Post Image

د ملي دفاع وزارت مسوولین وایي، ولسمشر اشرف غني د یاد وزارت د کشف او استخباراتو  مشر برید جنرال عبدالقیوم سالارزی په مشرۍ یو پلاوی ټاکلی، تر څو د نیمروز په خاشرود ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه څېړنې وکړي.
د ملی دفاع وزارت په خبر پاڼه کې راغلي، یاد پلاوی به پېښه په هر اړخیز ډول وڅېړي او پایلې به یې له ملي دفاع وزارت مقام سره شریکې کړي.
له دې وړاندې د نیمروز خاشرود ولسوالۍ اوسېدونکو ادعا کړې وه، چې دا افغان ځواکونو په هوایي برید کې  ۱۴ ملکي وګړي وژل شوي دي.
خو هغه مهال ملي دفاع وزارت ویلي و، په یاد برید کې یې د پاکستاني ترهګرو په ګډون ۱۴ کسان وژلي او ۶ نور یې ټپیان کړي دي.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب