Post Image

د امریکا دفاع وزارت( پنټاګون) ویلي، افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر کموي او ټاکل شوې تر راتلونکو دريو ورځو دا شمېر له ۵۰۰۰ څخه ۲۵۰۰ ته راکم شي.
د پنټاګون په خبرپاڼه کې راغلي، د ځواکونو د اېستلو طرحه کې کوم بندښت نه دی راغلی او په افغانستان کې به خپل ځواکونه را کم کړي.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو کمېدلو لړۍ د طالبانو او امریکا تر منځ تر هوکړې وروسته پیل شوې، چې له مخې به یې ټول پوځیان له افغانستان څخه وځي.
له دې وړاندې د امریکا کانګرس او ناټو د ځواکونو له اېستلو سره مخالفت کړی و او ویلي یې و، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د اېستلو لپاره لاهم مناسب وخت نه دی را رسېدلی
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب