Post Image

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د ترکیې په وان اوبو کې د ډوبې شوې بیړۍ د ۶۱ کسانو جسدونه را ایستل شوي، چې ۳۴ یې افغانان دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد په یو خبري کنفرانس کې وویل، په ترکیه کې د افغانستان سفارت او د بهرنیو چارو وزارت هڅه کوي، چې د ډبو شوو کسانو جسدونه هېواد ته را انتقال کړي چې له  ډلې یې د  ۱۷ کسانو جسدونه را انتقال شوي دي.

د نوموړي په وینا، د پنځو ډوبو شو افغانانو جسدونه د دوی د کورنیو په غوښتنه تورکیه کې خښ شوي، د شپږو نورو جسدونه به نن او ۶ نور به سبا را انتقال شي.

ښاغلی هېواد وایي، د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له لورې د اوربند هرکلی کوي، په وینا یې افغان ولس یو دایمي اوربند  غواړي، تر څو یو دوامداره سولې ته ورسېږو.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند همدا راز وویل، د افغانستان، چین، نیپال او پاکستان تر منځ په څلور اړغیزه غونډه کې، چین له افغانستان سره په اقتصادي، تجارتي، طبي او خوراکي توکو برخه کې د مرستو ژمنه وکړه:

 همدا راز چين وعده وکړه، که چېرې چین د کرونا ویروس واکسین په جوړولو بریالی شو، نو په دې برخه کې به افغانستان سره په ریښتني ډول مرسته وکړي.

ښاغلي ګران وویل، تېره اونۍ افغانستان، امریکا، او ازبیکستان یوه درې اړخیزه غونډه درلوده، چې د سوداگرۍ، اقتصاد، کرنې، د انرژۍ انتقال او اوسپنې پټلیو جوړېدو په اړه پکې خبرې وشوې.

نوموړي همدا راز وویل چې د افغانستان په کوربه توب د لوړ پوړو چارواکو (سام) ناسته  یوه بریالُ غونډه وه، چې مرسته کونکو هېوادنو پکې د مرستو د دوام تر څنګ په سولې، کرونا او اقتصادي برخو خبرې وکړې.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب