Post Image

د بدخشان ځایي چارواکي او استازي وایي، وسله‌والو طالبانو د دې ولایت په نسي ولسوالۍ کې د عامو خلکو نږدې ۵۰۰ جرېبه ځمکې غصب کړې او غواړي په خپلو قومندانانو او اورپکو یې ووېشي. دوی وايي، اورپکو د راغستان ولسوالۍ هغو اوسېدونکو ته هم اخطار ورکړی، چې د کورنيو غړي يې له حکومت سره دنده تر سره کوي.
د بدخشان ولایتي شورا د غړو په وینا، وسله‌والو طالبانو د تېرې اوونۍ راهیسې د نسي ولسوالۍ د سندک او بالهدا سیمو ځمکې چې ډېری یې ځنګلونه دي، لومړی یې ځنګلونه وهلي او بیا یې د ۵۰۰۰ تر ۱۰۰۰۰ افغانیو په ارزښت په خپلو اورپکو او قومندانانو وېشلي دي.
د بدخشان ولایتي شورا غړی عبدالله ناجي نظري افغانیې ته وویل، طالبان په دغه ولسوالۍ کې پر عامو خلکو ډول ډول ظلمونه کوي، ډوډۍ ترې په زور غواړي او خلک باج ورکولو ته اړ کوي، په تازه مورد کې یې د خلکو  پر ملکیتونو او ځمکو چور اچولی دی.
د نوموړي په وینا، په هغو سیمو کې چې طالبان واک لري، سرباز ګېرۍ کېږي او د مهمو پروژو د پلي کولو مخه نیسي.
په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازی ذبیح‌الله عتیق افغانیې ته وویل، طالبان د یادو ځمکو د وېشلو له لارې د خلکو ترمنځ اختلافونه راپیدا کوي او په مټ یې بیا سرباز‌ګېرۍ کوي.
د ښاغلي عتیق په وینا، د دغو طالبانو په لیکو کې ازبېکستاني، تاجېکستاني او چیچني طالبان هم شامل دي، د ځینو چیچیني اورپکو کورنۍ هم دوی سره هلته مېشت دي.
د نوموړي په وینا طالبانو د دې ولسوالۍ ترڅنګ په نورو ولسوالیو کې هم پر عامو خلکو ظلمونه روان کړي دي:
په راغستان ولسوالۍ کې طالبانو دولتي کارمندانو له کورنیو غوښتي، چې خپل زامن دې له دولتي دندو بېرته راوګرځوي او یا دې هم ۲۰۰زره تر ۳۰۰ زره افغانۍ جريمه ورکړي.
د ښاغلي عتیق په وینا، همدا پرون طالبانو غوښتل، چې د راغستان ولسوالۍ کې یو کس د دولت سره د همکارۍ په تور صحرايي محکمه کړي، چې د ملي اردو د بریدونو سره مخ شوي دي. د مخابراتي شبکو د پرې کېدو له کبله یې جزییات مالوم نه‌دي.
د خلکو غبرګون:
په ورته مهال د نسي سرپرست ولسوال عبدالغفار خان گردش ویلي، ځینو قومي مخورو د خپلو ځمکو اسنادو سره طالبانو ته ورغلي، چې د دوی ځمکې پر نورو ونه‌وېشي، خو په وینا یې طالبانو دغه مخور هم ډبولي دي.
د یاد ولسوالۍ خلک هم د طالبانو د دې ظلمونو نه په تنګ راغلي او ددې ډلې پروړاندې یې وسلو ته لاس کړی او ولسي پاڅون یې کړی دی. د یاد پاڅون په ترڅ کې طالبانو خپلې ډېری سیمې پرېښي او شاتګ ته اړ شوي دي.
د بدخشان امنیه قومندانۍ ویاند ثنالله روحاني هم د طالبانو له لوري د خلکو پر ځمکو د چور او وېشلو خبره تاییدوي او وایي، طالبانو د ځمکو پر وېش سربېره له دې خلکو په زور ډ‌وډۍ اخلي او د دوی پسونه او نور مالونه هم وړي.
ښاغلی روحاني د خلکو له‌خوا د پاڅون هرکلی کوي او وایي، مرکزي اداره به له دغو پاڅونوالو سره پوره همکاري وکړي.
د بدخشان ولایت مقام هم په خپره شوې خبرپاڼه کې د طالبانو دغه کړنه غندلې او له پاڅون‌کوونکو یې خپل ملاټر اعلان کړی دی.
تر دې وړاندې هم طالبانو په کانکور ازموینه کې د «مایمي» او «نسي» ولسوالیو د کابو ۲۰۰ نجونو د ګډون مخنیوی کړی و. 
نسي ولسوالي د بدخشان یو له هغو ولسواليو ده، چې له تاجېکستان هېواد سره ګډه پوله لري او ډېری برخه خاوره یې د طالبانو تر ولکې لاندې ده.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب