په نهو ولايتونو کې ۹۷۲ هکټاره ځمکه د نشهیي توکو له کښت پاکه شوې
د کورنیو چارو وزارت مسوولین وایي، په تېر یو کال کې ۹۷۲ هکټار ځمکه د افغانستان په ۹ ولایتونو کې د نشهیي توکو له کښت څخه پاکه شوې ده، خو افغانستان لا هم په نړۍ کې د نشهيي توکو ستر تولیدونکی هېواد بلل کېږي، چې د ملي او نړيوالو بنسټونو د راپورونو پر بنسټ له قاچاق او تولید یې د حکومت مخالفې ډلې تر ټولو ډېر عاید تر لاسه کوي.
د امریکا متحده ایالاتو سفارت (INL ) لخوا د افغانستان دولت سره په همغږۍ په ۲۰۱۵ کال کې ترسره شوې سروې ښیي، په افغانستان کې د ۲.۹ تر ۳.۶ میلیون کسان نشهیي توکي کاروي، چې له دوو تر ۲.۴ میلیونو ته یې باید روغتيايي خدمتونه وړاندې شي.
افغانیې ته رسیدلي مالومات ښیي، چې په هېواد کې ۱.۵ میلیون نارینه، ۹۰زرو تر ۱۱۰زرو ماشومان او ۶۹۰زره تر ۸۵۰زره ښځې په نشو روږدي دي.
د سرچینې د مالوماتو له مخې، له ۱۵ زره تر ۲۰ زره د سړک سر روږدي دي، چې له دې ډلې ۲۰۰۰ تر ۶۰۰۰ یې په کابل کې اوسیږي.
د مالوماتو له مخې هر کال په ټول هېواد کې د ۳۷ زره څخه تر ۴۰ زرو په نشهیي توکو روږدي کسانو درملنه کیږي.
د کورنیو چارو وزارت مسولین وایي، له نشهيي توکو سره د مبارزې پولیسو د ۲۰۲۰ميلادي کال په لومړیو اتوو میاشتو کې ۱۷۷۹ عملیات کړي، چې په ترڅ کې یې د ۲۲۴.۱۸۲ ټنه نشهيي توکي ضبط او په تور يې ۲۱۹۶ قاچاق کوونکي نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت د مالوماتو پر بنسټ په نیول شوو ۲۲۴.۱۸۲ ټنه نشهيي توکو کې ۱۰۶۶.۵۳۳ کیلو ګرامه هیروین، ۱۱۴۷۶۰ کيلوګرامه Kګولۍ، ۱۲۰.۰۷۲ کیلو ګرامه مورفین، ۴۳۱۲.۰۷۷ کیلو ګرامه تریاک، ۳۰۵۵۵.۷۶ کیلو ګرامه چرس، ۱۵۳۳۸۱ کیلو ګرامه بنګ دانه، ۱۷۵۴ ګیلو ګرامه خشخاش، ۸۵۳.۳۳۸ ګیلو ګرامه میت امفتا مین، ۱۱۷۰۹.۷۶ ګیلو ګرامه جامد کیماوي مواد، ۶۶۸۲.۰۱ ګیلو ګرامه مایع کیماوي مواد، ۱۰۰۹۵.۲۸ کیلو ګرامه الکول او ۶۷۰۷.۳ کیلو ګرامه تخمر شوي میمیز شامل دي.
د UNODC او افغانستان دولت لخوا تر سره شوې ګدې سروې پر بنسټ د افغانستان نشهیي توکو عاید په کال کې ۷۰ میلیارد ډالر اټکل شوی، چې یوازې پنځه سلنه یې د افغانستان بزګرو ته رسيږي او طالبان د نشهیي توکو د عاید څخه د عشر په نوم زياته ګټه اخلي.