس له منځه وړلو کې مرسته کوي.

  • له قوي خوړو استفاده؛

د نورو لارو چارو ترڅنګ له ویټامین سي لرونکي خواړو، سبزۍ او مایعات ګټه اخيستل هغه څه دي چې کولای شي د بدن مقاومت لوړ کړي او پر کرونا ویروس د اخته کېدو خطر راکم کړي.

  • ماسک اغوستل؛

د ماسک درلودل کولای شي تر ډېره د انسانانو ترمنځ د یاد ویروس له انتقال مخنیوی وکړي. په ښار، بازار او کار ځای کې تل له طبي ماسکونو کار واخلئ.

  • د روغبړ پرمهال واټن؛

په ښار او یا خپل کار ځای کې له زکام لرونکو یا ناروغو کسانو سره د روغبړ او يا هم عادي حالت کې لږ تر لږه باید یو متر فاصله مراعات کړئ. ځکه د ناروغ د پرنجي او ټوخي پرمهال د نوموړي له خولې کوچني مایعات راوځي چې کولای شي ویروس تاسو ته انتقال کړي.

  • په سترګو، پوزه او مخ لاس مه وهئ

د انسان لاس د ورځې په اوږدو کې هر ډول څيزونه لمسوي، که داسې څه یې لمس کړي وي چې پر ویروس ککړ وي نو د سترګو او پوزې له لارې ډېر ژر بدن ته انتقالېږي.

  • لاس  او غېږ ورکولو ډډه کول؛

کرونا ویروس د مستقیم تماس له لارې یو بل ته انتقالېږي نو باید له لاس او غېږ ورکولو څخه ډډه وشي.

  • د ټوخي او پرنجېدو پرمهال خوله پټه کړئ؛

د ټوخي او پرنجي پرمهال په کاغذي دسمال یا لاس خوله پټول، لاسونه مېنځل او ناپاک لاسونه خولې ته نه وړل هم د تنفسي ویروسونو د لېږد خطر کموي.

  • مایعات(اوبه) ډېرې وڅکئ؛

اوبه کولای شي په بدن کې  ویروس تر معدې ورسوي او له تېزابونو سره یې له منځه یوسي.

  • استعمال شوي دستمالونه کثافت دانۍ کې واچوئ چې ویروس خپور نشي.
  • په هغو ځایونو کې له تګ راتګ ډډه وکړئ چې ډېره ګڼه‌ګوڼه په کې وي.

تر دامهال د افغانستان په ۱۲ولایتونو کې د کرونا ویروس ټولټال ۸۷پېښي ثبت شوي چې یوازي یوه یې مثتبه، د ۸۰نورو پایلي یې منفي او د ۶نورو  هغو معلومات به هم وروسته روښانه شي.

د کرونا ویروس د مخنیوي دا لارښوونې د روغتیا نړیوال سازمان لخوا د نړۍ ټولو انسانانو ته شوي دي.

 

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب