Post Image

د کندهار د کډوالو چارو ریاست د مالوماتو له مخې، په کندهار کې د تېرو دوو نیمو میاشتو جګړو له کبله د دې ولایت له ولسوالیو او ګاونډیو ولایتونو څخه ۷۲۰۰ کورنۍ چې شمېر یې ۳۶۰۰۰ تنه کېږي، د کندهار ښار ته ورکډوال شوي او پاتې ۱۰زره کورنۍ چې ۵۰ زره کسان کېږي، په خپلو ولسوالیو کې له یوه ځای څخه بل ځای ته بې‌ځایه شوي دي.
په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازی ګل احمد کمین وایي، په وروستیو څو میاشتو کې په ارغنداب، پنجوایي، ژېړۍ ولسوالیو جګړې زور اخیستی، چې له کبله یې په زرګونه کورنۍ ښار ته کډوال شوي او په ډېرو کمو امکاناتو د ژوند شپې ورځې سبا کوي.
د ښاغلي کمین په وینا، د کندهار ولسوالیو څخه سربېره د زابل، هلمند او ارزګانو څخه هم خلک کندهار ته تللي، چې له ډلې یې یوازې پنځه سلنه کورنیو سره مرستې شوې دي.
ګل احمد کمین افغانیې ته وویل، دغه کډوال په داسې سیمو کې مېشت دي، چې هغه سیمې د ژوند کولو لپاره هېڅ مناسبې نه دي:
د حکومت او نړیوالو موسسو له‌خو څه نا څه مرستې شوي، خو دغه مرستې پنځو سلنو بې‌ځایه شویو ته هم بسنه نه کوي.
کندهار ښار ته له ارغنداب ولسوالۍ بې‌ځایه شوی کس ثنا‌الله عاجز افغانیې ته وویل، په کندهار کې وروستۍ جګړه په داسې مهال پیل شوه، چې موږ او نورو خلکو خپل د کال محصولات هم نه و راټول کړي، اوس په بد وضعیت کې پراته یوو. ثنا‌الله له حکومت غواړي، چې له دوی سره دې لومړنۍ مرستې وکړي.
د کندهار ولایتي شورا غړي نعمت‌الله شېردلي افغانیې ته وویل، د بې‌ځایه شویو وضعیت ښه نه‌دی، د ژمي په رارسېدو هوا سړه شوې، خو د بې‌ځایه شویو خلکو شمېر ډېر زیات دی.
د نوموړي په وینا، هغه کسان چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې بې‌ځایه شوي، هغوی ته مرستې نه شته، خو د نورو بې‌ځایه شویو سروې روانه ده، تر څو مرستې ور ورسېږي.
د کندهار والي ویاند بهیر احمدي بیا هغه ادعاوې ردوي چې ګواکې یوازې پنځه سلنه بې‌ځایه شویو سره مرستې شوي دي.
ښاغلی بهیر که څه هم د بې‌ځایه شویو سره د مرستو کره شمېر په اړه ناخبري ښيي، خو زیاتوي چې زیات شمېر خلکو سره مرستې شوي او لا هم دغه لړۍ روانه ده.
ښاغلي احمدي افغانیې ته وویل، دلته یوازې د کندهار بې‌ځایه شوي نه‌دي راغلي، د هلمند، زابل او ارزګانو ولایتونو کډوال هم ور ګوچېدلي دي:
دوی ټولو ته په یوه یا دوو میاشتو کې مرستې رسول سخته ده. په دې بې‌ځایه شویو کې هغه کورنۍ هم شاملې دي، چې د وچکالۍ او یخنۍ له کبله دلته راغلي. حکومت دغو ټولو کډوالو  ته د بېړنیو مرستو رسولو لپاره کافي امکانات نه‌لري.
ښاغلی احمدي دغه راز وایي، په ټولو ستونزو سربېره هم په دغه ولایت کې د اضطرار کمېټه شته او د پېښو سره د مبارزې وزیر هم کندهار ته د خپل سفر پرمهال له دغو بې‌ځایه شویو سره ۳۰ میلیون افغانیو مرسته اعلان کړه او همدا راز نړیوالې مرستندویه موسسو هم د مرستو د ورکړې لړۍ روانه کړې ده.
د کندهار د کډوالو چارو رییس دوست محمد نایاب افغانیې ته وویل، په کندهار کې دمګړۍ د ۱۹ ولایتونو بې‌ځایه شوي دېره دي. د نوموړي په وینا د تېرو دوو میاشتو راهیسې دوی ټول‌ټال ۷۲۰۰ کورنۍ چې د ښار دننه بې‌ځایه شوي تثبیت کړي، له ډلې یې یوازې ۲۰۱۹ کورنیو ته مرستې رسولي دي، خو په دې سربېره بیا په ولسوالیو کې هم شاوخوا ۱۰ زره کورنۍ له خپلو سیمو بې‌ځایه شوي دي.
د نوموړي په وینا د کډوالو چارو ریاست په دې هڅه دی، چې تر راتلونکې یوې میاشت پاتې کورنیو ته هم مرستې ور ورسوي.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب