Post Image

افغانستان کې د اروپایي ټولنې اسازولي وایي، کرونا ویروس سره مبارزې او د دې ویروس اقتصادي زیانونو کمېدو برخه کې افغانستان سره ۳۵میلیونه یورو اضافي مرسته کوي، چې د روغتیایي سیسټمونو په پیاوړتیا، ناروغانو درملنه، پوهاي او خطرونو کمېدو برخو کې به ولګول شي.
د یادې استازولۍ په خبر پاڼه کې راغلي، اروپايي ټولنې د تازه اعلان شوې مرستې په ګډون ټول ټال ۱۴۷ میلیونه یورو کرونا ناروغۍ سره مبارزې برخه کې ځانګړي کړي دي.
خبر پاڼه زیاتوي، افغانستان کې جګړو او کرونا ناروغۍ د خلکو اقتصادي وضعیت خورا ناوړه حالت سره مخ کړی، اروپایي ټولنه به خپلو شریکانو سره یو ځای له خکلو سره مرسته وکړي.
افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازولۍ ویلي، تازه اعلان شوې ۳۵ میلیونه یورو مرستې به په درې پروژو کې د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف او اغا خان بنسټ له لوري ولګول شي.
دې استازولۍ همدا راز ویلي، د خلکو وزګارتیا، محدودیتونو او نا امنیو هلته غذایي وضعیت خراب کړی او اروپایي ټولنه به ۳۰۰ زره ماشومانو او میندو سره د تغذیې په برخه کې مرسته وکړي.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب