Post Image

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، په افغانستان کې سوله د پاکستان په ګټه ده او موږ هلته د جګړې سیاسي حل غواړو.

ښاغلي قریشي په پاکستان کې وروستیو بریدونو ته په اشارې ویلي، دا بریدونه به هغه ډلې پیاوړې کړي، کومې چې په افغانستان او پاکستان کې امن نه غواړي.

نوموړي ویلي، افغان مشران باید  د دغه تاريخي فرصت څخه ګټه واخلي او په افغانستان کې د تل پاتې سولې لپاره په ګډه کار وکړي.

په ورته مهال پاکستان لپاره د افغانستان ځانګړي استازي عمر داودزي، یاد هېواد ته د خپل درې ورځني سفر په درشل کې، هلته له چارواکو غوښتي تر څو طالبان اوربند او پر اصلي موضوتو خبرو ته چمتو کړي.

له دې وړاندې د پاکستان د پوځ ویاند جنرال بابر افتخار ویلي و، پاکستان په هیڅ صورت نه غواړي طالبان یو ځل بیا پر کابل واکمن شي او دا ناشونې خبره ده.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب